
v غلې شانته مې خوا ته راغله او راته يې وويل :
Ø زه افسوس کوم په هغه ښکلو او رنګينو خاطرو ، چې د غبار په څير محوه شوې . زه افسوس کوم په هغه ښکلو خوبونو، چې بې تعبيره پاتې شول . دا ورکې هيلې نه پيدا کيږي . زه ستومانه يم نور نه غواړم،چې ﻻلهانده واوسم . سره له دې ، چې ځينې راته وايي دا لټون له سره پيل کړم خو څنګه يې پيل کړم کله چې نه پوهيږم پايله يې چيرې ده ؟
v ورته ومې ويل :
پايله نه لري ! هره شيبه نوی پيل دی ، هره شيبه نوی پيدايښت دی ، هره شيبه نوې هيلې دي او نور هيڅ نه دي . يوازې ستا تصور دی . هر څه چې دي همدا اوس دي او بس .
Ø بيايې راته وويل :
زه خو يوازې هغه څه وينم ، چې تير شول ، زما عمر، زما خاطرې ، زما دوستان ، او زما aهيلې….
هر څه ختم دي . هره دروازه تړلې ده.ماضي زه له پښو وغورځولم او راتلونکی را ته تياره ښکاري .
v ومې ويل
نه نه هغه ﻻره, چې ستا دپښو پلونو پای ته نه ده رسولې هغه څنګه ستا ﻻره کيدی شي ؟ هغه دروازه, چې تا ټکولې نه ده تا يې د خلاصولو اراده نه ده کړې څنګه ستا په مخ وتړل شي ؟ همدا تنګې او تياره کوڅې ستا د هدايت ﻻره ده !!!
ته غورځيږې خو بيا راپورته کيږې ليکن ته يوازې خپل لويدل محسوسوې پورته کيدل نه .
تا خپل زړه په يو سيوري تړلی ، ته په دې نه پوهيږې ، چې هغه ستا خپل سيوری دی .حقيقت بل چيرې دی ، تا په هغه چا زړه تړلی دی ، چې تا تل ځوروي ، تا ژړوي او تا زما څخه نهيلی کوي .
خو زه تا ته وايم چې ته ځان ته يوه داسې ﻻره غوره کړه ، چې تاد خپل زړه او روح ژورو ته ښکته کړي .هلته به رښتني مينه ، ستا ورکې هيلې ، ستا بې تعبيره خوبونه او ستا رنګينې خاطرې، تا ته په تمه وي . ته به دا هرڅه پيدا کړې او يو ځلې به بيا ووايې ، چې ژونده تا ريښتيا ويلې و دا تنګې او تياره کوڅې زما د هدايت ﻻره وه !!!
2008/11/24