
دامريكابحري ځواكونوويلې چې دروانې اوونۍ په لومړيوكې يې دپلټنوپرمهال يې يوه داسې ايراني كشتۍ موندلې چې غوښتل يې دايران لخواسوريې ته وسلې ورسوې اوداسي ګومان كېږي چې داوسلې حماس ډلې ته ليږدول كېدې
دامريكادسمندري ځواكونوڅارګرې ادارې لخوا ويل شوي داکشتۍ چې دقبرس بيرغ يې په سرځړيدلى ووپكې وسلې اومهمات باروو خودپلټنوپرمهال دوى پدې ونه توانيدل چې داتوكې دې دملګروملتونو دقانون خلاف وې اودغه كشتۍ ته دسوريې په لوردحركت اجازه وركړل شوه اوتمه ده داكشتي په راتلونكې كې سوريې ته وراسيږي دامريكادپوځ لوى قوماندان ددې مطلب په تائيدسره ويلې چې مونږپدې شك كووچې ددې كشتى اصلي تګلورى دفلسطين دغزې تړانګه وه چيرته چې حماس ډله مېشته ده ده زياته كړي مونږهڅه كوله دنيول كشتۍ مخه ونيسوخوداسي قانوني اسنادموپيدانكړل چې له مخې يې دكشتۍ دتلومخنيوى وشي هغه وويل په كشتۍ كې وړې وسلې اومهات باروو اسوشيتيدپريس اژانس ويلې وو داپلټنه دتيرې سه شنبې اودوشنبې په ورځ ترسره شوې دغه اژانس ويلې په نيول شوى كشتۍ كې دتوپ سرګولولې باروې اوحماس تردې دمه دتوپ څخه ګټه نه ده پورته كړي اسوشتيدپريس ديوه امريكايې قوماندان په قول چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ويلې تردې دمه دوى پدې نه پوهيږي چې داوسلې چاته ليږدول كېدې پدې تېروڅومياشتوكې دادوهم ځل دى چې دايران څخه په وسلوباركشتى دامنيتي كسانولخوانيول كېږي څه موده وړاندې تركي امنيتي ځواكونودايران يوه كشتۍ چې وينزويلاته دچاوديدونكودليږدشك پرې كېده ونيول شوه اوددغه هېوادامنيتي ځواكونولخواوغوښتل شول چې ددغوموادوپلټنه وكړي دڅه مودې راپديخوادايران اووينزويلاترمنځ اړيكې ښې شوې.