دلته پدې څوک نه پوهيږي

 
دلته پدې څوک نه پوهيږي
پښتنو ميندو ځکه نور بچي مه راوړی
دلته پدې څوک نه پوهيږي
پښتنو پيغلو ځکه د سر سړي مه کوی
ځکه غم دې دا غم دی
د ټول جهان په مونږ ستم دی
هسی ځانو ته د غم پيټي مه جوړه وی
ګني همداسې به ژړيږی هره ورځ
ګني همداسې به درديږی هره ورځ
ځکه دلته پدې څوک نه پوهيږي
چې درد د زوی به څه وي مور ته
ځکه دلته پدې څوک نه پوهيږي
چې درد د ورور به څه وي خور ته
ځکه دلته پدې څوک نه پوهيږي
چې درد د ورور به څه وي ورور ته
نو ځکه مه راوړی پښتنو ميندو نور بچي
نو ځکه مه کوی پښتنو پيغلو نور د سر سړي
هسې چې له غمه خلاصې نشی
نو خلاصې به نشی له غمه چيرې داسی
ځکه مه راوړی پښتنو ميندو نور بچي
ځکه مه کوی پښتنو پيغلو نور د سر سړي
ځکه دلته پدې څوک نه پوهيږي
ځکه دلته پدې څوک نه پوهيږي
ځکه دلته پدې څوک نه پوهيږي