شرنه
۱۳۹۲کال د غويي ۲۲ نېټه
د پکتيکا ولايت له مقام نه په يوه رارسيدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، جې د دولت وسلوالو مخالفينو د پکتيکا ولايت سروضې ولسوالۍ د مارزکو په کلي کې يو تن قومي مشر بېګاه شپه نهه بجې په خپل کور کې په ډزو سره وژلی دی. خبر زياتوي، چې تيره شپه نهه بجې څو تنه وسلوال مخالفين د سروضې ولسوالۍ مارزکو په کلي کې د حاجي نظير کور ته ورغلي او قومي مشر حاجي نظير يې د خپلې کورنۍ په وړاندې د کلاشنکوف په ډزو وژلی، حاجي نظير نږدې شپېته کلن قومي مشر وو او له افغان دولت سره يې هيڅ ډول رسمي دنده نه درلوده.
، د پکتيکا والي محب الله صمیم په پېښه ژور خواشينۍ شوی دی، صميم ويلي د بې ګناه ملکي وګړو په تيره