
د الحاج مولوي زین الله منلی تتبع او لیکنه
د دې له پاره چې کوچنیان د لویانو په څنګ کې د قدر وړ ژوند وکړي، بېلوبېلو اجتماعي مصروفیتونو ته اړتیالري. کوچنیان داسي فرصتونو ته اړتیا لري چې د دوی د عمرونواومنګونو سره مناسبې دوستۍ او ملګرتیاوې وکړای شي، د خلکود حقوقو مراعات وکړي، په اجتماع کې خپل محبوبیت حس کړي، له نوروسره د دوستۍ قدرت په ځان کې وګوري اود ژوند په ټولو ضروري چارو کې د دې چارو د اجراکولو اوسرته رسولوله عهدې څخه ووتلای شي.
د پلرونو په حیث په موږ کې داقدرت اوسېک شته چې د خپلو کوچنیانو سره په ژوندانه کې په زړه پوري مرسته وکړو اود داسي چارو سرته رسولو اقدام وکړوچې کوچنیان زموږ د تقلید او پېښو په واسطه په اجتماعي حیات کې په سمه لار روان شي.
کور کوچني ته د اجتماعي ژوندانه لومړنی ښوونځی دی چې په کوچني کې دوام لرونکي اغېزه پرېږدي اود عمر ترپایه پوري ترېنه نه ځي.
هغه کوچنیان چې په کورني ژوند کې په زړه پوري مصروفیتونه اوپوهي حاصلي کړي اوپه کاله کې د مور اوپلار په خوږه مینه ماړه وي داسي کوچنیان ژوندانه اوټولني ته په ښه سترګه ګوري او کوم کوچنیان چې له دغه پورته یاد شوي نعمت نه بې برخي اومحروم وي د ژوندانه د پرمخ بیولو قدرت اوتوان په ځان کې نه ګوري او اجتماع ته په کرکه ګوري.
هغه کوچنیان چې په داسي کورونو کې استوګنه کوي چې له نوروکورونو سره دوستۍ او ارتباط لري دا ډول کوچنیان چې لوی شي له ملګرتیا او دوستۍ څخه خوند اخلي اود ژوندانه په خوږو ښه پوهېږي.
نو ویلای شو چې دکور سلوک د کوچني اجتماعي، ذاتي انکشاف، ودي اوپه ژوندانه کې د کوچنی د بېرته پاته کېدو اوعدم انکشاف سرچینه ده.
پخواتردې چې کوچنی د نورو ګرانښت زده کړي لازمه ده چې لومړی ورته خپل ځان ګران وي ځکه د ځان ګرانښت او قدر له ژوندانه او اجتماع سره د ستر عامل دی.
ډېرې لارې چارې شته چې مور او پلار د هغو په مرسته کولای شي چې خپل کوچنیان په دې پوه کاندي چې خپل ځانونه وپېژني اوځانوته په درنه سترګه وګوري.
د پلار او مور د مینې او پېرزو له لاري کوچنی پوهېدلای شي چې د مور اوپلار زړونو ته ډېر ورتېردی. کله چې کوچنی د خپل مور اوپلار مینه اومحبت د خپل ځان په باره کې ویني نوداپته ورته لګېږي چې د ده ژوند قیمتي اومهم شی دی اود خپل ځآن په اهمیت پوهېږي.
کله چې کوچنی پوه شي چې څرنګه یې د قصور اړخونه منلي اوڅرنګه د خپل قوت له اړخونوڅخه ګټه اخلي، له همدې لاري داهم زده کوي چې څرنګه د نورو قدر وکړي اوداسي یې ومني لکه څرنګه چې دي اوپه درناوي ورته وګوري.
داخبره د مور اوپلار په وس کې ده د چې په خپل اولاد کې سم نفسي او و جداني اړخونه وروزي او له خپل اولاد سره داسي مینه ولري او داسي یې ومني لکه څرنګه چې په نفس الامر کې وي، داسې نه چې شي به.
همدارنګه دا هم د مور او پلار په وس کې ده چې خپل کوچنیان داسي وروزي چې نور خلک داسې ومني لکه څرنګه چې په نفس الامر او واقع کې دي، داسې نه چې شی به.
یعنی له چاسره مینه باید د اجتماعي واقعي سمون اوګټو په اساس بنا وي نه د عندي نظر په اساس. لازمه ده په کوچني کې داسي حس وروزل شي چې له واقعیتونه پرته له خپل عندیت او نظر څخه، کماهی او، په واقعي توګه درک کړي اوچاپېریال ته د واقعیت له مخی په مثبت اومنفي نظر وګوري نه د خپل نفسي نظر له مخې.
که په کوچني کې مور اوپلار داسي حس وروزلای شو، نو دوی د ټولنې اواجتماع په تعمیر کې پخه خښته کېښودله اوخپله وجداني، ایماني اوانساني وظیفه یې سرته ورسوله اوخپل کوچنی یې د روښانه ایندې په لوري سوق کړ. اوکه مور اوپلار خپل کوچنی داسي وروزي چې هر څه او هر چاته د خپل نفسي نظرله مخې ګوري او واقعت ته په کوم ارزښت قایل نه وي نوپه دې صورت کې دوی د اجتماع په تعمیر کې اومه، شړېدلي خښته اېښي ده، اود اجتماع د ودانۍ بقا ته یې ډېر تاوان رسولی دی.
په کوچني کې تعصب او رخه له دې کبله څرګندېږي چې هرڅه اوهر چاته د خپل نفسي اوعندي نظرله مخي ګوري اود نفس الامر ښېګڼه او بدي له نظره غورځوي. هر څه چې ده ته ښه اېسي ښه یې بولي اوهرڅه چې ورته بداېسي بد یې بولي. د تعصب په ساحه اومحیط کې روزل شوی کوچنی د ښو او بدو معیار خپل نظر او نفسي احساس بولي. کله چې کوچنی خپل مور اوپلار ګوري چې، د ځینو کړو او یا ځینو اجتماعي فعالیتونو سره دښمني لري، په کرکه او نفرت ورته ګوري، نو دی هم له همدغه کوچنیتوب څخه د خپل پلار او مور په پله، کټ مټ، په لاشعوري توګه پل ږدي اوهغه څه بد بولي چې د ده مور اوپلار یې بد بولي اوهغه څه ته ښه وایي چې موراوپلار یې ورته ښه وايي. له همدې ځای نه په کوچني کې د تعصب او رخي زړی شین کېږي او وده کوي، تردې چې په پای کې دغه تعصب او رخه غریزه اوطبیعت وګرځي. که بیا وروسته په حقیقت پوه هم شي، خو له دغه غریزي صفت څخه ځان شکول ورته ډېرګران اوسخت وي.
د مور اوپلار وظیفه ده چې، کوچنیان له حقیقت او واقعیت سره د اشنایۍ په ساحه اومحیط کې وروزي او هر څه او هر اجتماعي فعالیت ورته وټاکي، لکه څنګه چې وي هم هغسي یې ورو ښيي او د واقعیت بینۍ حس په کې کلک وروزي ترڅو وکړای شي چې واقعي ښه او بد درک کړای شي او په شخصي او اجتماعي ژوندانه کې مثبت او ګټور رول ولوبوي.