اونۍ


اونۍ د چم هغه جيني وه چې د لويو او وړو په خولو کې ددي د ښايست
خبرې وې ، ډيره زړه سوانده ، نيک خويه ، حياناکه او د ښکلې سیرت خاونده وه.
تل به يې د نورو سره کومک د خپلې ځوانۍ صدقه بلله، مور او پلاريې يوازې تر لسو کالونو ورسره ملتيا کړي وه، او نوره پالنه يې  ناسکه مور کړي وه.
داسې ميندې به کمې پيدا شي چې داونۍ په څير له پردۍ لور سره د خپلې لور په څير چلند وکړې خو شايد دا به هم د اوونۍ پر کرکټر پورې اړه لرې چې هغې ته ناسکه مور د يوې اصلي مور په څير روزنه ورکوله. د اونۍ ناسکه مور زامن نشول او ټولې يې لورګانې پيدا کيدلې نو د همدې وجې يې پلار د اونۍ مور سره واده وکړو خو د اونۍ پلار دا هيله هم نيمګړي پاتې شوه، او هغه وه چې خوارکۍ د يوې ناڅاپي ناروغۍ له کبله د مرګ په غيږ کې ديره شو ،چې دا مهال دي يو کلنه وه، مور يې هم ورسره تر لسو کالو زياته ونه اوسيده او هغه هم ددي په لسم سپرلي د مرګي سيلۍ ترې يوړه.چې پالنه يې د ناسکه مور په غاړه شوه.
د اونۍ ناسکه مور پنځه لوڼه وې او ټولې يې واده کړي وې نو يوازې اونۍ وه چې ناسکه مور به يې ورسره يو ځای ژوند کولو.
کله چې اونۍ د ځوانۍ په درشل پل کيښود نو په چم کې يې د ښايست نه  داسي غزليزې سندرې جوړي شوې چې په اوريدو به يې په ځاې زړونه بې ځايه کيدل.
ريحان هم د اونۍ د چم هغه کس وه چې ددي ښايست د ژوند له خوږو او ترخو بيزار کړي وه .پخپله د ريحان ځواني هم د اونۍ په شان د کلې په ځوانانو کې بې جوړې وه.
دواړه د يو او بل له  مينې سره خبر وه خو د وخت مجبوريو يې په منځ کې د بيلتون کرښه اچولي وه.
د لوی اختر راتګ ته کمې شپې او ورځې پاتې وی، ددغه اختر لپاره اونۍ د خپلې مور څخه د سپينو کاليو غوښتنه کړي وه چې مور يې هم ورته د اخيستلو وعده ورکړي وه.
لس ورځې وړاندي د اختر نه د اونۍ يو ځاې تروزامنو د اونۍ واده کولو لپاره ددوي کور ته مرکه وروليږله. خو ددي مور دا خبره رد کړه ځکه چې دغه تروزامن يې غريبان وه او ددي مور نه غوښتل  چې اونۍ دې نور د فقر ژوند تير کړي ځکه چې د پلار د مړينې له کبله دوی غريبۍ ډير زورولي وه . ريحان هم د اونۍ د هغو تروزامنو څخه وه چې ښه دولت يې لرلو خو هغه د سيمې په اصطلاح چې د سر سړو له طرفه کم وه.
اونۍ له دغه خبری څخه ريحان خبر کړو چې په ما پسې خو د رقيب   کورنۍ کسان راغلې وه تر څو رقيب ته مې واده کړي.
رقيب هم د اونۍ د تره زوی وه د سر سړيې ډير وه خو ددولت يې چنداني  خوند نه وه.
دا چې دي د چم ښکلاه وه او ددي زړه راښکونکې څيرې يې  په هر چاه باندې د جادو په شان اثر کړې وه نو لدی وجهې د چم ډيرو ځوانانو يې د خپلولو هڅې کولي.
ريحان هم نور دغه حالت نشو زغملې خپل مور او پلار يې ديته مجبوره کړل تر څو د اونۍ کوژده ورته وکړي.
دا چې ريحان هم د مور او پلار ډير نازولې زوی وه، اوهيڅ وخت يې خفګان ته نه ورکولو نو هغه وه چې د لوی اختر نه دوه  ورځې وړاندې په چم کې د اونۍ او ريحان د کوژدي ناغرې وغږيدې.
کله چې د اونۍ او ريحان کوژده وشوه نو دا فيصله د رقيب کورنۍ ته هيڅ د زغم وړ نه وه، ځکه چې له  يوی خوا اونۍ ډيره ښايسته پيغله وه او بل دا چې د اونۍ ميراث هم د ريحان  کورنۍ ته روپاتي کيدلو.
 رقیب د خپل غچ اخيستلو په خاطر د ريحان سره د ځمکې په سر يوه لانجه راپورته کړه. د لوی اختر له لومړی ورځې نه دا خبرې شروع شوې چې د اختر په دريمه ورځ د کلې په پټیو کې د ريحان او رقيب تر منځ یوه لفظې شخړه رامنځته شوه، چې بيا د کليوالو په ورمنځته کيدو لفظې شخړه غلې شوه، دواړه کورونو ته راغلل.خو دغه لفظي شخړه د دوی د کورونو تر مخ د دوهم ځل لپاره په جنګ بدله شوه.
