
د کره کتنې د موضوع په باره کې ډيرې زياتې پو ښتنې طرح کيدی شي خو کره کتونکی بايد تر هرڅه د مخه د اساسي او فرعي پوښتنو تر منځ توپير وکړي .
لومړی بايد وګورو چې د موضوع مرکزي زړی څه شی دی او څه هدف تعقيبوي (.ماکس بليک) وايې چې د يوه فيلسوف په ليکنه کې يوازې د استعارو
لټون او انتقاد په حقيقت کې د هغه سپکاوی دی او داسې مثال لري ، لکه د يوه منطق پوه په مقاله باندې د قضاوت په ترڅ کې چې دده ليکدود ته نمرې ورکړواو وګورو چې خط يې ښکلی دی او که نه . البته په دې کې شک نشته کې چيرې په يوه علمي مقاله کې ګرامري نيمګړتياوې موجودې وي ،د انتقاد وړ دي او دمفکورې پيکر ته هم صدمه رسوي ، ليکن په يوه ساينتفيک مضمون کې يوازې ليکدود او ګرامر ته پاملرنه کول کره کتونکی له اصلي موضوع څخه ليرې کوي .
خو که چيرې موضوع ادبي وي نو هلته ګرامري اړخ خاص اهميت لري . يو ادبي اثر تر څو پورې چې يې ژبه سمه نه وي ، ادبي کيدی نشي .
په دې اساس ،موږ بيرته د (سپنګرن )خبرې ته را ګرځو چې په يوه ادبي اثر کې بايد لومړی وګورو چې ليکوال د( څه شي ) د څرګندولو د پاره زيار ايستلی دی .ليکن دا کار هميشه اسان او حتی هميشه ممکن نه دی ، ځينې شعرونه دوه يا څو ډوله توجيه کيدی شي . ځينې داستانونه په داسې ډول پای ته ورسيږي چې استنتاج يې لوستونکي ته پريښودل شوی دی . په دې صورت کې ، څوک څه ضمانت کولی شي چې کره کتونکی دې هرمرو د ليکوال هدف په سمه توګه پيژندلی وي. که د ليکوال ،شاعر يا په عام ډول د هنرمند هدف ونه پيژندل شي طبعا د هنري اثر په باره کې قضاوت هم له ستونزو سره مخامخ کيږي .
ښايې دا خبره به خلکو بې ځايه نه وي کړي چې ((المعنی فی بطن الشاعر)) ليکن دا خبره يوازې په شاعر پورې اړه نه لري .په يو شمير نورو هنري څانګو ، لکه : نقاشي ، پيکر توږنه ، نڅا ، موسيقي او نورو کې د هدف پيژندنه هر وخت اسان کار نه وي .
پخوا له دې چې کره کتونکی پر يوه ابداعي اثر باندې قضاوت کوي بايد د خپلې ارزيابۍ د پاره له ځان سره جوت او سوهان شوي معيارونه ولري او په تياره کې له ګام اخيستلو څخه ډډه وکړي څومره به ښه وي چې کره کتونکی لږ تر لږه دا ﻻندې پوښتنې له ځانه پوښتلې وي :
1 يو هنري اثر څنګه وي او څه ځانګړتياوې لري
2 ايا د کره کتنې په ترڅ کې د ادبي اثر مضمون ته زيات اهميت ورکول کيږي او که شکل ته ؟
که شکل مهم وي نو د هغه خصوصيات کوم دي او ايا کولی شي چې د ((بدعت ))او ابداع تر منځ توپير وکړي ؟
که مضمون ته ارزښت ورکول کيږي نو په هغه صورت کې کوم اړخ د نورو په نسبت مخکې دی .ايستيتيک ، اخلاقي ،عقيدوي، سياسي او يا بل څه ؟
1 په ادبي اثر کې تر کومې اندازې واقعيتونه منعکس شوي دي او د تخيل برخه يې څومره ده ؟ واقعيت او تخيل په څه تناسب او کوم سبک افاده شوي دي ؟
2 د يوه ادبي اثر هدف څه شی دی ؟چې خونده وراواغيزمن وي ؟ چې اخلاقي ښوونی پکې نغښتل شوې وي ؟ چې فقط ښکلی وي ؟ چې خلک عمل ته ولمسوي؟
3 ايا کره کتونکی په دې معتقد دی چې ثقه متن يې تر ﻻس ﻻندې دی ؟
4 ايا د ادبي اثر ژبه خوږه او صريحه ده ؟
5 ادبي اثر په څه ډول چاپيريال کې منځ ته راغلی دی ؟ ايا اثر د خپل وخت له معيارونو سره سم ليکل شوی دی ؟ که اثر ته د نن ورځې له عينکو څخه وګورو څه ښکلاوې او نيمګړتياوې لري ؟
6 ايا په اثر کې توارد ليدل کيږي او که ابتکاري بڼه لري ؟
7 په ادبي اثر کې تر کومې اندازې کلتور منعکس شوی دی او د ليکوال موقف څه شی دی ؟
8 نوموړی اثر په کوم ډول ادبي جريان پورې اړه لري ؟ د ليکوال هدف او ارزښتونه څه ډول دي او تر کومې اندازې ادبي عنعنې پکې مراعات شوې دي ؟
په دې ترتيب کولی شو چې يو زيات شمير پوښتنې مطرح کړو خو غالبا کتونکی د خپل انتقاد هدف په څرګنده توګه بيان کړي څو لوستونکی وپوهيږي چې په يوه ټاکلي ادبي اثر باندې د هغه يا دغه منظور له مخې انتقاد شوی دی .
په دې ځای کې بايد دووټکو ته پاملرنه وکړو :لومړی دا چې دايستيتيک قضاوت او انتقادي قضاوت تر منځ توپير په دې کې دی چې ښکلا پيژندنه يوازې د يوه ادبي اثر ښکلي اړخونه څيړي او ښکلاوې يې رابرسيره کوي . خو ادبي کريتيک د يوه اثر ښکلاوې او بدرنګۍ ، ښه او بد ټول اړخونه تر څيړنې ﻻندې نيسي . دوهمه دا چې تاريخ پوه او کره کتونکی دواړه د يوه ادبي اثر په څرنګوالي باندې بحث کوي ،خو په دې توپير چې تاريخ پوه د يوه ادبي اثر مناشي ، منابع او وظيفې څرګندوي او هغه ته د مفکورو د عرادې په نظر ګوري .ليکن کره کتونکی د هماغه اثر دننه واقعيتونه ، سبک او ارزښت مطالعه کوي . ددوی دواړو د تاکيد ځايونه توپير لري : يو يې تاريخي موقف او اهميت په نظر کې نيسي او دا بل يې ذاتي اهميت ته پاملرنه کوي .
د کره کتنې تاريخي پس منظر او معيارونه له کتاب څخه