CIAپه پنجشيرکې(دولسمه  برخه)

 
۱۲  نومبر   ۲۰۰۱
خوا اوشا شورماشورسټان له خوبه راويښ کړ،هغه خپل ساعت ته وروکتل ، دسهارڅلورنيمې بجې وې اوڅلورساعته خوب یې کړی ؤ،دسهارتياره ډېره توره اوجدي ښکاريدله ،هغه پوهيده چې په زرګونوکسان دلته له خوبه په داسې حال کې چې ستړي،خیرن ،شخ،ساړه وهلي اوله دې اندیښنې سره چې ښایي نن ورځ یې وروستی ورځ وي،راپاڅېږي .
د۵۵۵ ګروپ پنځه غړي په نږدې خوا اوشا کې خوځيدل اوخپل سامان یې رايوځای کاوه،سټان دخوب له چريکۍ څخه راووت مخ یې وموښه اوپرویښتانویې لاس راتیرکړ،دۀ فکروکړچې نن ورځ لویه ورځ ده،تیرې ورځې يې په زړه پورې بری منځ ته راوړی ؤ.
د ODA ۵۵۵ ګروپ چې دشمالي ټلوالې له اړوندګروپ سره چې مشري یې تورن امیرمحمد په غاړه درلوده دخوندي ساتلودنده لرله،ټوله ورځ يې ترماښام پورې له کابل سره په لومړۍکرښه باندې کاروکړ،
مځکه هم ددرنوبمونودچاودلوله امله ، لړزيدلې،ریږديدلې اوښوريدلې وه،ټينګې شوې ودانۍ ،دټانک لپاره ژورشوي موقیعتونه ،زيات شمېرځواکونه چې په ژوروموقیعتونوکې وو،دتوپونواودمشرانو سمڅې،اودهواضدZSU۲۳ موقیعتونه دبريدونوپه واسطه ميده ميده شول .
طالبانوپه مخابروکې دخبروپرمهال حیرانتيا،ویره چیغې اوډارڅرګنداوۀ!طالبانودغه ډول ویجاړتيا چې پردوی له سټان څخه راوريدله تردې وړاندې نه وه ليدلي،دلومړيوڅوبريدونوپه تعقیب بم غورځونه تیزه شوله اودطالبانوله لوري هیڅ دفاعي بې نښې ډزې ترسره نه شوې .
سترې چاودنې په هدفونوباندې په حیرانوونکي دقت سره دخاوروژوندي کورونه،اوسپنې اوجسدونه هوا ته والوځول!په نوموړي ډاګ باندې کسانويوازې دومره کولای شول چې ځانونه پرمځکه ونښلوي اوځانونه دهرڅومره کوچنيوالي لپاره سره نناباسي اودا دعايې كوله چې له داسې ورځې چې هیڅ پای ته نه رسېږي،ژوندي راووځي،دويم ګیري په جبل السراج کې له نوي قرارګاه څخه تیره شپه خبرراکړچې جنرال بريالي خان دنومبر په يوولسمه دتالقانوښارونيو.
په زرګونوطالب جنګيالي يې پداسې حال کې چې په خلاص ډاګ کې دجنوب يا دکندوزپه لوري يې په شاتګ کاوه،زنداني ونيول اومرګ ژوبله هم درنه وه،کندوزمحاصره ؤ اودښارپه منځ کې دمقاومت کوونکودتسليميدوپه خاطرخبرې اترې روانې وې ،که څه هم چې دطالبانوروحيه ماته وه،خودپاکستاني چیچنيایي،عرب اوازبک کوچنيوګروپونواوس هم سخت مقاومت کاوه،دبامياونوښارهم دقوماندان خليلی لاس ته دپريوتوپه حال کې ؤ،په هرات کې داسماعيل خان د کاميابيدلواوازې هم وې،اودغورپه ولایت کې دشمالي ټلوالې اړوند قوماندان ابراهيم علي خوځښت پيل کړی ؤ،په شمال کې حالات ښه پرمخ روان و،سټان يوه پياله کافي څښله اوله ګروپ سره دناستې پرمهال دورځې په اوږدوکې دپیښوپه څرنګوالي غږيده،اوتورن امیرراغی،امیرله قدڅخه لنډ ، سخت ځان ایږې ته ورته انسان ؤ،اواغوستی يونیفارم يې يويا دوه نمبره ترې کوچنی ؤ،هغه اوږده ږیره لرله اوسپين اوتورټکي لرونکی دسمال یې له اورمیږڅخه څوځلې راتاواوه،داسې ښکاريده لکه ورمیږیې چې دمټونوسره سم اوننوتی وي!!
