ايران دعراق په ټاكنوكې لاس وهنه ردكړه

ايران دامريكاهغه تورونه ردكړي چې ويلې يې ووچې ايران دې دعراق دولايتي شوراګانوپه ټاكنوكې لاس وهنه كوي  
 په عراق كې دايران سفيرحسين كاضمي دفرانسې خبري اژانس ته ويلې چې عراق دامهال له يوه ډېرمهم بهيرڅخه دتيريدوپه حال كې دى اوپداسي نازك وخت كې امريكاپه ايران تورلګولى چې ددغه هېواددولايتي شوراګانو په ټاكنوكې لاس وهنه كوي ده زياته كړي داډول څرګندونې دعراق ولس ته يوډول سپكاوى ګڼل كېږي تقريبا لس ورځې وړاندې دامريكاددفاع وزارت دامريكا دمتحده ايالاتوكانګرس ته په يوه رپوټ كې ويلې ووچې ددې احتمال شته چې ايران دخپل نفوس دزياتيدوپه خاطردعراق دولايتي شوراګانوپه ټاكنوكې دځينووكيلانومالي ملاتړوكړي دايران سفير وايې كه چيرې دامريكاددفاغ وزارت پدې اړه كوم شواهد لري نوبايدوړاندې يې كړي كاضمي زياته كړي امريكاپداسي حال كې دانېوكې راپورته كړي چې په عراق كې دولايتي شوراګانواستازي دټاكنوتيارى نيسې اوپداسي حالاتوكې امريكاغواړي ولايتي شوراګانوته دهغه وطن دوستوكسانومخه ونيسي چې يوازې دعراق ګټې ورته مطرح دي په عراق كې يوه ازادخبريال بي بي سي راديوته وويل چې دعراق دولسمشر مرستيال طارق هاشيمي وايې چې تردې دمه داسي شواهدنشته چې له مخې يې په ټولټاكنوكې دايران لاس وهنه ثابته شي دخالدپه نوم دغه خبريال دعراق دپخواني لومړي وزيرسره هم خبرې كړي هغه ويلې چې ده دعراق په بصره ښاركې  دټولټاكنوله حوزوكتنه كړي اوپدې اړه هيڅ شواهدنشته په عراق كې دايران سفيرهم ويلې كه چيرې امريكاداډول شواهدلري هغه بايدمخامخ دعراق حكومت ته وړاندې كړې ښاغلې كاضمي وويل دعراق څخه دعراقي سرتېرودوتلوهركلى كوي هغه ويلې داچې داسرتيرې په عراق كې څومره پاتي كېږي دادعراق دحكومت خپل تصميم دى څه موده وړاندې دامريكااوعراقي حكومت ترمنځ يوتړون لاسليك شوچې له مخې به يې امريكايې سرتېرې ددريونوروكالونولپاره پدغه هېوادكې پاتې شي