داچې له مسنجر څخه څه او کومې ګټې اخيستلى شو په دې خوټول دمسنجر کاروونکې پوهېږي. او داچې څرنګه کولى شو په يوه کمپيوټر کې له يوه څخه زيات دوه ياڅو ياهو مسنجره فعال او يوځايي (همزمان) يې خلاص کړو . ددې لپاره لومړي اړېنه ده چې د Start له لارې Run غوره کړو اوبيا Regedit ټېپ کړو. تردې وروسته Hkey_current User باندې کليک کوو، بياپهSoftware باندې کليک کوو، بياپه Yahoo باندې کليک کوو، بياپه Pager باندې کليک کوو، بياپه Test باندې کليک کوو،بياهلته يو (Plural) فولډر جوړ وو. تر دې وروسته Value له صفر څخه يوه ته تغير ورکوو، او تر اوکې کولو وروسته کولى شو په يوه کمپيوټر کې همزمان يعني په يوه وخت کې دوه اوياهم څو ياهو مسنجرونو څخه کار واخلو .
وروستي