
دروان 2009 زېږديز کال د جنوري په 28 مه نېټه د جرمني دکولن په ښار کې ، جمهوري رياست ته کانديد ښاغلی ډاکتر داؤد ميرکي سره دافغانانو يوه غونډه جوړه شوه .
دغونډې چلوونکي ښاغلي معاون جان ګران دپروګرام په هکله دمالوماتو تر وړاندې کولو وروسته ښاغلي محب الله رؤفي ته بلنه ورکړه ، چې د عظيم الشان قران په پاکو ايتونو سره غونډه پيل کړي .
ورپسې ښاغلي ګران ، دډاکټر داؤد ميرکي بيوګرافي ولوسته او دده د ژوند د هاند او هڅو په هکله يې حاضرينو ته مالومات وړاندې کړل .
پروګرام درې برخې درلودې ، په لومړی برخه کې ښاغلي ميرکي د افغانستان پرحاﻻتو او مشکلاتو باندې دخبرو ترڅنګ ددغه اوږدې غميزې په هکله خپلې څېړنې وړاندې کړې او بيا يې ددغه حاﻻتو نه د وتلو په ﻻرو چارو باندې هم هر اړخيزې خبرې وکړې .
نوموړي وويل ، چې په خدای يې توکل کړی او موخه ته رسيدو لپاره به د بهرنيو له مرستې پرته دخپل ملت او ولس باندې پر اتکا به خپلې غوښتنې پلي کوي .
ښاغلي ميرکي زياته کړه ، چې دافغان ولس ترمنځ ديووالي لپاره ډېر وجوهات موجود دي نسبت دې ته ، چې سره تقسيم شي او ده په دې ټينګار وکړ ، چې دا هر څه به دخدای د رضا په خاطر کوي ، تر څو دغه مظلوم ولس له بدمرغيو وژغورل شي .
ده د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل ، چې دی هيله لري يو پرمختللی افغانستان وويني او دده په اند پرمختګ دا نه دی ، چې په افغانستان کې يو څو انټرنېټ شاپونو جوړ شوي او يا هم يو زيات شمېر ټلويزيوني چينلونه بلکې دده په اند پرمختګ دا دی ، چې دافغانستان ولس لږترلږه درې وخته ډوډۍ ولري .
ښاغلي ډاکټرداؤد ميرکي دافغانستان د سياسي ، ټولنيز، او اقتصادي حاﻻتو يوه روڼ انځور له وړاندې کولو وروسته ، په دې هېواد کې د جګړې او پرمختلليو وسلو د کارولو د ناوړه اغيزپه هکله هم خبرې وکړې او زياته يې کړه ، چې ده په افغانستان کې د امريکايانو دهغو بمباريو د اغيزو په هکله څېړنې کړي ، چې له امله يې زموږ په هېواد کې چاپريال ککړ شوی او يو زيات شمېرکسان په پېژندل شويو او ناپېژندل شويو ناروغيو اخته دي . ښاغلي ميرکي وويل ، چې دی په خپله په جاپان کې هم په هغه محکمه کې ، چې ددغه وسلو دکارولو په هکله جوړه شوې وه د يوه شاهد په توګه ونډه واخيسته او په دې محکمه کې بوش د يوه جنايت کار په توګه وپېژندل شو .
وروسته ښاغلي ميرکي په افغانستان کې د بمباريو د ناوړه اغيز په هکله يو فلم هم وښودلو ، چې د حاضرينو دپاملرنې وړ وګرځيد .
تريوې لنډې دمې وروسته حاضرينو له ښاغلي ميرکي نه پوښتنې وکړې او هم يې د افغانستان او دسيمې اړوند حاﻻتو په هکله يې خپل نظريات وړاندې کړل .
سيمه ييز مهال دشپې دولس بجې شاو خوا غونډه پای ته ورسيده .