غر

اې غره!
ته څومره هسک يې
ته څومره لوړ يې
ستا کنګل شوې څوکې
څومره ښايسته دي
تکې سپينې
لکه سپيڅلې او له ګناه پاکې  ښاپيرۍ
اې غره !
ته څومره هسک يې
ته څومره غښتلی يې
کله چې ستا څوکې
د اسمان ور ټکوي
کله چې باد
تا سره پټ پټانی کوي
اوتا تخنوي
 د شګو ذرې دې له ځان سره نڅوي
کله چې وريځ
ستا پر مخ پړونی غوړوي
 له ډيرې مينې  پر تا وريږي
خو،
کله چې د لمر وړانګې ځليږي
او تر ټولو د مخه
تا سره د زړه خواله کوي
نو هغه تا ته څه وايي
چې ستا پر مخ اوښکې راروانې شي
چينې شي
او ويالې شي
ستا وجود خو ټول تيږه دی
ته چې زړه نه لرې
ته چې احساس نه لرې
نو دا اوښکې ستا پر ګريوان څنګه راځي ؟؟؟