لیکوال : ډاکتر محمود مهدي
ژباړه : حمیدالله محمدشاه
نه منونکی ماشوم
ډیر پلرونه او میندې له دې ځینې سر ټکوي چې ماشومان یې خبره نه مني او ددې نه منلو لاملونه په لاندې توګه دي :
۱- کیدای شي چې د پلرونو امرونه د ماشوم له غریزو سره په ټکر کې وي ، په منلو کې یې ماشوم د ځان په اړه زیان ګوري لکه د لوبو او خوځښت او د ځینو شیانو د پرانیستلو او تړلو څخه د ماشوم ایسارول .
۲- کیدای شي د پلرونو او روزونکو امرونه ثابت نه وي ، په دې مانا چې یو پلار خپل ماشوم یو ځل له یوه کاره ځینې منع کړي او دوهم ځل ورسره له نرمۍ نه کار واخلي .
۳- کیدای شي چې امرونه د ماشومانو له وسه او ځواکه پورته وي لکه څرنګه چې پخوانیو ویلي : که غواړئ چې خبره دې ومنل شي ، نو د هغه څه امر وکړه چې کول یې شوني وي . دغه امرونه ماشومان له عصبي کشمکش ، ناوړه اخلاقو سره مخامخ کوي ، په دغسې حالاتو کې باید امرونه وشنل شي او په تدریجي توګه یې باید د پلې کولو غوښتنه وشي .
۴- ماشومان سالم سوچ نه لري ، دماغ یې دومره ځواک نه لري چې هر څه ورته ویل کیږي سمدلاسه یې پلي کړي ، دغه مهال باید د امرونو د پلي کولو په غوښتنه کې له درنګ څخه کار واخستل شي تر څو یې په دماغ کې ځای ونیسي.
۵- دنه منلو له لاملونو څخه یو هم د روزنې د اصولو په اړه د پلرونو ناپوهي ده ، ځکه چې هر انسان ځان ته ځانګړې غوښتنې او وړتیاوې لري ، دا به دومره معقوله نه وي چې ماشوم ته د داسې یو کار امر وشي چې هغه دده له غوښتنو سره اړخ نه لګوي . ډیر ځل داسې کیږي چې پلرونه له خپلې خوښې سره سم خپل ماشومان هغه علم او کسب ته اړ باسي چې د دوی خوښ وي ، خو که کله بیا ماشوم دغه وړاندیز ونه مانه – دا یې رښته ( حق ) هم دی ) – دغه مهال د دوی دغه کړنه سرغړونې ته منسوبیږي .
۶- د پلرونو او روزونکو ډیر امرونه داسې دي چې له هماغه پیله د سرغړونې وړاندوینه له ځان سره رانغاړي ځکه چې دا یوازې دتشو امرونو په توګه ورته وړاندې کیږي او د لاسنیوي او هڅونې هیڅ څرک په کې نه لیدل کیږي ، ماشوم ته په دې دوه امرونو کې ډیر توپیرلیدل کیږي :
۱- له یخو اوبو څخه سطل راډک کړه ، ۲- زما زوی د مشرانو خبره مني ، وګوره چې اوس ولاړ شي او له یخو اوبو څخه به سطل راډک کړي .
ځکه چې ماشوم له ځان ښودلو سره لېوالتیا لري او دده د شخصیت درناوې باید وشي او په هیڅ حالت کې د زور ، سزا او دمختلفو امرونو له لارې یې باید شخصیت زیانمن نه شي .
ځکه چې بیا د موروپلار پر اوږو بار وي ، کمزوری او بې زړه به وي ، او په ګانده کې به ټولنه ورځینې ګټه وانخلي .
۷- ډیر امرونه په نامناسبه وخت کې وړاندې کیږي . کله چې ماشوم پر لوبو ، خوراک بوخت وي دغه مهال بیا د هیچا امر ته ارزښت نه ورکوي ، باید دغه ډول امرونو ته ښه او وړ وخت غوره شي ، کله چې ماشوم پر لوبو بوخت وي او موږ غواړو چې د ډوډۍ لپاره راشي دلته نو زموږ پر وړاندې هیڅ خند نه شته چې نوموړی د خوراک له پیل ځینې وړاندې خبر کړو تر څو وکولای شي چې په خپله خوښه لوبه پای ته ورسوي ، که څه هم دا لوبه دهغه په اند د وختیری او بې مانا کار دی ، خو بیا هم ګټه لري .
۸- زه ددې خنډ نه ګورم چې دشونتیا په صورت کې ماشوم پر هغه څه وپوهول شي چې امر یې ورته کیږي دا به له دې ځنې ښه وي چې ماشوم یو کار تر سره کوي او پر لامل یې نه پوهیږي . دبیلګې په توګه که زموږ ځنې وغوښتل شي چې بایسیکل ورته راونیسو ، خو زموږ مالی وضعیت ددې اجازه نه راکوي چې دا غوښتنه یې ومنو ، دلته اوس په کار ده چې خپله میاشتینې تنخوا ورته څرګنده کړو او دا ورته ووایو چې دا یوازې د اړینو توکو د رانیولو لپاره بسنه کوي ،که چیرې موږ پرې بایسکل راونیسو دا به زموږ ټوله میاشت له ستونزې سره مخ کړي ، غوښه ، ډوډۍ به نه وي . زما په اند دا به له دې خبرې څخه غوره چې : ځه باسیکل درته نه اخلم .
ددې ستونزې ( نه منونکی ماشوم ) په اړه د خبرو پیڅکه به دیو مشهور روزنکی په سپارښتنه راټوله کړم : که کله دې وغوښتل چې په ماشوم کې دمنلو او اطاعت روږد ( عادت ) وکري ، نو وار له مخه دې د زوی په اړه څیړنه وکړه ، چې د څه په اړه سوچ کوي ، ځان پوه کړه چې څرنګه به ستا امر ومني ، وړاندې له دې چې ورسره وعده وکړي په اړه یې ښه سوچ وکړه ، کله چې دې ورسره وعده وکړله نو خپله وعده پر ځای کړه ، او یا د وعدې دنه ترسره کولو لامل ورته جوت کړه تر څو پر تاسې خپل باور له لاسه ورنه کړي .
او ماشوم پرخپل پلار دا حق لري چې د اطاعت او خبرې منلو پر مهال یې ستاینه وکړي ، او ځینې وخت دخبرې منلو او اطاعت لامله ورڅخه مننه وکړي او یو څه ورته ډالۍ کړي ، ځکه چې له نیکۍ او مننې سره لویان او کوچنیان یو ډول مینه لري .
وروستي