اعتراف

 
خاطره:
((مات شوې؟))
       نه پوهېږم ګران محمد يار ته زما وروستيو شعرونو څه ويلي وو، چې په ژړغونکي ږغ يې را څخه په تيلېفون کې دغه پوښتنه وکړه او بيا يې پرله پسې پر ژوند توند ګوزارونه وکړل. ما غوښتل ژوند ورته تعريف کړم ، خو زما ستونی هم راډک شو او خبرې  موپرې شوې.... بيا زما له خبرو څخه لاندې کرښې جوړې شوې ،چې ګران محمديار به یې ولولي.
 
 
 
هو!
   زه
         په مينه کې مات شوی يمه
زما دسرو سترګو شاعره ياره!
ستا دسلګيو سپېڅلتيا نه زار شم
ژوند ستا دسرو سترګو په څېر ښکلی دی
ژوند زما د ماتې په څېر لوی حقيقت
ژوند لکه زما خپګان همدومره ژور
ژوند لکه زما د مينې سپينه اوښکه
ژوند لکه عکس په کې د تورو رنجو
ژوند به ډېر تريخ وي خو له مرګه ښه دی
او که نه ، دومره درد به څوک تېروي؟
دعشق له ماتې څخه دومره رنځ به څوک ګالي؟
موږ عاشقان، موږه د غم بلهاريان
همداسې سوزو او کيسې جوړوو
نو ګرانه (( ياره )) وايه!
که زه او ته ( مات ) نه شو
که زه او ته د عشق لپاره حلاله ورنه کړو
نو بشريت ته به د عشق حماسې څوک جوړوي؟
سترګې دې وچې کړه
                        قامت دې هسک کړه!
عشق لمر خاته کې ولاړ
تاته په تمه دی
                  چې زیری درکړي:
(( لېوال په عشق کې مات شو.))
۱۳سلواغه ۱۳۸۷