امیرپه خپله ستړي مشي کې وويل:ښاغلونن ستره ورځ ده،جنرال بسم الله په اووه نيمې بجې دیرغل دپيل امرکړيدی،هغه خبرې وځنډولې بيا یې ساعت ته وروکتل:په دوه ساعتونوکې ،هرڅومره ژرچې رڼا خواره شي!هغه له تاسې غواړي چې له لومړۍ کرښې سره نېږدې کاروکړي اوپه خوړونوکې دطالبانوهغه دفاعي کرښې چې لویې لارې ساتي،ترسترګولاندې وڅاری!دسهارله خوراک وروسته به زه دڅارنې لپاره هغه لوړه نقطه چې ستاسې لپاره انتخاب شوي ده،وربدرګه کړم .
ټول کسان لکه  يوکس چې ولاړوي ، ودريدل اود ۵۵۵ ګروپ مشرافسرR ځواب ورکړ،تورن صاحب دسهارډوډی موپای ته ورسوله،موږبه خپل سامان راغونډ اوپه پنځودقیقوکې به خوځښت ته چمتوو، هغه ګروپ ته دورکتلولپاره وروګرځيد موسکا یې وکړه اوویې ويل:راځی چې يوڅه نورژړيدونکي حراميان جنت ته ورولیږو،پداسې وخت کې چې سيمه یې له چټلۍ پاکوله،دخوشالۍ شورجوړشو!؟
سټان سخت ستړی ؤ،تيارۀ وه اوغوږونه یې دورځې دبمونودچاودلو،دماشين ګڼودډزو،دهاوان دمرميودلګيدلواودکسانودمړينې داوازونوڅخه ترنګيدل .
نن ورځ دیرش الوتکې د ۵۵۵ ګروپ په واک کې ورکړل شوي وې اود۵۵۵ ګروپ دغه الوتکې دبسم الله خان دبريدکوونکوځواکونولپاره دبیړنۍ مرستې په توګه وکارولې ،نوموړى ګروپ دیرغل کوونکو ځواکونوترشا ؤ اوجګړه یې څارله اوهغه کوچني ګروپونه چې سخت مقاومت یې کاوه ، دبمبارۍ لپاره په نښه کول .
دغې کا رګروپ ددښمن لخوا دټولې ورځې په اوږدوکې له دوام داره ډزوسره مخامخ کړ،دکابل له زاړۀ سړک څخه په پورتنيوخوړونوباندې دورځې په وروستيوکې ددې لپاره چې دوه زره پاونډه وزن لرونکي هوښيار(رهبري شده.ژ)بمونه دکابل له زاړۀ سړک څخه په پورتنيوتړانګوکې بمباري وكړي دورځې وروستۍ برخې ته ددې لپاره وځنډيدله چې (دتورن امیرپه وينا چې شیطانان راویښ کړو) اودوه زره پاونډه ښيار يا درهبری شده بمونه راورسیږي .
دشمالي ټلوالې لومړنيوځواکونوپه درۀ باندې سخته حمله وکړله ختی مخکې له دې چې دچاودنې لوګي اودوړې له منځه لاړې شي اورننوتل .
جګړه ډېره سخته وه ، اونېږدې جګړې ختی په ځينوځايونوکې لاس په لاس جګړې په دوام داره ډول پنځه ساعته ونيول اوپه منځ کې ايله بيله دومره ځنډ چې الوتکه موددښمن پر ضد دبمباری اودهغوی دفاعي کرښودړې وړې کولولپاره راغوښتې،موجودؤ،بيا هم دغه بهرني جنګيالي ـ پاکستاني ـ عربان ، اوچیچنيان ؤ چې دومر ه سخت مقاومت یې وکړ!
