نیم رقیب وخوړ نیم ښکلو ته زکات شو
دمئینو ژوندون لاړو خرابات
شو
شیشه نه وه چې په کړنګ يې څوک خبر وای
له ښوی لاس نه دیار ولوید زړه مې مات شو
که هرڅويې له هر غم زیږي
غمونه
ژوند چې څومره کمیدو هوس يې زیات شو
دګیډۍ څڼو له سیوري سره راغله
درقیب په ځنګ کې بیا موملا قات شو
چې میوه د پیغلتوب ورباندې بارشوه
هر یو ښاخ يې د مغرور نظر را تات شو
دالفت مچۍ دې چک پرې لګولی
ګل د شونډو يې (حسنه ) درته شات شو
ډاکتر حسن
وروستي