
په ملګروملتونوكې دامريكادمتحده ايالاتونوې سفيرې سوزن رئيس وايې دايران داټمي وسلومساله دامريكادديفلوماسى په سركې ځاى لري اومونږبه دديفلوماتيكولاروڅخه په ګټې اخېستنې داخبره دايران سره دمخامخ خبروله لارې غوڅه كړو
مېرمن سوزن رئيس چې تېره ورځ يې دملګروملتونودسرمنشي سره خبرې كولې خبريالانوته وويل مونږدايران داټمي وسلوپه اړه چې سيمه نړۍ اوامريكادخطرسره مخامخ كولاى شي په جدي ډول په اندېښنه كې يودې دايران په وړاندې دژورې ديپلوماسى اومخامخ خبروپه اړه څرګندونې درلودې هغې زياته كړه ايران بايددنړيوالوغوښتنوته مثبت ځواب ووايې خبرې رسنيوداغلې رئيس خبرې دايران په وړاندې دنوي سياست پيلمه بولې خودې پدې اړه دزياتوجزئياتودوركولوڅخه ډده وكړه اويوازې يې دديپلوماسى اومخامخ خبروپه اړه مالومات وړاندې كړل خودسپينې ماڼۍ وياندددغوخبروپه غبرګون كې ويلې چې امريكابه دخپل ټول ځواك څخه په ګتې اخېستنې سره دايران داټمې پروګرام په وړاندې ودريږي د ښاغلې ګيبزپه وينا داغلې رئيس خبرې دامريكادولسمشر باراك آوباما دكمپاين خبروته ورته وې اودابايددمتحده ايالاتودنوي پاليسى په توګه ونه ګڼل شي