دشعر پيژندنه

 


 
ځيني ادبپوهان وايې چې شعر څوک نشي تعريفولی، هماغسې چې ښکلا او حقيقت د پيژندو وړ نه دی ،هماغسې چې خوند ،رنګ او د کيفيت جهان د تعريف په تنګ چوکاټ کې نه ځايږي،شعر هم د ښکلا او احساس له جهانه سره اړه لري، د فورمول قالب ته ځان نه سپاري ليکن دا يوازينی دليل نه دی ،له دې نه بل مهم دليل هم شته او هغه دا چې هر شعر د يوه شاعر د تخيل زيږنده دی او هر شاعر
له ژوندنه ،له طبيعي او ټولنيز چاپيريال نه د ځان له پاره ټاکلی بر داشت لري .
د چا لپاره شعر وسيله ده او دچا په نظرشعر پخپله هدف دی . څوک وايي چې شعر بايد ګټور وي او ټولنيز رسالت ولري ، خو ځيني نور له دې خبرې سره مخالفت کوي او وايي چې شعر بايد تلپاتې ارزښت ولري د يوې ډلې يا فرقې د ګټو او د يوه سياسي رژيم د تبليغاتو وسيله ونه ګړځي ددغې وروستۍ ډلې ادبپوهانو په نظر شعر زموږ په ترخه او بې خونده ژوند کې خوند پيدا کوي ،د څو شيبو لپاره خلک له ترخو واقعيتونو څخه د احساس ،عاطفې ،تخيل او ښکلا نړۍ ته را بولي عواطف يې تصفيه کوي له زړونو څخه يې د يکنواختۍ او ابتذال رنګ ليرې کوي او دردونو ته يې څه تسکين ورکوي..د دوی په پوهه شعر د دښمنۍ او کرکې د خورولو وسيله نه ده او نه د سوداګرۍ مال دی ، بلکې مقصد يې د ښکلا بيان دی ، د احساس ليږدونه ده ، د يکنواخته ميخانيکي ژوند پر ضد طغيان دی ، د ارمانيز ژوند انځور دی او په ساحرانه الفاظو سره د احساس پاروانه ده ، د نيم بسمل مرغه نغمه ده ، موزيکال فکر دی ،روحاني الهام او شهود دی ، د هنر د الهې پيغام دی او بالاخره شعر ، شعر دی .
د شعر د تعريف يوه بله ستونزه داده چې ځيني شعر په تشريحي توګه او ځيني نور يې په تجويزي توګه تعريفوي . تشريحي تعريف د ويل شويو شعرونو له مجموعې نه د شعر خصوصيات او ماهيت راوباسي په داسې حال کې چې ، تجويزي  دستوري  تعريف له مخکې نه د شعر له پاره هدف ټاکي ،نورمونه ورته وضع کوي او شاعر ته دستور ورکوي چې له هماغه ټاکلي هدف سره سم شعر ووايی. يا په بله ژبه تشريحي ميتود وايی چې شعر څنګه دی او تجويزي يا توصيوي ميتود وايې چې شعر بايد څنګه وي؟
که چيرې د شعر پيژندنې په باب خبرې کيږي ،نو اکثر ادبپوهان خبره له ارسطو نه را پيلوي ،ځکه چې دغه ستر يوناني فيلسوف د شعر په باره کې د پوتيکا په نامه ځانګړې رساله ليکلي ده او په هغې کې يې د شعر په باب ځينې اساسي ټکي بيان کړي دي . د ارسطو په نظر( شعر هغه وينا ده چې په زړه کې هيجان پيدا کوي ) 1
ارسطو د خپل وخت يو کتاب چې د طبيعي علومو په برخه کې په نظم ليکل شوی و،شعر ونه ګاڼه ځکه چې هيجان راوړونکی نه و . له دې څخه ښکاري چې د ده په نظر ،هيجان او عاطفه د شعر اساسي توک دی او هر نظم ته شعر نه ويل کيږي .
څرنګه چې يوناني شعر قافيه نه درلوده ،نو موزون کلام په واقعيت کې موزونې وينا ته ويل کيده په دې حساب  علمي مفکوره او دوزن شته والی د شعر اصلي توکونه نه ګڼل کيږي .
