زه دې نو کومه خاطره هېره کړم
هره شېبه راباندې اورلګوي
هره شپه ستا سترګې په خوب کې وينم
په ما دهېرې مينې تور لګوي
چې ته د وړانګو له هېواده راغلې
زه ستا دغږ زمزم ته تږی ناست وم
چې بيا په دې خټه کې دمه پو کړې
وم آدمزاد خو لکه مړی ناست وم
ته راستنه شوې داسې بې خبره
لکه دګل پاڼه کې پټه وږمه
او زه لا تږی جل وهلی روان
ژوند راپه شالکه داوړي غرمه
پوه شومه چا تا ته قسم درکړی
چې بيا به نوم د (هغه) نه يادوې
دلته يې سيوری بر يې ستوری نشته
دداسې چا به نو کوم ښه يادوې
خو گوره! تا كله پوښتلي ځان نه
چې بې له تا به په ما څه تيريږي
ها چې قسم يې دی درکړی تا ته
د هغه څه چې په چا څه تيريږي
پرېږده چې هر څه راځي زه يې ګالم
تا ته درکړی قسم نه ماتوم
په زړه کې ناست د مرمرينې تقوا
دغه سپېڅلی صنم نه ماتوم
زه هسې هم ستا ګنهکار يمه ډېر
له خپل دوزخ سره به خپله سوزم
تا دې خدای (ج) ساتي د جنت وږموکې
ته را ته ګوره چې تر کله سوزم
بس ته دې شونډو کې زمزم وساته
ما ګنهکار ته به په کار شي کله
موږ دوزخيان هم خدای (ج) ته تمه لرو
شپه به په موږه هم سهار شي کله
۲۴ مرغومی ۱۳۸۷
وروستي