خير دى داځل يې په وړوبمونوووژل؟؟؟؟

له۲۰۰څخه تر۳۰۰تنوپورې هلمنديان دباغران په ولسوالي كي نن بيادتوروخاوروشومه شول
نن مي بيا له ازادي راديوڅخه دملكي وگړودمرگ ژوبلې خبرواوريد دځينو ملكي وگړو له خولې
مي هم واورېدل چي وېل موږ هغه بازارته راغلي ووچېرې چي يوزيارت هم شته موږخوديوې
دوديزې مېلې نندارې ته راټول شوي ووخپل تنكي وروڼه اوزامن موهم دڅوشېبوخوښيولپاره له ځان سره راوستلي وو چي يوناڅاپه جنگي الوتكي راغلې خوداځل يې په ملكي وگړوباندې دخپلې مخكينۍ وعدي سره برابرواړه واړه بمونه راوورول چي ايله په ايله يې پاس شمېركسان ووژل.
خوبيادابله خواوائې چي نه نه هلته طلبانوغونډه لرله اودوومهموقوماندانانو يې په غونډه كي گډون درلود د رويټرخبري اژانس بيا وائې چي غونډه طالبانو ددي لپاره جوړه وه چي ۷ تنه په جاسوسي تورن كسان اعدام كړي دولتي چارواكي دامني چي د۲۰تنوپه شااوخواكې دعصري اورهبري شوو وسلوله امله ټپيان شول دمړيوشميرلاتراوسه پورې مالوم نه دى په هرصورت بياهم وينې تويه
شوې داكه په بمو وې كه په چړوخوترڅو؟؟؟؟
خوږو لوستونكو نن بيا ستاسو په وړاندې څودردوونكې پوښتنې ږدم:
۱ــ ايا دقربانيانوخپلوان اوكورنۍ به دخپل غچ اخيستلو لپاره دطالبانوخوا ته وروانه وړي؟
۲ــ اياداكابوشپږكاله بمباري دطالبانودلاقوت سبب شوې اوكه دهغوى دځپلو؟
۳ــ اياامريكايان اوناټوقصداٌ مېلې،هديرې،ودونه،لويې لاري اونورگڼ محفلونه په نښه كوي او كه
په اصطلاح د((ملي امنيت)) مسولين له بهرنيو جاسوسي شبكوسره په گډه مشوره غلط راپورونه
وركوي ؟
۴ــ اياپه پاكستان كې دتروريستانوځالې اونظامي كمپونه له غربيانوڅخه اسمان ته والوتل كوم چي
يووخت دوى پخپله اكمالول؟
۵ــ كه افغانستان واقعاٌ دغربي نړۍ لپاره يوه ستراتيژيكه نقطه وي نو بياولي غربيان له افغان ولس سره داسي چارچلن كوي چي په لوى لاس خپل ځان ته سكروټې كري ؟
۶ــ ايا پورتنى چلن به دغربي نړۍ حريفان بيا په سيمه حاكم نه كړي ؟
زه په ډيره خواشيني سره دافغانانواونړيوالې ټولنې دزامنوپه ورځنيومړينو خپل ژوردردڅرگندوم اوله ټولونړيوالوڅخه داهيله كوم چي زموږدا دكلونوكلونوغميزې ته نوردپاى ټكى كـېږدي چي دا دبمونواوعصري وســلو په كارولونه بلكې ديوونړيوال بې پرې كنفرانـس په جوړولوممكين گـــڼم ترڅودبن دكنفرانس تشي ډكې كړي .