د منطق پوهانو په عقيده شعر مخيل کلام دی او په دې اساس تخيل د شعر بنيادي عنصر ګڼل کيږي .( ابن سينا ) په دې باره کې داسې وايې:((ان الشعر هو کلام مخيل مولف من اقوال موزونه متساويه و عندالعرب مقفا ...ووﻻنظر المنطقی في شی من ذلک اﻻفی کونه کلاماً مخيلا... وانما ينظر المنطقی فی الشعر هو مخيل ))2
خواجه نصير طوسي په چند اثر (معيار الاشعار ) کې وايې(( تخيل را حکمای يونان از فصول شمرده اند و شعرای  عرب و عجم از اسباب حدوث او ميشمرند.)) 3
د منطق پوهان له پورتنيو يادونو څخه بايد داسې نتيجه وانخيستله شي چې ګويا زر کاله مخکې هم وزنه يعنې ازاد شعر موجود و .منطقي وايي چې که څه هم شعر موزون کلام دی او په عربي ژبه کې قافيه وال هم دی ،خو دده په نظر دغه شيان (وزن او قافيه )په شعر کې ټاکوونکی نقش نه لري ، بلکې يوازې تخيل اعتبار لري.که په وينا کې خيال (ايماژ، ذهني انځور )نه وي نو هغه شعر نه دی . هغه څه چې موږ يې ازاد شعر بولو په ساينس کې د بې وزنۍ له مفکورې سره يو ځای وزيږد . که ساينس بې وزنه شاعر منلای شي ، نو ادبيات هم بې وزنه شعر جوړولای شي ،که چيری مونږ د هنر په تاريخ کې د سنکرونيزم  همزمانۍ نظر ومنو نو دا په څرګنده ليدل کيږي چې په شعر کې وزن د بادارۍ له مقام نه ورو ورو را ټيټ شوی دی او ځينو خو بيخي شړلی دی . د سنکرونيزم په زمانه کې يعنې هغه وخت چې شاعر به هم سندرې ويلې او هم به يې نڅا ورسره کوله د شعر معنا ته دومره پاملرنه نه کيده ،لکه څومره چې له ريتم (اهنګ) څخه خوند اخيستل کيده . سنکرونيزم ﻻ اوس هم په ځينو قبيلو کې شته ، هلته څوک د شاعر او سندرغاړي تر منځ توپير نه کوي .
ويل کيږي چې د عربي ژبې د شعر کلمه هم د عبراني ژبې له شير څخه اخيستل شوې ده چې په اصل کې د سندرې په معنا ده . وروسته لکه څنګه چې د علومو څانګې يو له بله جلا شوې په هنر کې هم څانګې يو څه سره بيلې شوې ، لکه شعر ، سندره (په غاړه ويل )نڅا ، موسيقي او نور چې د بيلابيلو څانګو په حيث پيژندل کيږي . سره له دې بايدو وايو چې د هنر څانګې يو له بله نږدې دي  او ځينې يې خو پوره خپلواکي نه لري . د مثال په توګه نڅا موسيقي ته اړتيا لري او له شعر څخه چاره نه لري (البته که  څوک بې ډوله ګډيږي او يا بې محتوی سندرې وايي نو هغه بيله خبره ده )
اوس به خپلې خبرې را ټولې کړو : ومو ويل چې شعر پخوا په غاړه ويل کيده او وزن يې درلود ، خو وروسته د ځينو اديبانو په نظر  دغه دواړه عارضي او فرعي وګڼل شول. که داسې وي ،نو د شعريت معيار څه دی ؟
کوم وخت چې موږ په ښوونځي کې وو د شعر تعريف مو داسې اوريدلی و : شعر هغه وينا ده چې وزن او قافيه ولري ، خو اوس چې د شعر په باب څيړنې ګورو د هغو په نتيجه کې داسې تعريف استنباط کولای شو : شعر يو ډول اهنګواله وينا ده چې پر عواطفو باندې اغيزه کوي . طبيعي ده چې اغيزه بايد خوندوره وي که نه نو هرې اغيزې ته شعر نه شو ويلای..
د يو شمير ادبپوهانو په نظر په شعر او په عام ډول په هنر کې د بيا جوړونې او تخيل عميله تر ټولو مهمه ده . د مثال په توګه که څوک په مړي باندې ساندې وايي او د اوريدونکي پر عاطفه باندې اغيزه کوي دا واقعي شعر نه دی ، ځکه چې له واقعيت سره نيغ په نيغه اړيکي لري . خو که څوک د سټيج پر سر نوموړې واقعه تمثيل کړي او د ساندو په ذريعه په اوريدونکي کې تاثير پيدا کړي ، نو دلته ساندې شاعرانه هويت پيدا کوي . يا په بله ژبه که چا ته يوې واقعې  پيښې نه مستقيماً تاثير پيدا شي ، نو دا هنر نه دی ، خو که نوموړې پيښه په الفاظو تمثيل يا تصوير سره له سره وښودله شي نو ديته هنر ويل کيږي .
