دمحرم لسمه

د  محرم لسمه چې مذهبا هم اهميت لري په پښتني کورو کې په دغه ورځ څه نا څه خيراتونه کيږي کوم چې هيڅ وس او قدرت  نلري  هغه هم د پنډو وريجو شوله هرو مرو پخوي او په جوماتواو کورو يې  ويشي .دا شوله  په زعفرانو  يا په بل ‌ژړ رنګ ژيړه شوې او خوږه شوې وي . په دغې ورځ مسلمانان  هر ډول خيراتونه کوي . د پسونو څخه بيا تر غوايانو پورې حلا ليږي او غوښې يې اومې خيرا تيږي . په دغې ورځ وږي او بيوزلي  کورونه کتغ او خواړه ومومي ماړه شي .ځنې خلک اوګره پخوي پسونه غوايان حلالوي غوښې يې په همدې اوګره کې اچوي .
ددې ورځې بل دود دا دی چې هره کورنۍ هديرۍ ته ځي او خپلو مړو ته دعا کوي او په قبرونو يې اوبه اچوي چې دا ددې ورځې يو نیک عمل ګڼل کيږي .د محرم لسمه په اسلامي ادابو او مراسمو کې يوه ښه او نيکه ورځ ګڼله کيږي چې د ټولنې د يووالي ،زړه سوي ،مرستې او نورو سبب ګرزي