 اونۍ هم په همدغه  ورځ له خپلو همځولو سره د سيمې يو مشهور زيارت ته د تللو وعده کړي وه ، چې دهغې وعدې سره سم دي هغه سپين کالې هم اغوستې وه چې مور يې ورته ددغه اختر لپاره اخيستي وه او دي يې له ډير وړاندې يې ددغو کاليود اغوستلوارمان وه . خو مخکې لدي چې له خپله کوره ووزي او د همځولو سره د سيمې مشهور زيارت ته لاړه شي او د خپلو سپينو کاليوپه ننداره کې خپلو همځولو ته ځان وښي د کور تر مخ په جنګ وربرابره شوه.
دا چې مور يې هم په دغه ورځ په کور کې نه وه ، ځکه چې هغه د اختر مبارکيو په خاطر د خپلو دوستانو کره لاړه وه، نو د جنګ په صحنه کې يې په ريحان سترګې ولګيدي چې په وينو کې ليت پيت دی او د وينوبندولو هڅّه کې دي ،هغه خوارکی رقيب مټ ته په تبر وهلی وه او بې ځايه وينه تري تله او بل طرف ته د دواړو کورنيو کسانو تر منځ  ګډوډ جنګ روان وه،  د ريحان او رقيب کورنيو غړو ډير په جوش سره په يو او بل ګوذارونه کول ، خو اونۍ د ريحان په ليدو ورمڼډه کړه او ريحان ته په ورسيدو يې هغه سپين زړوکې ټوټې ټوټې کړو کوم چې دي له ډيروهيلو او ارمانونو سره اخيستې وه. او دده په ټپونو يې زر زر راتاوولو،دا چې د شور په اوريدو سره کليوال هم راخبر شول نو د جنګ بيلولو په خاطر راغلل او دوی يې سره بيل کړل اود ټپيانو ليږدول يې پيل کړل ، د جنګ فضا ښه ارامه شوه، او کلیوالو د جنګبنديز اعلان وکړو،  چې له دغه نه وروسته  ځيني خلک د خپلو کورونو په طرف لاړل او ځیني پاتې وه ،چې ناڅاپه اونۍ د مور ناري کړي چې ګرانې موري زړه مې درد کوی، او دا کلمه يې څو ځلې تکرار کړه کله چې دغه کلمه د جنګ په صحنه کې پاتې خلکو واوريدله نو ټولو ورمڼډې کړي،نودا وخت د اونۍ څخه روان د وينو سور سيلاب يو داسې انځور جوړ کړي وه لکه يو سور ګلاب چې د ژمي په موسم کې د ځمکې پر سر وريدلي واوره کې پروت وی.
کله چې کليوال ورورسيدل نوسمدستي  يې دي موټر ته پورته کړه او روغتون ته يې ورسوله، دا چې دغه روغتون ته يې له وړاندی هم د جنګ نور ټپيان وروړي وه اوتر تداوي لاندی وه نرسانو او ډاکټرانو د نورو ټپيانو له ورسيدو لپاره اماده ګې نيولې وه نو روغتون ته د اونۍ له ورسيدو سره سم ډاکټرانو دې عمليات خونې ته يوړله او ډاکټرانو خپل عمليات پيل کړل.
له عملياتو څو ساعته وروسته يو ډاکټر د عملياتو خونې څخه راووتو، چې  په راوتلو سره يې د ريحان  او رقيب کورنيو غړي وروړاندي شول او له ډاکټر څخه يې د خپلو ټپيانو پوښتنه وکړه ، چې زموږ ټپيان څنګه دي؟ 
ډاکټر په ځواب کې ورته وويل، په دغه جنګ کې د ټولو ټپيانو صحې حالت د ډاډ وړ دی ليکن جينی چې وينه يې ډیر ضايعه کړی وه اوبل داچې په کيڼه پښتی کې په خنجر داسې وهل شوې وه چې د خنجر څوکه يا سر ددې له زړه سره هم لګيدلې دی، نو مونږ تر خپله وسه کوشش وکړو خو په ډیر معذورت سره چې زموږ هڅې بريالې نشوی اودي خپل روح حق ته وسپاره.
جينۍ اونۍ وه چې د خپل ژوند د ټولو ارمانونو سره يو ځاي لدي نيمګړي دنيا او بې رحمه انسانانو له دودونو سترګې پټې کړې. شايد چې نور به يې د زغم وړ نه وو.
د اونۍ جنازه د لوی اختر په څلورمه ورځ د چم خلکو چې له ډیر وير سره ملګري وه او د دي سپيني جامې چې د خپل ژوند ټول ارمانونه يې په سرو وينو پکې رنګ شول ورسره يو ځاي خاورو ته وسپارله.

 داکتر هيواد همت
کابل دريم مکروريان
۲۵/۸/۲۰۰۸