موږ دجولاى۲۱نېټه ديوې تورې ورځې په څيرغندو

گرانواوپياوړوليكوالانو!
په تاسوفرض دى چي خپل مظلوم ولس ته زموږ دهېواد ملي اتلان اوملي خائېنان جلا جلا وروپېژنئ خپل باتوراوپه هيوادمين زلميان په خپل قلم ونازوئ اودپردېواجيران د ولس په وړاندې دخپل سپيڅلي قلم په مرسته محكوم كړئ.
لكه څنگه مې چي لا څه باندې دوه مياشتې مخكي له تاسو څخه هيله كړې وه چي دجولاى ۲۱نېټه به دنړۍ په گوټ گوټ كې ديوې تورې ورځې په څير غندو.
خداى دې وكړي چي ددې تورې ورځې په اړوند بې تفاوته نه وئ پاته شوي هو!
زموږله مظلوم ولس اوهېوادسره دتاريخ په اوږدوكې ډيروجابرواومكاروسختې جفاوې كړې دي اوكوي ئې خونن ورځ به تنها په هغه چا دغندنې غېسي گذاركړوكوم چاچي د اى ايس اى په دستورد۱۹۷۵م كال دجولاى په۲۱ نېټه دخداى بښلي
سردارمحمدداودخان په وخت كې دلومړي ځل لپاره زموږپه دولتي تاسيساتوناكامه حمله وكړه ځكه خوداورځ يوه داسې بدمرغه ورځ گڼلاى شو په كومه چي پنجابي غليم دخپلې ناروااوتورې ستراتيژي دپلي كولولپار لومړى گام واخيست.
كړېدلوهېوادوالو!
ښه به وي چي دپوره اومستند معلومات لپاره دټول افغان دورستېومقالوپه ارشيف كې دښاغلي ميرعبدالرحيم عزيزهغه مقاله ولولئ كومه چي د۱۳۸۶كال دغوېي په ۱۷نېټه ئې د((احمدشاه مسعوددراستخدام سازمان جاسوسي پاكستان اى ايس اى)) ترعنوان لاندې خپره شوې ده.
خودهغې مقالې له لوستلوڅخه مخكې زما دا څو لنډې پوښتنې هم په ذهن كې درسره وېسئ:
۱ـ مسعودولې اودكومواهدافو لپاره دپرديوجاسوسي شبكوغلامي ته سرټيټ كړىؤ؟
۲ـ هغه اودهغه ډلگۍ ولې دخپل فكرمخالفين حتى كه تاجكان هم ووله منځه وړل اووړي ئې؟
۳ـ دافغان جهاد په دوران كې ولې مسعود په ښكاره پاكستان ته نه ته؟
۴ـ خلگ وائې چي په۲۰۰۱م كال كي مسعود ته خپلونيږدې كسانوذهروركړي ؤ كه داريښتيا وي نودهغه په بم الوزونه تاسو ته شك نه دراچوي؟
۵ـ كه جمعيتيان اوپه خاص ډول دنظار شوراهمدااوس اوس له اى ايس اى سره اړيكې ونه لري نو بيا ولې ددوى يوو واړه غړي ته لا څوك ضرر نه رسوي؟
په پاى كې دهېواددوښمنوڅېرودافشااومحاكمې په هيله