په خوست كې د يوې غونډې پرمهال نوى والي  وپيژندل شو( انځوريز رپوټ)


داغونډه چې د ځايي ادارې پر مامورينو سربېره پكې د سيمې په لسګونو قومي مشران او دملي شورا يوشمېر غړي راټول شوي وو، له نوي والي غوښتنه وكړه چې د بيارغونې ترڅنګ دې د شپې پرمهال د نړيوالو ځوكونولخوا د كورونو پلټل ودروي.
نوي والي حميدالله قلندرزي هم خوست والوته ډاډ وركړ چې د قومي مشرانو او سپين ږيرو په سلا او مشورو به خپل كاروه پرمخ بيايي.

هغه غونډه چې د دووشنبې په ورځ د خوست ولايت په دولتي ميلمستون كې جوړه شوې وه، د سيمه يزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مرستيال عبدالمالك صديقي لخوا خوستوالو ته نوى والي حميدالله قلندرزى وروپيژندل شو، صديقي په خپلو خبروكې پخوانى والي له دې امله وستايه چې د بيارغونې په برخه كې يې ډېركاركړي او نوي والي ته يې هم له خوست مېشتو څخه د همكارۍ غوښتنه وكړه، په همدې مهال د خوست ولايتي شورا مرستيال ډاكټرګل جميل حسيني د تېرو څوكلونوپه اوږدو كې پرشوې بيارغونه رڼا واچوله او له نوي والي يې هم وغوښتل چې دى هم بايد د نوې جوړونې په برخه كې د پخواني والي ارسلاجمال لاره تعقيب كړي، همداشان يې ترې د ايتلافي ځواكونو لخوا د شپې پرمهال د خپل سرو پلټنو د بنديدو اود نيول شويو كسانو چې اوس له بهرنيوځواكونو سره بندي دي د خلاصيدوغوښته وكړه.

قومي مشر رسول محمد تڼي له نوي والي وغوښتل چې د هغوپخوانيونومونو په له منځه وړلو كې دې هڅه وكړي ،چې خوست ميشتي سره ويشي.

 نوي والي حميدالله قلندرزي هم له خوست والو سره ژمنه وكړه چې په ټول توان به د خوست امنيت او رغونې ته كار وكړي خو پدې برخه كې يې د خوست مېشتو ونډه اړينه وبلله.