
_ په کال 1779 ز کې انګريزشاعر ((توماس مور )) زېږېدلی ؛
_ په 1830 زکال کې دامريکا جمهور رئيس (( اندريو جکسن )) Andrew Jackson داسې يوفرمان ﻻسليک کړ ، چې د هغې پربنسټ د امريکا اصلي اوسيدونکي سره پوستکي ددوی له پلرنيوځمکې ((مسيسيپي )) دسيند له ختيځې برخې نه شړل کيدل او دوی ته هېڅ ډول حقوق نه ورکول کيدل .
له دغه فرمان نه يوکال وروسته د دوی په شړلو پيل وشو ، ځينو سره پوستکو مقاومت وکړ او ځينو نورو د قانون له ﻻرې غوښتل خپل حقوق تر ﻻسه کړي لېکن دوی د امريکا د اتباع په توګه ونه پېژندل نو له دې امله د دوی د عدالت غوښتنه هم رد شوه ؛
_ په 1863 زکال کې د امريکا په (( بوستان )) کې يوازې د تور پوستو يو نږه پوځي کنډک جوړ شو (دامريکايانو چې په درد لګيږي بيا تورپوستي هم پکاروي لکه اوباما) ؛
_ په1871 زکال کې وروسته له يوې اوونۍ خونړيوسختو جګړو ((د پاريس کمون )) وځپل شو ، د جګړې په بهيرکې د25 زرو شاو خوا کسان ووژل شول ياپه زندۍ شول او د40 زرو شاو خوا کسان يا په بندکې واچول شول اويا هم الجزاير او نورو ځايونه ته دکار کولو په موخه تبعيد شول ؛
_ په کال 1937ز کې د((فولکس واګن )) دموټرجوړولو کمپنۍ بنسټ کيښودل شو
_ په1964 زکال کې ((دفلسطين ازادي بښونکی سازمان )) (PLO) منظمة التحرير الفلسطينية جوړ شو ؛
_ په1987 زکال کې د روسيې پلازمېنه مسکو کې د دالمان فدرالي جمهوريت يوه ځوان ماتېيس روست Maathias Rust يوه کوچنی الوتکه کښينوله . دې پېښې د هغه مهال شوروي اتحاد امنيتي ځواکونو او نړيوال ګوته په غاښ کړل او همدا راز يې زموږ د هغو انقلابي شوروي پلوه کمونيستانو خولې هم بند کړې ، چې ويل به يې له شوروي سرحداتو څخه يوه مرغۍ هم بې له اجازې تيريدی نه شي ؛
_ په1998 زکال کې دپاکستان حکومت ، پنځه د ځمکې ﻻندې اتومي چاودنې د بلوچستان په اياﻻت کې ترسره کړې ـ