دسولې لپاره دافغانستان دملي جرګې طرحه

 
وَاِنْ جَنَحُوْ لِسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَی اللهِ اِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلیْم .  الایه
ترجمه : او که چیرې هغوی(یعنې مخالفین) سولې ته میلان پیداکړي ته هم سولې ته غاړه کیږده یقیناً هغه الله د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.

زمونږ ګران هيواد افغانستان د يوويشتمې پيړۍ د نړيوال توب په دوره کې چې بنسټ يې په سيالۍ ولاړ دى ژوند کوي. نړيوالتوب په سياسي ډګر کې له ولسواکی او په اقـتصاد کې لـه آزاد بازار څخه پلوي کوي او په ټولنيزو چارو کې د ناامنۍ په وړاندې مبارزه د کړنلارې بنسټيزې کرښې جوړوي. زمونږ ګران افغانستان سره له دې چې ډير مناسب عوامل لکه طبيعي سرچينې، حاصل خيزه خاوره، له وياړ څخه ډک کلتور او با استعداده زيارکښې پرګنې لري چې د خپلواکۍ، د ولس د واک او د انساني کرامت د ساتلو لپاره يې له بشري حقونو څخه د ملاتړ لپاره ډيرې مبارزې کړې دي. د ملي وحدت د تامين لپاره د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ د برابرۍ او د هيواد په ټولو سيمو کې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت پر بنسټ د يوې داسې هوسا او پرمختللې ټولنې جوړول يې غوښتنه او هيله ده چې انساني کرامت او آزادي په کې له تيري څخه خوندي وي او د جګړې او ټوپک ځاي سوله او قلم ونيسي.
دغې اوږدې جګړې د هيواد مادي او معنوي سرچينو ته ډير تاوان او زيان اړولی دی. زمونږ د هيواد دعلماوو، استادانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو په شمول یونیم میلیون خويندې او وروڼه شهيدان یا معیوبان شول او یو شمیر نور زیات مهاجرت ته اړ شول. په خواشينۍ بايد ووايو چې د هرې ورځې په تېرېدو سره شخړې زياتيږي او پرمختيايې پلانونه او پروګرامونه له ګواښ سره مخامخ کيږي او دا غميزه په ډير ويرجن ډول اوس هم دوام لري.
د بن د کنفرانس د توافقاتو څخه را پدې خوا نژدې اته کاله کيږي چې په دې تراژيدي او جګړې کې د نړۍ یو شمیر هيوادونه  هم را ښکيل شويدي. ولې تر اوسه د جګړې د دريدو او غميزې د ختميدو په خاطر قاطع او موثر اقدام ترسره شوی ندی.
ددې لپاره چې له یوې خوا مو د اسلام د سپيڅلي دين په رڼا او د ولسواکۍ په فضا کې هيواد او افغانانو ته ولسواکي، ملي يووالی، اقتصادي پرمختيا او مناسب خارجي سياست سازماندهي کړی وي او له بلې خوا مو هغه موانع چې د ځينو دولتي کړیو، ځينو بهرنيو  هيوادونو، د دولت د ځينو مخالفينو او مخدره موادو د کاروباريانو له خوا منځ ته راغلي دي، چې د هيوادوالو هوسا او مرفه ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړی، له منځه وړي وي او هم مو د ولسونو د ساتنې او نړيوالې ټولنې د اولادونو د ژوند د ژغورلو په خاطر مناسب او پر موقع اقدام کړی وي د افغانستان د سولې ملي جرګه دسولې لپاره خپله طرحه په لاندې ډول وړاندې کوي.

د افغانستان د سولې ملي جرګې طرحه
 
د افغانستان د کشالې د حل لپاره بايد نړيوال کنفرانس يا ملي دوديزه لويه جرګه را وغوښتل شي.
په نوموړي کنفرانس يا ملي دوديزه لويه جرګه کې دولت، د دولت مخالفين(طالبان او حزب اسلامي)، سياسي او ملي شخصيتونه ګډون وکړي.
کنفرانس يا ملي دوديزه لويه جرګه بايد د ملګرو ملتونو په مرسته او د اسلامي کنفرانس په منځګړيتوب د سولې ټوله پروسه پرمخ بوځي او د پريکړو د تطبيق ضمانت يې وشي. کنفرانس بايد په يوه داسې هيواد کې داير شي، چې ټولې اړونده خواوې پرې موافقه وکړي.
د دايمي سولې د تامين لپاره د نړيوال کنفرانس يا ملي دوديزې لويې جرګې د برياليتوب لپاره لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:
الف: د مثبتې سولې لپاره بايد هڅه وشي چې د ملګرو ملتونو هغه پريكړه ليك چې د طالبانو د تحريک او نورو سياسي مشرانو سياسي فعاليت يې غيرقانوني اعلان کړی دی د يو بل پريكړه ليك  په واسطه تصحيح شي، د افغاني طالبانو او نورو افغان سياسي مشرانو نومونه له تور لست څخه وايستل شي او د سياسي هويت له مخې يې مصؤنيت تامين شي.
ب: د ملګرو ملتونو په مرسته او د اسلامي کنفرانس په منځګړيتوب او ابتکار د سولې خپل منځني خبرو پيلول او د سولې خپلواکه، ناپيلۍ، بې پرې او افغاني کميسيون جوړول(وخت او ځای به په خپل منځي خبرو کې ټاکل کيږي).
     چې د ښکېلو خواوو  لپاره دمنلو و ړ وي.
     ج- دښه نيت څرګندولو او اعتماد د منځ ته راتلو په خاطر په جګړو کې د ښکيلو خواوو له خوا بې قيده او شرطه ډزبندي.
 
