ډاکتر محمدمرسي

 د درېيمې نړۍ هېوادنو دموکراسي لنډمهالي وي ځکه، چې په دغه هېواد کې د دموکراسۍ لپاره چې کومه اډانه په کار ده، يا خو شتون نلري او يا ډيره خامه وي. له بل پلوه په داسې هېوادنوکې لکه مصر، که دموکراسي راځي هم، خو چې د زبرځواکونو له ګټو سره په ټکر کې وي، پايدلی نشي.
په هغه هېوادنو کې، چې د دموکراسۍ بنسټ پوخ دی، درې ګونې قواوې بې پره عمل کوي. پوځ دا حق نلري، چې د هېواد جمهور رييس که په ناسمه لاره هم روان وي له دندې ګوښه کړي، ځکه دا بيا يوه کودتا ده. د قضاوت چاره د قاضي او محکمې کار دی، پوځ او امنيتي ځواکونو به د ملي ګټو پر بنسټ بيا دغه پرېکړې عملي کوي.


له بده مرغه په مصر کې داسې ونشول، لومړنی د خلکو په دموکراتيکو رايو ټاکل شوی جمهور رييس له يوه کال واکمنۍ وروسته راوپرځول شو.
د امريکا او متحدينو لخوا يې په وروستيو څو لسيزو کې تل د دموکراسۍ د شعار تر نقاب لاندې، د ډيکتاتورانو د رژيم د نسکورولو لپاره د زور او جګړې لاره غوره شوې ده. په عراق کې يې صدام حسين، په ليبيا کې معمرالقذافي او داسې نور او  دا دی په سوريه کې د بشار اسد پر ضد پراخه جګړه روانه شوې ده. لويديځوالو تل دغه ډنډوره غږوله، چې په دغه هېوادنو کې د دموکراسۍ اصولو ته احترام نه دی شوی او د خلکو غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوي.
که څه هم په يادو هېوادنو کې بدلونونه(( د عربو د پسرلي)) په نوم ياد شوي، خو په حقيقت کې، دا د عربو منی (خزان) دی. اوس لويديځ استعماري قوتونه غواړي، چې د اسلامي هېوادنو ارامه ژوند له منځه يوسي؛ اوبه خړې کړي او کبان ونيسي.
د بريتانيا پخواني لومړي وزير توني بلير، پر عراق باندې  بريد نشو توجيه کولی خو دا يې ويل، چې هېڅوک نشي کولی ووايي، چې نړۍ بې له صدامه ښه نه ده. (!؟)
نن په عراق کې صدام نشته، خو هغه ارامتيا هم نشته او عراقيان د ده د واکمنۍ ارمان کوي؛ نن په ليبيا کې يو ديکتاتور قذافي نشته خو په دغه هېواد کې کورنۍ او قبيلوي جګړې رامنځته شوي. رښتيا يې ويلي، چې تر انارشۍ ديکتاتوري ښه ده.
دازادۍ او عدالت ګوند مشر ډاکتر محمد مرسي  دمصر په ټاکنو دولسمشر په توګه  51,73 رایې ترلاسه کړې وې .  هیچا دا باور نه کاوه ،چې هغه ډله دې واک ته ورسیږي ،چې پوره اتیا کاله یې نږدې هر غړي او مشر دمصر مختلف زندانونه لیدلي دي او که مبالغه یې  ونه ګڼي نو په عربي نړۍ کې دزنداني  ادبیاتو په برخه کې دهمدې ډلې  اړونده شاعرانو او کېسه لیکوالو پنځونې کړې دي  ،چې تر ټولو مشهور اثر یې دزینب الغزالي  د ( رحلة الی الله ) نومیږي .
کله چې دا ډله واک ته ورسیده  تر شا ستر لامل يې خپل پروګرام  ته ژمنتيا ده،چې زما په ګډون یې ډیر مخالف دي. زندان او سختيويې پر هوډ کوم اغیز ونه کړ  دا دهغو غړو دقربانۍ پایله وه ،چې  د محمد مرسي په څیر نومورکی  کسان دیوپروګرام له مخې ولسمشر شو.
نن سبا، چې د رسنۍ سرليکونه د مصر پېښو او د محمد مرسي په هکله خبرونو ته ځانګړي شوي، موږ هم اړينه ګڼو، چې د ده د ژوند په هکله له قدرمنو لوستونکو سره مالومات شريک کړو:
 

'محمد مرسی' رییس جمهوری مصر شد
  له زندانه تر ولسمشرۍ
د2011 تر مارچ پورې  ډیرو  ډاکتر محمد مرسي نه پيژنده ، خبریالانو او شنونکو ایله دومره پيژنده ،چې محمد مرسي داخوان المسلمین دګوند او دلارښودې شورا ( مکتب الارشاد ) غړی دی او استخباراتي ا و امنیتي چارواکو دومره پيژنده ،چې محمد مرسي دهغه تنظیم غړی ،چې  دواکمن نظام او ملي امنیت ته ګواښ دی . دحسنی مبارک له راپرزیدو راوروسته  دا لومړی ولسمشر دی ، چې دټاکنو له لارې  هغې ماڼۍ ته ورننوځي ،چې دده پخواني  دښمن په کې پوره دېرش کاله استوګن و .
 احتياطي نوماند :
د2011 ز په مارچ کې ډاکتر محمد مرسي  داخوان المسلمین دسیاسي څانګې یا ګوند دمشر په توګه رازرغون شو وروسته یې بیا د2012 ز په اپریل کې د ولسمشرۍ دټاکنو لپاره  هغه مهال داحتیاطي نوماند په توګه اعلان شو کله ،چې  داخوان المسلمین  دمشر محمد بدیع دلومړي مرستيال خيرت الشاطر پر وړاندې محکمې خنډونه راپورته کړل او دنوموړي نوماندي يې ناقانونه اعلان کړه . او داخوان المسلمين ټول اټکلونه او پروګرامونه يې شنډ کړل هغه مهال مصريانو او شنونکو دواړو محمد مرسي ته  په ډېره ټېټه وليدل او نوموړي ته يې دشټپنۍ نوم ورکړ ، خو له مرسي سره بخت ياري وکړه دټاکنو په لومړي پړاو کې یې خپل ځان ثابت کړ او نږدې شپږ ميلونه رايې  ترلاسه کړې او په دويم پړاو کې داحمد شفیق سيال شو .

