حسن روحاني

سپنتمان
 په ايران کې د جمهوري رياست په ټاکنو کې دا ځل، د اصلاح غوښتونکو نوماند حسن روحاني، د ګټونکي په توګه اعلان شو.روحاني په داسې مهال په ايران کې واک ته رسيږي، چې په دغه هېواد باندې له هر پلوه فشارونه زيات دي.
د ايران په هکله وروستي رېپوټونه ښيي، چې په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې مخ په زياتيدو دي او د اخوندي حکومت په مقابل کې، چې له څو لسيزو راهيسې پر دغه هېواد واکمن دي، د خلکو د زغم کاسه ډکه شوې.
په دې وروستيو کې د مالياتو د لوړيدو له امله په پلازمېنه ايران کې، زيات شمېر دکانونه او مغازې يا تړل شوي او يا هم د خرڅلاو لوحې یې ځړولي. د دغه هېواد پيسې د نورو اسعارو په مقابل کې ۶۰ سلنه خپل ارزښت بايللی. د ايران د تيلو پر صادراتو باندې بنديزونه زيات شوي. د دغه ټولو، ستونزو یو لوی لامل، د دغه هېواد اتمي پروګرام دی، چې نړيوالو ته د منلو وړ نه دی او شک کيږي، چې د اټومي وسلې د جوړولو خيال لري.
که څه هم هر ورځ په ايران په سلګونو خلک د بې وزلۍ کندې ته ورغورځي، خو د دغه هېواد واکمن اخواندان له خپلو پراختيا غوښتونکي سياست نه په شا کيږي او د سه کشور فارسی زبان (! ) تر شعار لاندې په افغانستان، تاجکستان کې پراخې لاسوهنې کوي او د کلتوري يرغل لپاره د زياتو جاسوسانو او نور مرکزونو د جوړولو  ډیر زيات لګښتونه پر غاړه اخيستي دي.
په لبنان او د نړۍ په نورو هېوادنو کې د داسو ډلو لکه حزب الله د جوړولو او تمويلولو چارې، په سوريه او نورو هېوادنو کې ترهګریز بریدونه او داسې نورو کړنو لګښتونو دغه هېواد د ګړنګ په غاړه درولی.
له دومره زياتو ستونزه سره دا اټکل نه کيږي، چې د اصلاح غوښتونکو د يوه استازي په راتګ سره به د دغه هېواد کاوکه اقتصاد ورغیږي هغه هم په داسې حال کې، چې ټول واک به له مذهبي مشر خامينيي او سپاه پاسداران سره وي.
ايران د افغانستان د يوه ګاونډي په توګه او همداراز د دغه هېواد د ناړوه اغيز په وجه، موږ لازمه ګڼو، چې د روهي ويبپاڼې ګرانو لوستونکو ته د دغه هېواد د پېښو او بدلونونو په هکله مالومات ورکړو او په دې توګه د دغه هېواد نوی ټاکل شوی جمهور رييس تاسو ته درپېژنو:
 
حسن روحاني
 
ژوند او زده کړې:
حسن روحاني په ۱۳۲۷ ه ل کال کې د سمنان ولایت د سرخه په سیمه کې زېږیدلی. نوموړي لومړنۍ زده کړې د سرخه په سيمه کې او ديني زده کړې یې په ۱۳۳۹ ه ل کال کې، لمړی د سمنان په  علميه صادقیه کې پیل کړې او یو کال وروسته بیا د ((قم)) علميه حوزې ته ننوت. په ۱۳۴۸ کال کې یې د تهران پوهنتون ته لاره ومونده او په ۱۳۵۱ کال کې یې د قضايي حقوقو په برخه کې ليسانس تر لاسه کړ.
وروسته روحاني  انګلستان ته د  زده کړو په موخه سفر وکړ او د عمومي حقوقو په برخه کې یې (M.Phi او (Ph.D)  یې د اساسي حقوقو په برخه له Glasgow Caledonian University پوهنتون نه  تر لاسه کړه.
ويل کيږي، چې حسن روحاني پر څلورو بهرنيو ژبو باندې مسلط دی: روسي، فرانسوي، انګريزي او عربي.
حسن روحاني ۳ زمان او ۲ لورګانې لري، چې یو زوی یې مړ دی؛ يوه لور یې په اتريش کې ژوند کوي او د ميرمنې په هکله يې چندان مالومات نشته، ځکه د کور ميرمن ده او په سياسي فعاليتونو کې برخه نه اخلي.
 
د حسن روحاني د دوکتورا په هکله ګونګوسی:
په ۱۳۹۱ کال کې iranelectionwatch.com  د روحاني د دوکتورا په هکله ځينې اوازې خپرې کړې، ځکه په لومړي سر کې د ده نوم حسن فريدون و او په اسنادو کې بيا دا نوم وروسته بدل شوی او دا موضوع تر يوه بريده تر شک لاندې راغلې.
 
له انقلاب نه مخکې:


حسن روحاني د ايت الله خميني له پلويانو څخه دی او د ځوانۍ پر مهال یې، د هغه مهال د حکومت پر ضد فعالیتونه پيل کړل. ده له ۱۳۴۴ کال وروسته په تبليغي سفرونه پیل وکړ. دی په وارو وارو د وخت د حکومتونو لخوا نیول شوی او ممنوع المنبر شوی.
روحاني په ۱۳۵۶ کال کې، د تهران د ارک په جومات کې  د مصطفی خميني د نمانځنې په مراسمو کې، د لومړي ځل لپاره د ايت الله خميني لپاره د امام لقب وکارولو، چې له دې امله بيا د شاهي رژيم د څارګرې ادارې ساواک لخوا تر تعقیب لاندې و، تر څو ايت الله بهشتي او مرتضی مطهري ورته له هېواده د وتلو سپارښتنه وکړه؛ څه موده یې په بهر کې محصلینو ته تبلیغات کول او پاريس ته د خمينې د ورتګ سره دی هم ورسره یوځای شو.
 
تر انقلاب وروسته:


ايران ته د خمينې د راتګ او د اخوندانو د حکومت په ټينګيدو سره، په ۱۳۵۸ کال کې يې د پاشيدلي پوځ د بیارغونې چارو ته اوږه ورکړه. یو کال وروسته د ( مجلس شورای اسلامی) استازيتوب ته وټاکل شو او تر ۲۰ کلنو پورې يې دلته فعاليت وکړ. د ( سيما او صدا) د سازمان غړيتوب او رياست یې بله دنده وه.
د ايران او عراق د جګړې پر مهال يې هم راز راز دندې لکه، د دفاع په عالي شورا کې غړيتوب، له جګړې نه د پلويتوب په شورا او نورو دندو کې ونډه واخیستله.
جمهوري رياست ته کانديدل:


حسن روحاني د ايران د ۱۱ مې دورې د جمهوري رياست ته ځان کانديد کړ. ده د (( دولت، تدبير او اميد)) د شعار په وړاندې کولو سره خپله نوماندي اعلان کړه او په ټاکنو کې يې تر نيمايي زياتې رايې تر لاسه کړې، او تيره ورځ د غبرګولي په ۲۵ مه نېټه د ګټونکي په توګه اعلان شو.