
بسم الله الرحمن الرحيم
پريکړه ليک
3.01.2009
په هغه علمي او تحليلي کنفرانس کې ، چې دهالينډ په هېواد کې جوړ شوی و او په اروپا کې ميشتو افغانانو ، دسياسي چارو کارپوهانو او يو شمېر نورو مخورو په کې برخه اخيستې وه ، دافغانستان په حالاتو او بيلا بيلو اړخونو باندې هراړخيزې خبرې او بحثونه وشول .
په سيمينار کې همدار از د راتلونکو ټولټاکنو په هکله هم پراخ علمي بحثونه ترسره شول او په پای کې ګډون والو ﻻندې پرېکړه وکړه :
1 _ موږ دعلمي او تحليلي کنفرانس ګډون کوونکي په خپل هېواد افغانستان کې ازاد ، عادﻻنه ، بې پرې ، راڼه او دموکراتيک انتخابات غواړو د انتخاباتو له کميسيون نه غواړو چې د بېطرفه ټولټاکنو لپاره ټول شرايط برابر کړي .
2 _ موږ د داسې سياسي جوړښت ننګه او ملا تړ کوو ، چې دقانون پربنسټ ملي يووالی او ټولنيزعدالت پرځای کړي او زموږ هېواد د اوسنيو ستونځو څخه وژغوري .
3 _ موږ دکنفرانس ګډون کوونکي هر ډول بنسټ پالنه غندو او د هېواد په ټولو چارو کې د ﻻزم منطقي انډول پلويان يوو ، افغاني ټولنه او افغانان نه مذهبي بنسټ پالنه او نه صادر شوي غربي دموکراسي مني بلکې د افغاني ټولنې د اجتماعي _ سياسي او فرهنګي جوړښت سره سم بهير ته ضرورت لري .
4 _ موږ بهرميشتي افغانان دمسؤلو چارواکو څخه غواړو ، چې د بهرميشتو افغانانو ګډون دې د افغانستان په ټولټاکنو کې تامين او تضمين کړي او نوم ليکنه دې سمدﻻسه پيل او د ګډون کارتونه دې بهرميشتو افغانان تر ﻻسه کړي .
5 _ موږ د نن ورځې دسيمينار ګډون کوونکي د محترم پروفيسور علي احمد جلالي څخه غواړو ، چې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ځان کانديد کړي ، د قومي او حزبي دريځ څخه بې پرې د ټولو افغان ميشتو وروڼو قومونو ﻻزم ګډون دې تامين کړای شي او په راتلونکو انتخاباتو کې دې د داسې ګډون لپاره خپله کړنلاره ترتيب او تنظيم کړي ، چې د افغانانو ګڼو پرګنو لپاره د پوهاوي وړ وي او د داسې دريځ څخه موږ ګډون کوونکي ملاتړ کوو .