(تولستوی )وايی که چيرې څوک ليوه په سترګو وويني او ترې وډار شي دا هنر نه دی ، خو که دغه شخص چې ليوه يې ليدلی وي په اوريدونکو کې د نوموړې واقعې په بيانولو سره ويره او ترس ايجاد کړي دغه عمل ته هنر ويل کيږي له همدې امله ځينو ادبپوهانو د تقليد او زياتره ادبپوهانو د تخيل او تصوير پر کلمو زيات ټينګار کړی دی .د معاصر شعر تر ټولو اساسي مقولې تخيل ، انځور (ايماژ، تصوير)عاطفه (احساس، هيجان)ښکلا او اهمګ (ريتم)دی . اوس به د ځينو لوستونکو داستفادې له پاره هره مقوله په لنډه توګه توضيح کړو:
تخييل (چې زياتره د تخيل په بڼه شهرت لري )په مختلفو عبارتونو تعريف شوی دی . که په ساده ژبه ووايو ددغسې ذهني تصويرونو يا مفهومونو د جوړولو عمليه ده چې هغوی په واقعيت کې موجود نه وي.په تخيل کې انالوجي (د مشابهتونو له ﻻرې د شيانو يا پيښو پر تلنه )زيات اهميت لري . په شاعرانه تخييل کې دداسې شيانو تر منځ اړيکي  ټينګيږي چې عقلاني او منطقي نه ښکاري ، لکه : د عقل ﻻس د شفق سورګريوان ،ستړې ارزوګانې ، متحرک جسدونه او داسې نور.د تخييل له پاره دا ﻻندې بيت ولولی :
ســــتا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
 
البته له دغه بيت څخه هغه څوک پوره خوند اخلي چې د حمزه د لقب (بابای غزل)يا (د غزل پلار)نه خبر وي او که څوک له دغه رمز نه خبر نه وي نو د پورتني بيت ښکلا او نازکخيالي نه شي درک کولی
زه غواړم دلته يوه بل ټکي ته هم اشاره وکړم او هغه دا چې په نوموړي بيت کې له شاعرانه منطق څخه کار اخيستل شوی دی علمي منطق نه پکې چليږي . له همدې امله يو چا د شعر په باب ويلي وو:
((معقول به نه وي ،خو ښکلی دی .ايا همدغه کفايت نه کوي؟))
تصوير يا ذهني انځور د شعر يو بل مهم توک دی . تصوير په عاطفي توګه د يوې تجربې د انتقال او ښودنې وسيله ده . د تصوير په وسيله ددوو يا څو متجانسو شيانو تر منځ اړيکي ټينګيږې او له همدې امله د تصوير جوړولو قدرت تر زياتې اندازې هماغه د تخييل قدرت دی .تصوير معموﻻًد تشبيه ،استعارې ،سمبول او اسطورې په بڼه کې ځان څرګندوي.ځينې تصويرونه مقيد اوځيني ازاد دي .مقيد تصويرونه د تکرار له ﻻرې د يو ټولنيز قرار داد سطحې ته رسيدلی دی .د مثال په توګه :نرګس د سترګو ،بنفشه د زلفو او سروه د قد مفهوم څرګندوي.ازاد تصويرونه کيدای شي له يوې نه زياتې معنا ګانې افاده کړي .عاطفه له ساينس څخه د هنر د بيلولو عمده مشخصه ده . علامه اقبال رح وايی:
حق اگر سوزی ندارد حکمت است
شعر ميگرددچــو سوز از دل گرفت
واقعيت هغه وخت شاعرانه بڼه پيدا کوي چې د عواطفو او جذباتو وړانګې پرې ولويږي .
