مېرمن كلينټن دايران په وړاندې دامريكادنوي تګلارې په اړه خبرې كړي

هيلري كلنټن وايې امريكابه دايران په وړاندې خپله نوي تګلاره په لاره واچوي اودايران سره دخبرووړاندې به امريكاله خپلوملګروسره مشوره كوي                         
باراك اوبامادخپلوټاكنيزوسياليوپرمهال ژمنه كړي وه چې دخپلوټولومخالفودولتونودهغې له ډلې دايران سره به دخبرومْېزته كېني خوله دغې خبرې داسي معلومه شوه چې امريكابه پدې اړه هرګام په ډېراختياط پورته كړي دامريكاجمهوررئيس له برياليتوب وروسته پخپله لومړنى مطبوعاتي ناسته كې وويل دايران دجمهوررئيس دمباركى دورليږل شوې پيغام په اړه غوركوي اوپه مناسب مهال كې به ورته ځواب وويل شي مېرمن كلينټن چې دباراك اوباماپه حكومت كې ورته دبهرنيوچارووزرات سپارل شوى دسنامجلس دبهرنيواړيكوپه هغه غونډه كې يې خبرې كولې چې ددې دصلاحيتونوپه اړه په بحث بوخت وو اغلې كلينټن وويل دايران په وړاندې دامريكاپخوانى سياست بې اغېزې وونوځكه نوي تګلارې ته اړتياليدل كيږي دې ددې پوښتنې په ځواب كې چې ايران له هربل وخت دامهال ډېراټمي وسلوته لاسرسي لري وويل زه اوس په مشخص ډول هغه تګلاره نشم ښودلى چې دايران په وړاندې به غوره شي خودامريكاپخوانيوسياستونودغه ستونزه هواره نكړه ځينواروپايې سياستوالولاله وړاندې دااندېښنه په ډاګه كړي وه كه چېرې دامريكانوى حكومت دشرايطوپرته له ايران سره دخبرومېزته كېني نودپينځه جمع يوهېوادونوهڅوته به زيان واړاوي  دامريكاپخواني حكومت دپينځه جمع يوهېوادونوسره يوځاى پدې تېره موده كې هڅه كړي چې ايران دسياسي فشارونوبندېزونواونورولاروله لارې دېته وهڅوي چې ديورانيموغني كېدل پرېږدي مېرمن كلينټن وويل دغوهڅوتردې دمه كومه ګټوره پايله له ځان سره نلرله دولسمشربوش حكومت هڅه كوله چې په ايران كې دسياسي استازوالۍ له لارې دايران سره اړيكې نږدې كړي خووروسته دبهرنيوچاروپخوانى وزيرې وويل چې بوش له خپله دغه ګامه په شاه شوى اوداكاريې دباراك اوباماحكومت ته پرايښى مېرمن كلينټن وويل دوى په يوه داسي تګلاره كاركوي چې له مخې به يې سوريه اوايران دېته اماده شي چې ديورانيمودغني كېدالاس واخلې اغلې كلينټن همداشان زياته كړه دامريكانوى حكومت به هڅه وكړي چې په منځني ختيځ كې سوله ثبات په دوامداره توګه پاتې شي دامريكادسنامجلس غواړي دراتلونكې پنجشنبې په ورځ اغلې كلينټن ته دباوررايه واچوي سناتورې كلينټن دخپلوخبروپرمهال پدې ټكي ټينګاركووچې امريكاله نړۍ اونړۍ له امريكاپرته ټولې ستونزې په يوازې ځان نشي حلولئ  مېرمن كلينټن داهم وويل چې دنړۍ لپاره ترټولوخطرناكه خبره داده چې دتروريستانولاس ته دډله ايزې وژنې وسلې په لاس ورنشي