ملي امنيت كه دنظارشورادتروريستانوځاله؟؟؟؟

كلونه كيږي چې زموږسرلوړى افغان ولس دتروريستانولخوا برمته شوى دى ، دايا عـرب ووياپنجابيان اويا په شمال كې روزل شوي تروريستي ډلې .
که له دې موضوع راتېرشواو دنن ورځې هغې جنائي پيښې ته ځيرشو كومه چې په عليشـــــاه پكتياوال باندې دملي امنيت(دنظارشورا تروريستانو)ترسره كړه چې له نېكه مرغه پكتياوال ژوندى را خلاص شو. دهغه له خولې مې په ازادي راديوكې واوريدل چې دامنيت كسانوراباندې ډزې وكړې مخې ته مې خپل ساتونكى ودريدسخت ټپي شواوس په كوماحالت كې دى دوه نورساتــونكي مي هم دنهمې امنيتي حوزې له سرتيرو سره يوځاى ټپيان شول.
مگردامنيت داړه مارريس دبښـنې په ځاى بيا وايې چې زموږلخوا پرې ډزي نه دي شوې . دا خوپه پكـتياوال لومړى ځل نه دى ،په هغه خو مخكې هم څو ځلې ډزې شوي دي؟
مــاته لـه واره د دين محمد جرت هغه خـبره راياد شوه كومه يې چي په بي بي سي راډيــوكي د لوى څارنوال دتښتونې دناكامې هڅې په ورځ كړې وه : مادركابل درخانه خودهستم هيچ كس چيزي كرده نمېتواند؟
هو!
ولــې نه صيب!؟
موږهـم وايو چي په هغه څوځلې ډزې شوي دي خوهرځل ستاسودتروريستانولخوااوهمدارازپه هره ځانمرگي پيښه كې له اى ايس اى سره تاسې مشوره كوئ اوكه نه ولې دمرحوم ظاهـرشاه په جنازه اوفاتحو كي يوه وړه پيښه هم ونه شوه داملي اردو،پولـــيس اوپه اصطلاح ملي امنيت څنگه له واره دومره پياوړى شو؟
اوكه په دې ورځو كې تروريستان دخپل ژونـد په قـدرپوه شـول؟
نه نه قربان اوس دزانگوماشـومان هـم ښـه پوهـيږي چي دجمعيتدامختوري اود ســاديزم د ناروغي مبتلايان دخپل ټيټ ژوند دبقا لپاره نه يوازې افغـان ولـس بلكې دنړيـوالې ټولنې بچـيان هم برمته كوي كابوشپږ كاله كېږي چي دي دوى له لاسه دنړيوالې ټولنې هڅې له ستونځوسره مخ دي دولتي لوړ پوړي چارواكي كوم چي پښـتانه ياازادخياله دي هريوجلا جلا برمته دى دخـــپلې خـولې واك نه لري له ۸۵ څخه زياتې په اصـطلاح امنيتي كمپنۍ دجمعيت گوند په دســــتورشپه اوورځ كورونه اوعزتونوچوروي تېركال يې په رڼا ورځ زموږددفاع دمحترم وزيرصـيب!؟ كور لوټ كړدعــفتونوجنازې رواني دي د۱۳۷۱كلونولوبې په بله بڼه كېږي په هغه لا نه شـول بسيااوس له چين څخه دفحشا لپاره .....راولي خو دمجاهد كلمه له خولې نه غورځوي له هغه سره سره لا دټــولې نـړۍ په سترگو كې خاورې وراچوي اوځانونه دخــرخــول كړې ږيري له وجهې دموكراتان هم بولي راشئ اوس يې ننداره وكړئ .
عليشاه پكتيا وال خود دوى نيكه نه دى وژلى دي چمتلې دښتې وژنې خودوى كړي دي .
پكتياوال خودفحشا مخه نيسي خود دوي قوماندانان دي چې داخلاقي ضعف په سبب داسلاميت اوافغانيت په خلاف ولاړدي .
محترمولوستونكو!
اوس به دڅو پوښتنو په ليكلو خپل ننى مطلب پاى ته ورسوم:
اياتاسوهم دكوريايانوبرمته كېدل دپښتنوطالبانولخواگڼئ؟
ايا په دا پښتني سيمو كې چي اور بل دى دابه دپښتنوپه خوښه وي؟
زه خودومره وايم چي څوك چي ځان ته پښتون وائې اودي پښـــتني لــوړواصــولو پابند وي كه هر څومـره ضعيف هم شي څـوك به برمته نه كړي په تېره بيا ښځـينه خوبه هيڅـــكله برمته نه كړي زماپه پوره بـاوردالـوبه دپنجابيانواوسيتميانو(نظارشورا)لخواديوولا له پخواسنجول شوي پـلان له مخې روانه ده ترڅوپه ټوله نړۍ كي دپښتــنولوړشان راټيټ كړي .