گاردين : په افغانستان کې له ماتی  سره مخ يو

له لندن نه خپريدونکې ورځپاڼه گاردين دبرتانيی دوتلي سياستوال پدی اشداون په قلم په افغانستان کې د متحدينو دماتي په اړه يوه مقاله خپور کړه .
( مونږ په افغانستان کې له ماتي سره مخ يو ) دهغې مقالې نوم وه چې د گاردين ورځپاڼې د پنجشنبی د ورځې په ګڼه کې چې د جولای په ۱۹ سره سمون خوری خپور کړه، په ۲۰۰۶ کال کې د نړيوالو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال دیويد ريچارد وايی په جګړه کې بريالی یو خو په افغانستان کې روان حالات کيداې شې راتلونکی کې مونږ له ماتي سره مخ کړی .
ليکوال ليکې : په افغانستان کې جګړه په بريالتوب سره پرمخ ځې ، خو که نړيواله ټولنه په دغه سیمه کې ناخوالو او ورپيښو ستونزو ته جدې پاملرنه ونکړی کيداې شې سرتيرې له ماتي سره مخ شی .
ليکوال د برتانيی د یو وزير له خولی لیکې وايی چې په افغانستان کې جکړه د بريالتوب په لوری روانه ده ځکه برتانيوی سر تيرې ‌طالب وسله والو ته د مرګونې ګذاورنه ورکوی .
ليکوال ليکې : د طالب وسله والو په وژلو دغه جګړه نه ګټل کيږی ، د جګړی د ګټلو لاره په جګړه ځپلې سيمه کې د بيارغونۍ کارونه ، له خلګو سره مرسته ، د نظام او قانون پياوړې کول،خلکو ته د کار پيداکول او په ټوليز ډول د خلکو ملاتړ لاسته راوستل دی .
لیکوال لیکې : په افغانستان کې خلګ د نړیوالو ځواکونو د کړنو څخه ډير سر ټکوی ، خو بياهم دغه خبره په ټوليزه توګه دومره نه اوریدل کيږی، خو بیا هم کيداې شي دغه لړۍ پراختيا ومومې، او کيداې شی په افغانستان کې د جګړې دبايللو په معنی وی .
نوموړی وايی : که چيرته د خلګو ملاټر ترلاسه نه شي نو نړيواله ټولنه به د عراق د جګړی پر څير په افغانستان کې هم له ناوړو پايلو سره مخامخ شی .
ليکوال په دغه جګړه کې د برتانيوی ځواکونو تيروتنو ته ګوته نيسې او وايی ،هلمند ته د برتانيوی ځواکونو پاملرنه او مرکزيت ښايې چې دقندهار او کابل پرڅير نه وی ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نا باورو اړيکو لرل هم کيداې شي د ماتې له عواملو څخه وی ، خو تر ټولو غوره لاره د افغانستان په اړه د نړيوالو ستراتيژیو دنظر يو والی دی.
دلیکوال په اند د پراخو عملیاتو په برخه کې د نړیوالو ځواکونو او امریکایی ځواکونو د همغږی نشتوالی ددې لامل ګرځیدلی چې سیمه ایزو خلګو ته د مرګ ژوبلی کچه لوړه شوې .
د لرد اشداون په اند تر ټولو بده خبره لا دا ده چې په سیمه کې ټول پوځی کړنې د امریکا د مرکزی اطلاعاتو د اداري ( سیا ) له خوا رسا له واشنګټن څخه رهبري کیږی او په افغانستان کې د میشتو ځواکونو له واکه لری خبره ده .
د لیکوال په نظر په فوځې ډکر کې د ورته ستونزو له امله امریکایی ځواکونه په سومالیه کې له ستونزو او ناورین سره مخ کړه،د لیکوال په نظر د بیارغونۍ په کارونو کې د نظریوالی تر ټولو ارزښت لری، په افغانستان کې نړیواله ټولنه نه پوهیږی چې په خپلو کارونو کې څه ډول پرمخ لاړ شی ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر کیلی پر ضد پنځلس نړیوال او سیمه ایزې ټولنې په کار بوخت دی او برتانیا چې رسماُ ددې ټولنو د همغږۍ دنده په غاړه لری هیڅ د پام وړ کار نه دې کړی .
نوموړي وایی سره ددې چې دوه سوه میلونه ډالره د کوکنارو د کر کیلی د مخنیوی لپاره ځانګړی شوی خو افغانستان د تیر په څیر بیا هم د کوکنارو د کر کیلی نړیوال ریکارډ کلک کړی .
لیکوال لیکي : په افغانستان کې ماته په ټوله سیمه کې د ماتی په نوم دی نه یواځې داچی په افغانستان کې به حالات ګډ وډ شي په پاکستان او ټوله سیمه کې به ګډوډی خپل اوج ته ورسیږې اود عراق په انډول زیانونه به یې څو چنده وی او په پای کې د برتانیا هېواد ته هم لوی امنیتی ګواښ دی .
د مقالی لیکوال لیکی : افغانستان دا مهالې د برتانیی دولت لپاره په سیاسی ډګر کې لومړیتوب لری او همدا لامل دی چې خپل غوره شوې سفیران همدلته استوی .
لرد اشداون په پاې کې لیکی ښایی هیڅوک د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر دیوید میلیبند نه مخکی په سیمه کې د برتانیی دولت د پالیسیو پر بدلون او په افغانستان کې د ماتي لیوالتیا ونه لری.
پدی اشداون د برتانیی د لیبرال دموکرات ګوند غړی دی او له کال ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۹۷ م پوری ددغې ګوند مشری ور په غاړه وه او عوامو د غونډې څخه تر لری کیدو په کال ۲۰۰۱ م کې د لرد نایل په نوم ونومول شو او له کال ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ پوری د نړیواله ټولنې لخوا د بوسنیا او هرزګوينا په چارو کې هم مشری ورپه غاړه وه .
بی، بی ، سی .