خويوځل چې په دره کې دفاعي کرښې ماتې شوې،شمالي ټلوالې ډېرژرپرمختګ وکړ، دطالبانو ځواکونوپه ماتې پيل وکړؤيابه يې په شاتګ كاوه اويا به یې تسليميدوته غاړه ایښودله  اودبهرنيو ځواکونوکوچني ګروپونه یې دشمالي ټلوالې پر وړاندې مقاومت کولوته تنها پریښودل!!
نوموړي کوچني ګروپونه د ۵۵۵ اودامريکا دهوایي ځواکونولومړني اهداف وو،له لومړۍ لویې لارې سره پرمختګ په کراره خوثابت ؤاوسټان اوګروپ له وړاندې تلونکوځواکونوسره يوځای خوځيدل .
دوی ته تورن امیرخبرورکړچې دطالبانودلومړۍ کرښې له ختیځې برخې سره یرغل ډېراسان ؤ،وروسته له دې چې تیره ورځ بمباري داغبلک اواستالف بانډوته دروندزيان ورواړوه،په اغبلک کې دطالبانوقوماندان ددۀ له مخالف قوماندان سره دخپلوځواکونودتسليميدولپاره خبرې اترې پيل کړې
جنرال بسم الله خان نوموړي مذاکرات څارل خوکله چې په همغه سهارداووه نيمې بجې دیرغل وخت رانږدې شو،هغه باورراغی چې خبرې اترې د دځنډ رامنځته کيدلويوتکتيک ؤ،دهغې ځواکونه اغبلک ته ورننوتل اوله لږمقاومت وروسته یې ونيوۀ اوبيا یې سملاسي په استالف باندې یرغل وکړاو له لږ مقاومت وروسته یې هغه هم ونيو.
دجنوب په لوري په دويم سړک باندې خوځښت سخت ؤاويوازينی سخت مقاومت بهرنيو جنګياليو کاوۀ،تورن R دسټان ترڅنګ کيناست اوهغه ته یې داوبوبوتل ورکړ،ورته ويې وې يوغوړپ يې وکړه اودجګړې خوندله خولې پاک کړه،سټان بوتل ترې واخیست اوله هغه یې مننه وکړه اوترې ویې پوښتل:دسبا لپاره حالات څنګه ښکاري؟ تورن امیر خبرراکړچې جنرال بسم الله خان دشومالي په اواروسيموکې پردواړوکرښوددرنې جګړې اټکل کوي،اوسمهال هم ددښمن ځواکمن ګروپونه شته خوزيات شمېریې بهرنيان دي،دوی دمخابرودمالوماتوله لارې څرګندونه کوي چې دطالبانورهبران دکابل له ښارڅخه دجنوب اوختیځ په لوري په وتلوپيل کوي،لږوړاندې جنرال بابا جان راغی اوویې ويل چې پروفیسورسياف له خپلوڅلورزره کسانوسره دجلال اباد په لوري خوځیږي ترڅودطالبانوپه شاکيدونکي ځواکونه همغه خواوتښتوي،بابا جان دبسم الله خان دجنرالانوله ډلې ؤچې دشمالي ټلوالې ځواکونو ددیخوافرقې مسولیت یې په غاړه درلود.
تورن R ځواب ورکړ:داخوډېرښه خبر دی سبا ته به همدغه ډول حالات ادامه وکړي،سبا نه بله ورځ به په کابل کې وو!
سټآن له اوبو اوږد غوړف وکړویې ويل:ژامې ماتوونکي ګروپ ته مې څودقیقې وړاندې تلیفون وکړګیري وويل چې دشمال په نوروبرخو کې هم حالات پرمختګ کوي،کندوزيواځينی ځای دی چې لا تراوسه پکې مقاومت شته .
بيا هم بهرني ځواکونه دي چې غواړي مقاومت وکړي اوله مرګ سره مخامخ شي،تورن R ولاړشو او ویې ويل: موږبايدلږوړاندې لاړشو،کسانودشپې تیرولولپاره ښه ځای پيداکړی دی!
موږبه دندې سره بدلې اودخوراک لپاره به يوڅه راواخلوسبا ته به هم يوه بله اوږده ورځ وي .