ښکلا د شعر يو بل مهم توک دی . درمانتسيزم مخکښانو ښکلا او ګټه يو د بل ضد ګڼل هغو ته په خاصو شرايطو کې دا مفکوره پيدا شوې وه اوسنی ذهنيت دادی چې شعر بايد ښکلی وي او که ګټور وي ﻻ ښه .خو دادبپوهانو په نظر ګټورتوب د شعر ذاتي توک نه دی . کيدای شي چې يو شعر دې ښکلی وي ګټور دې نه وي ، اما که شعر ښکلی نه وي نو هغه شعر نه دی
اوس به راشو د اهنګ موضوع ته ،په دې وروستيو وختو کې د ازاد شعر د رواجيدولو له امله داسې مفکوره مينځ ته راغله چې ګويا وزن يا اهنګ د شعريت اصلي معيار نه دی ،ځکه منثور شعرونه او ازاد شعرونه وزن نه لري .ځينې ادبپوهان له دې خبرې سره موافقه نه کوي،ځکه د هغو په نظر ازاد شعر هم يو ډول موسيقيت او اهنګ لري.دازاد شعر او نظم تر منځ توپير دادی چې د ازاد شعر اهنګ د يوې ټاکلې قاعدې تابع نه دی ،په داسې حال کې چې عنعنوي (دوديز)شعر ټاکلی وزن لري او په ځينو ژبو لکه (عربي،پارسي،پښتواو نورو )کې قافيه هم لري.ځينې ادبپوهان وزن يا اهنګ د شعر اصلي او ﻻزمي توک نه ګڼي او ازاد شعر په رسميت نه پيژني. له دې څخه جوتيږي چې شعر په تعريف کې د پوهانو تر منځ عمومي موافقه نشته .ځينې داسې کسان هم پيدا کيږي چې تعهد (ژمنه،التزام)د شعر ذاتي توک ګڼي ،خو اکثر ادبپوهان تعهد او اخلاقي يا سياسي مسايل د شعر ذاتي توک نه بولي .
د مقالې په پای کې ددې ټکي يادونه ﻻزمه بولم چې زه پخپله په شعر کې د يو پراخ هيو مانيزم هر کلی کوم .زموږ په ټولنه کې له بده مرغه د تعهد او همدارنګه درياليزم له اصطلاح ګانو څخه ځينو کسانو ناوړه ګټې واخيستې .د تعهد پلويانو چې پخپله هم چندانې متعهد نه وو ،له هغې کلمې څخه د تهديد او ويرولو لپاره کار اخيست.د رياليزم پلويانو د واقعيت پالنې تر ماسک ﻻندې دومره درواغ وويل چې خلکو زړونه يې د رياليزم څخه تور کړل.که نن سبا د شعر په تحليل او ارزيابۍ کې پر ټولنيز رسالت او واقعيت پالنې زيات ټينګار  نه کيږي .نو راتلونکي نسلونه دې په دې برخه کې سوسيوسايکالوجيک (ټولنيزاروايی)قضاوت وکړي.
 
يادښتونه:
·              ځينې فيلسوفان وايی چې حقيقت نه پيژندل کيږي ،ځکه چې هيڅوک ددې ضمانت نشي کولی چې د انسان يا حيوان حواس دې کټ مټ بهرني شيان په اصلي شکل درک کړي .کيدای شي چې د انسان حواس دې د تکامل په بهير کې له زرګونو کلونو وروسته شيان په بل ډول وويني.دا يوه ژوره فلسفي موضوع ده چې جلا بحث غواړي .
1  ) دکتر پرويز نا يل خانلری ،شعر وهنر ،شرکت سهامی ايران ،چاپ 1345هجري شمسي ص(168)
2   (د صور خيال در شعر فارسی) په حواله ،د دکتور محمد رضا شفيعي کندکني ،تهران ،349  مخ 30
 
3        همدغه اثر ،30مخ 
 
** وزن د عربي او دري شعرونو لپاره استعماليږي او د عروض د علم مقوله ده .په دغو ژبو کې لنډه (هجا،سليبل)او اوږده څپه عمده نقش لري . پښتو شعر څپه ييز خجيز (سيلابو تونيک)دی او داروپايی ژبو د شعر له اهنګ سره نزديوالی لري . په اسلاوي او ژرمني ژبو کې خج او په فرانسوي کې د هجاووبربروالی د اهنګ اساس ګڼل کيږي . نو داسې اټکل کيږي چې وزن او اهنګ سره مترادف نه دي
*** د ازاد شعر اصطلاح زموږ فرهنګيان زياتره د سپين شعر له پاره استعمالوي .سپين شعر با قاعده اهنګ لري چې د خج په اساس ټاکل کيږي . دغه ډول شعر قافيه نه لري .ازاد شعر اهنګ او قافيه نه لري ،ليکن يو ډول موسيقيت يا غير منظم اهنګ پکې شته.