
داسې ښکاري چې د کره کتنې اصطلاح به د عربي ژبې د نقد د کلمې ژباړه وي .(نقد ) کره کولو او دبهترين شي خوښولو ته ويل کيږي .ښايې دا به تصادفي راغلي وي چې د پښتو (کره کتنه )د يوناني او ﻻتيني ژبو له (کريتيکوس ) سره ورته والی لري .
(کريتيکوس ) هغه چاته ويل کيږي چې په قضاوت او کره کولو کې مهارت ولري .
د انګريزي ژبې کريتيسيزمcriticism له همدې کلمې څخه مشتق شوی دی .کره کتنه ، د شخصي څکې يا د ښکلا پوهنې دمتداولو معيارونو په اساس، د يوه هنري اثر اګاهانه ارزيابي او کره کولو ته ويل کيږي
ډاکتر عبدالحسين زرين کوب په خپل اثر(نقدادبي) کې وايې ((ادبي کره کتنه چې هغې ته وينا پيژندنه او د خبرو سنجونه هم ويل کيږي د ادبي اثارو د ارزښت او قيمت له پيژندنې او د هغو له شرحې او تفسير څخه عبارت ده په داسې ډول چې د هغو اثارو ښه اوبد منشا وپيژندل شي )) په دې تعريف کې د( قيمت) او( ښه او بد) کلمې يو څه د تامل وړدي .ښايې د ليکوال مراد به له قيمت (بها) څخه معنوي ارزښت وي او (ښه او بد ) به هم يوازې اخلاقي اړخ ته نه وي معطوف شوې. همدغه ليکوال يو بل ځای کې وايې ((نو د ادبي اثارو د کره کتونکي وظيفه داده چې د ادبي اثر ليکونکی او عادي لوستونکي تر منځ واسطه و ګرځي او کومې ښکلاوې او باريکۍ چې په ادبي اثارو کې موجود وي او که څوک عام خلک هغو ته متوجه نه کړي ښايې چې له هغه نه غافل او محروم پاتې شي ، وروپيژني او دوی ښکلا وو او باريکيو ته متوجه کړي او که په دغو اثارو کې عيبونه او نيمګړتياوې موجودې وي هغه هم په ګوته کړي )).
(دادبياتو ﻻرښود) کتاب کې دکره کتونکي يا ناقد په باره کې ويل شوي دي چې ((کره کتونکی هغه چاته ويل کيږي چې د ادبي اثارو په ارزښت او کيفيت باندې قضاوت کوي )).
(بريتانيکا دايره المعارف)د کره کتنې په باره کې نسبتاَ جامع تعريف وړاندې کوي او داسې ليکي ((کره کتنه د هنرونو په باره کې يوه مستدله او سيستماتيکه مباحثه ده چې د هغو تخنيکونه او محصولونه توضيح او ارزيابي کوي. په دې ترتيب کره کتنه له ايستيتک کتنو ، عکس العملونو ، او کره کولو سره توپير لري.
سره له دې چې په دې تعريف کې د کره کتنې او ښکلا پيژندنې مسالې يو له بله جلا ګڼلې شوې وي ، ليکن په عمل کې به دا ډيره مشکله وي چې ښکلا پيژندنه دې د کره کتنې له صحنې څخه ، حتی که د يوې لنډې شيبې د پاره هم وي، د يوه هنري اثر په ارزيابۍ او کره کتنه کې که ايستيتيک ارزښتونه له دروازې څخه وباسو د کړکۍ له ﻻرې بيرته راځي .ليکن ددې خبرو معنی البته دا نه ده چې ګويا کره کتنه او ښکلا پيژندنه کټ مټ يو شانته مسوليتونه پر غاړه اخلي . د دوی تر منځ يوه تته سرحدي کرښه شته خو ددواړو تر منځ خليج نشته .
(امريکا نا انسايکلوپيديا )د کره کتنې په تعريف کې ايستيتيکي تجربې ته ځای ورکړی دی او کره کتنه په دې ډول تعريفوي (( د يوه هنري اثر تنقيح ،ارزيابي ،او دهغه څخه انطباع اخيستنه د ايستيتيکي تجربې يوه حتمي او ضروري برخه ده .))
(ويکتور هوګو )د فرانسې نامتو شاعر ، داستان ليکونکی او ډراماتيست د کره کتنې په باره کې وايې: ((دا اثر ښه دی که بد همدا د کره کتنې ساحه ده ))
ليکن (هوګو )د ښه او بد معيارونو د څرګندولو په باره کې چوپتيا غوره کړې ده . البته (هوګو) چې د (هنرد هنر د پاره)شعارورکوي طبعا د (ښه او بد)اصطلاح په اخلاقي لحاظ نه طرح کوي ، بلکه د هنر ذاتي او داخلي قوانين يې په نظر کې نيولي دي.
انګليسي شاعر او ليکوال ،کره کتونکی (توماس اليوت )ليکي : ((څوک چې د کره کتونکي په توګه په کار پيل کوي په حقيقت کې د ارزښتونو د قاضي په توګه په کار پيل کوي .))
(سپنګرن )وايې چې کره کتونکی د انتقاد په ترڅ کی دغوپوښتنو ته ځواب ورکوي:
1) هنرمند د څه شي د څرګندولو د پاره کوښښ کړی دی ؟
2) ايا په خپل مرام کې بريالی شوی دی ؟
په دغو دووپوښتنو پسې جوخت دريمه پوښتنه راوﻻړيږي :
ايا هغه څه چې هنرمند څرګند کړي دي په څرګندولو ارزي ؟
د کره کتنې تاريخي پس منظر او معيارونه له کتاب څخه