 
د محمد مرسي ژوندليک
محمد مرسي د 1951 ز په اګسټ کې دمصر په  الشرقيه  ولايت کې  زيږيدلی دالقاهرې پوهنتون څخه  په  1975 ز کې په لوړو نومرو ( ډېر عالي لقب ) فارغ شوی، دفلزاتو په برخه کې یې له همدې پوهنتون څخه ماستري هم تر لاسه کړې ده او بيا د نورو  لوړو زده کړو لپاره  جنوبي کالیفورنيا ته تللی دی او په 1982 ز کې فارغ شوې دی  . د1982-1985 ز تر منځ یې  دالقاهرې پوهنتون دانجینرۍ ، دجنوبي کاليفورنيا او دجنوبي کاليفورنيا دنورت رډج پوهنتون کې  استادي کړې ده پردې سربېره یې  په همدې موده کې دامريکا په  ناسا اژانس کې دنده ترسره کړې ده  ديادونې ده ،چې دامريکا دناسا اژانس دهوايي بیړۍ دماشین  په برخه کې یې هم کار کړی دی . محمد مرسي له 1985 – 2010 پورې  دالزقازيق پوهنتون دانجینرۍ پوهنځي رييس و، همدرانګه نوموړي د 2000 -2005  ز پر مهال  دپارلمان  انتخابي غړی و او په پارلمان کې داخوان المسلمین دغړو وياند هم و دوکالت پر مهال یې دغوره وکيل لقب هم ګټلی دی .
محمد مرسي د اخوان المسلمین  له  مشرانو څخه شميرل کیږي نوموړې دحسني مبارک دواکمنۍ پر مهال څو ځل بندي شوی هم دی کله ،چې دولسي پاڅون پرمهال  زندانيان راخلاص شو نوموړی هم په دې ډله کې و . محمد مرسي په 1977 ز کې له فکري اړخه اخوان المسلمین ته  نږدې و او په  1979 ز کې یې په رسمي توګه  دهمدې ګوند غړيتوب تر لاسه کړی دی او له  1992 ز نیولې تر اوسه  داخوان المسلمین دګوند دسياسي بيرو يا څانګې غړی دی .
BBC  دمحمد مرسي په اړه کاږي : نوموړې  په الشرقيه ولايت کې  دیو بزګر کره زیږیدلې دی  او مور یې دکور کارونه کول  په 1989 ز کې یې واده کړی دی  مېرمن یې  له زده کړو پاتې شوې ده ، خو داخوان المسلمین دښځو دڅانګې  په برخه کې یې کار کړی دی ، مرسي پنځه اولاده لري ،چې دوه یې په امريکا کې زیږیدلي دي او امريکايي تابعيت لري ، په امريکا کې داستوګنې پرمهال  محمد مرسي ته دامريکايي تابعيت اخستلو وړاندیز شوی و خو نوموړي رد کړ. داخوان المسلمین  لارښودې شورا محمد مرسي د 2011 ز داپریل پر30 مه نېټه مکلف کړ ،چې دعصام العريان او محمد سعد الکتاتنی په  مرستيالۍ سياسي ګوند جوړ کړي .
پرمحمد مرسي نیوکې :
په مصر کې دمحمد مرسي سياسي مخالفین او لیبرال  شنونکي نیوکه کوي ،چې نوموړې داخوان دالمسلمین غړی دی دا دیوې ډلې کاندید و نه  دپاڅون  ددې اندېښنه شته ،چې  داخوان المسلمین مشر به  واکمن وي نه محمد مرسي او هېواد به  دايران په څېر اداره کیږي ، خو خپله محمد مرسي په خپلو ویناوو کې ویلي دي، چې زه به د ټولو مصريانو ولسمشر یم ، او داخوان المسلمین مشر به دنورو مصريانو په څير یو عادي هېوادوال وي او ټول هغه قوانین ،چې پر نورو پلي کیږي پرده به پلي شي .

محمد مرسي ژمنه کړې وه د يوۀ داسې حکومت مشري به کوي چې ټولو مصريانو لپاره به وي ، خو منتقدين يې په دې اند دي چې هغه ددې ژمنې پوره کولو کې پاتې راغى، اسلام پاله يې پرېښي چې سياسي ډگر د خپل اغيز لاندې راولي ، او ټول واک يې اخوان المسلمين ته ورکړى وو.
ددې ترڅنگ منتقدين يې وايي چې هغه په ښه توگه د اقتصادي چارو پرمخ وړلوکې هم ناکام وو، چې پلويان يې داخبره نه مني.