
دايران دهوايې قواووچارواكوويلې چې دامنيتي دلايلوله امله يې نجف ته خپل هوايې پروازونه ځنډولې
دايران څخه دعراق مقدس ښارنجف ته چې داسلام دڅلورم خليفه زيارت پكې دى،دايرانيوالوتكوپروازونه ځنډيدلې دايران دهوايې قواوومشروايې دهغه تړون له مخې چې دعراقيوچارواكوسره لاسليك شوى بايددايران دمشهداوتهران څخه دعراق نجف ښاراوعراق ته په اوونۍ كې څوارلس پروازونه ترسره شي خوپه عراق كې وروستيوچاودنواوځانمرګوبريدونودغه هېوادته دايران دلومړنى الوتكې پروازنامعلوم وخت ته ځنډيدلى په عراق كې پدې وروستيوكې ترټولوسترځانمرګى بريد ديوې ښځې لخواترسره شوچې زياتره پكې ايراني زيارت كوونكې ووژل شول په لومړيوكې دوژل شووايرانيوزيارت كوونكوشمېرشپاړسوتنوته ورسيدخووروسته ځينې ټپي شوي كسان هم په روغتونونوكې مړه شول ايران هغه مهال ويلې ووچې ډېرټپي شوي ايرانيان ايران ته ددرملنې په موخه راوړل شوې اوځينې نورپه عراق كې تردرملنې لاندې دي پدې تېره موده كې په سلګونوشيعه مسلمانان په عراق كې دعاشورامراسيموته تللې داپداسي حال كې ده چې پدغه هېوادكې مذهبي تاوتريخوالى لاپه خپل حال پاتې دى خوځينې امنيتي كارپوهان پدې اند دې چې اوس مهال په عراق كې مذهبي تشددكم شوى