کرزی صيب..بيايې ورځ نه ده ښه شوې!

څوورځې وړاندې دهېوادپه سطحه درې واليان تبديل شول اوداسې اورېدل کېدل،چې داتونورو،ولايتونو واليان به هم تبديل شي.
دې کې شک نشته چې واليان دولسمشرځانګړي استازي وي.اوديوسياسي نظام دساتنې اوپالنې لپاره ډېرضروري اومهم وي.دوی مسووليت لري،چې دخپل ولايت دپرمختيالپاره کاروکړي.دکرهنې،معارف،امنيت، اونظام دټينګښت اونوروڅانګوکې دخپلولاس لاندې چارواکيوپه ملتيادنظام دټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي.په لنډوويلای شو،چې والي دمرکزي دولت اواړونده ولايت دوګړيوترمنځ پل وي.اوخپله سيمه کې دولسمشرحيثيت لري.سړی ويلای شي،که دولسمشرپه خواکې تکړه واليان اووزيران موجودوي،نوهغه ولسمشرډېرښه پرمخ تلای شي.
همدغسې بياريښتيني،وطنپرست اودښورئيسانولرونکي واليان کولای شي،چې دملي حاکميت اوپرمختيا رامنځته کولوکې مثبتې چارې ترسره کړي.اودولس ستونزوته مثبت ځوابونه ووايي.
کرزئ،صيب يوڅه غواړم،چې درته يې ووايم،خوخوا به پرې نه درنوې!ځکه ليکوال دولس سترګې وي،اودولس سترګې چې وړندې شي،نو ټول ولس وړندېږي،پرهمدې اساس نه غواړم چې خپل ولس ړوند کړم.
اوس مهال،چې په ټول هېوادکې امنيت ورځ تربلې خرابيږي،ډېروجوهات يې دبې کفايته،رشوت خورو،فاحشو،لوټمارو،بې فکرو،ماده پرستواوهغوچارواکيوچې انساني کرامت ته په هيڅ وياړ ندي قايل،په غاړه وراچولی شو.
بله خبره کرزی،صيب،ريښتياچې تاسې هم په پټوسترګولاسليک کوئ.دچااهليئت ته نه ګورئ.بې له تحليله اوتجزيې دڅوغوړه مالانوپه خولې چارواکي مقرروئ او برطرفه کوئ يې!
سمه ده،تاسو په زړه پاک ولسمشرياست،خونوره اداره موله فسق اوفجوره ډکه ده. هغه هم داسې ډکه چې خدايږوکه دهېوادپه تاريخ کې يې هم نمونه موندل کيږي.خويوه ګيله مې له تاسې هم کېږي، چې تاسې له خپلې ادارې نه بيخي ناخبره ياست!اوله ځان څخه مو ډېرغوړه مالان راتاوکړيدي.څوک چې درته ريښتيا وايي له هغونه لرې تښتئ! اياتاسې خبرياست، چې اداري چارې ټولې تجارتي چارې ګرځېدلي دي؟ اياتاسو خبرياست چې په حکومت کې چوکۍ په پيسوخرڅېږي؟ که نه ياست خبر،نو زه يې درته وايم،چې ديوه ولايت دامنيې قومندانۍ،چې په داخله وزارت کې معمولي خبره ده اولوړمقامات پکې شريک دي،بيعه دڅلوېښتÙ
�اويوسلوپنځوسو زروامريکائي ډالروترمنځه ده.
ښه کرزی صيب،طبعا اول به قوماندان کوښښ کوي،چې دخپلې چوکۍ سروباسي. بيابه يې ګټې ته ناست وي!نودی،به پدې پروسه کې دڅومره انسانانو پوستکي وباسي؟دی به څومره غيرقانوني کارونه وکوي؟دی به له اوسني نظام نه څومره خلک خوا بدي کړي؟څومره دوسيې به يې په بې ګناانسانانوپورې دالقاعده،حزب اسلامي اونوروپه نامه تړلي وي!اوڅومره بې ګنا ميندې خويندې به يې کړولي وي! ايادی به حکومت ته بې له تاوان څخه څه ګټه ورسوي؟ نه، هيڅکله هم نه!
جلالت ماب،دادکورنيوچارو،وزرات پرڅه اخته دی؟ هره ورځ په کابل ښار کې چاودنې کيږي،ولې نه کشفيږي؟ دغه کشفي اواستخباراتي چارواکي پرڅه اخته دي؟ څه کوي، يواځې پيسوګټلواوولس لوټلوته يې پام دی؟ اوکه خپل مسووليت سره يې هم کارشته؟
ښاغلي هېوادمشر!که په کابل کې دامنيت دغه حال وي،نو تاسې بياله ولايتونو،څخه څه هيله لرلای شئ؟
کرزی صيب،دهروالي اودولايت نور اداري چارواکيو،چې کله په وزارتونوکې کارونه بندشي،نو زښت ډېرپه عذابيږي،که پيسې ورنکړي نوکاريې هم نه کيږي.کله چې يوه دولتي اداره مرکزته رجوع کوي، په مياشتو،مياشتويې کارونه، نه خلاصيږي.خوهلته خلاصيږي،چې چارواکيوته څه زهر په خوله کې ورواچوي!
کرزی صيب،له عادي عسکر نه نيولې ترجنراله پورې ټولوچارواکيوله ځانونونه فرعونيان جوړکړيدي. نه خدای مني، نه وطن او نه ملي ارزښتونه!يواځې پيسې ورته اهميت لري،که پيسې دې ورکړې ښه او تر ښه،که نه نوهيڅ کاردې نه کيږي!
کرزی صيب،دجوزا داتمې دخونړۍ پېښې مربيان څوک وو؟ اوهغه څه شول،ولې دهغوی دوسيې نه رابرسېره کيږي؟ دغه کيسه ولې پټه شوه؟ که دولس په وينوباندې تاسو هم تجارت پيل کړ؟
کرزی صيب،ستاسوخواتني ملګري هغه داړه ماران دي،چې په رڼاورځ ولس لوټوي. همداشان ډالۍ خو ورته بيخي رشوت نه ښکاري!ستاسې دږيرې لاندې انډيوالانوهم بانډونه جوړکړيدي. هغه څوک حمايه کوي، چې حق ورکوي او دهغه چا مخالفت کوي، چې حق نه ورکوي! او داسې فکرکوي چې دجمهوري رياست پرچوکۍ ناست دي!خوتاسې پرې بيخي خبرنه ياست!
کرزی صيب،تاسې بايدپلټنه وکړئ،چې کوم کسان درته وفاداراوريښتيني دي؟دهرچا په خبره مه تېروځی!داهم بايد ځانته مالومه کړئ،چې امنيت ولې ورځ تربلې خرابيږي؟ حاکميت ولې کمزوری کيږي؟اوولس ولې پرحکومت ورځ تربلې بې باوره کيږي؟
دا هم ځانته مالومه کړئ،چې پرکومې چوکۍ باندې څومره پيسې اخيستل شوي او
اخيستل کيږي؟
کرزی صيب،خدای ته وګورئ،کله ناکله،وزارتونوته هم سرورښکاره کوئ، ټول عمرددربارد غوړه مالانو په خولې مه کېږئ!
ګورئ کرزی صيب،داخبرې به ډېرې ترخې وي،خودولس او هېواد په ګټه دي،ځکه چې داهېواد کله هم دغوړه مالانوپه لاسوکې لوېدلی، نوبيايې ورځ نده ښه شوې!