دا لـــــيونـــــئ مـــــينه خــــو مــــينان وژنــــي
دنـــــــيا کـــې له هـــر څــــه تير عاشقان وژني
څــــــوک ارمانـــــجن څوک مجنون د خپلې ليلا
څــــوک شـــــی په کـــې بـــيوفا هر ارمان وژني
څوک په کې ساقي څوک زاهدڅوک څــه او څه
څوک رقيب اوڅوک آشنا څوک خپل ځـان وژني
زه خـــــو وايــــم چـــې خاطـــر د هيچا نـه کړي
(ولي) لاس تــــرې واخـــــله دا ټول جهان وژني
۲-فبوري ۲۰۰۹
ولي الله ځدراڼ ـــ ميسور/ هند
وروستي