په کنفرانس يا ملي دوديزه لويه جرګه کې په لاندې ټکو پريکړه کول
۱- په کنفرانس کې پریکړې.
الف: دحکومت په جوړښت او ميکانيزم پريکړه  کول.
ب: د هغه داخلي او خارجي عواملو په ګوته کول چې افغانستان کې د سولې او امنيت په وړاندې ګوا ښ ګڼل کيږې .
ج :د ټولو خواوو سياسي او جنګي بنديانو بې قيد اوشرطه آزادول.
د : په هيواد کې د وسلو د راټولولو لپاره يو داسې ميکانيزم جوړول چې ټولې ښکيلې خواوې پرې موافقه ولري .
ه : دمسألو د حل لپاره په سوله ېزو لیارو چارو موافقه
و : افغانان باید د خپلو ملې ګټو د ساتنې لپاره دچارو نوښت په خپل لاس کې ونیسي .
ز : د خپلواکۍ ا و ځمکنۍ بشپړتيا تامېنول.
ح: دټولو افغانانو منقول اوغير منقول ملکيتونه خپلو اصلي خاوندانو ته سپارل .
ط: په سو له ېز ډول په ګډه ‌‎ژوند کول.
ی: له طبيعي زېرمو او سرچېنو څخه دملي حاکميت په پام کې نېولو سره ګټه اخيستنه او د هيواد د رغونې او هر اړخيزې ودې لپاره د اولسونو د لومړيتوبونو له مخې د دولت له لېارې د اوږدې مودې مرستې په پام کې نيول او د بېوزلۍ او بيکارۍ د له منځه وړولو لپاره داسې اقتصادي پلان په لاره اچول چې يتيمانو، معيوبينو او د شهيدانو د اولادونو د ژوندانه هوساينې ته پکې پوره پاملرنه شوې وي.
ک: د دولت په جوړښت کې د افغاني میرمنو حقوق په نظر کې نیول.
۲- د يو منظم ميکانيزم له مخې هیواد ته د کډوالو پر امنه راستنيدل، هغوی ته د کورونو او دندو پيدا کولو امکانات او اجتماعي ضروریاتو په پام کې نيول.
۳- په جګره ځپلو سېمو کې د تعليمي، روغتيايي، اجتماعي او کارموندنې په ګډون د پرمختيايي پروګرامونو پياده کول .
۴- د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د نړيوالو پوځونو په موجوديت ، اړتيا او د فعاليت پر بڼې د افغان ولس نظر .
 ددې لپاره چې پورتنیو طرحو په رسمي ډول ملي او نړيواله بڼه او ارزښت پيداکړي وي، ضروري ده چې ملګري ملتونه اود امنيت شورا په پورته يادو شويو مطالبو بـاندي نړيوال توافق او د تطبيق ضمانت وکړي او ټول خارجي، سيمه ايز او نړيوال عوامل چې پر افغاني مثبتې سولې منفي اثر لري د ملګرو ملتونو او امنيت شورا د فيصلو په نتيجه کې باطل اعلان شي او د ولسواکی د اصولو مطابق‎ د آزادو ، مستقيمو، سري او بې درغلیو  ټاكنو لپاره پوره زمینه برابره شي.
د افغانستان دسولې ملي جرګه چې يو ه بې پرې ، ناپيلې ، خپلواکه، خواخوږي ټولنه ده او د دين د عالمانو، د پوهنتونونو د استادانو، ملي شخصيتونو، د ولس د استازو ، د ټولنيزو سازمانونو له مشرانو، قومي سپين ږيرو، ځوانانو، ښځو او محصلانو څخه جوړه ده، تېاره ده چې د نړيوالې ټولنې او کوربه هيواد سره د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس په ملګرتيا د کنفرانس او يا د ملي عنعنوي لویې جرګې د جوړولو په ټوله پروسه کې د يو رښتيني همکار په توګه فعاله ونډه واخلي .
جګړه دحل لېار نده او يوازې سوله کولای شي چې هېواد ته امنيت او ثبات راوړي. په ا فغانستان کې له جګرې څخه دوتلو ډيره اغيزمنه لېار سوله ده او سوله دوخت اړتېا ده. اوس هره ورځ په لس ګونو مليونونه امريکایي ډالر په جګړه لګيږي او که دغه پيسې دافغانستان په هر اړخيزه بيا رغونه ولګيږي يقيناً زمونږ اولادونه او د هغو هيوادونو وګړي چې افغانستان ته راغلي دي د جګړې له کبله به ونه وژل شي.
 دانسان وژنې مخه نيول زمونږ ملي اوديني وجيبه ده. د سولې دغه طرحه د اسلام د دين او بشري حقونو په رڼا کې او د ګران هيواد د نجيب ولس د ګټو په نظر کې نيولو سره جوړه شوې او د افغانستان د سولې ملي جرګې ارمانونه منعکسوي. سوله زمونږ په لاس کې ده او راځۍ چې د سولې ددې طرحې د تحقق لپاره يو بل ته په صداقت لاسونه ورکړو.
                                                                    ومن الله توفيق
                                                     د افغانستان د سولې ملي جرګه