![شاتو مچۍ تر څلورو حساب کولای شي](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
نوې څیړنه :
د شاتو مچۍ تر څلورو حساب کولای شي
شرف الدین عظیمي
څیړوونکو په دې ورستیو کې څرګنده کړې چې د شاتو مچۍ هم تر څلورو پورې حساب کوي .
د نړیوالو منابعو پر بنسټ ددغې موندنې لپاره د استرلیا په كوينزلند پوهنتون کې یوه څیړوونکي پنځه نښې په یوه تونل کې نسب کړې او دیوه تونل په مینځ کې یې لږ شات کیښود.
هغه مچۍ چې په تونل کې ننویستل شوې وې د نښو خواته له خوړو سره والوتې او کله چې خواړه له هغه تونل څخه واخستل شوې مچیو بیاهم پر هماغه لور والوتې .
څیړوونکي وایي : موږ چې کله مچیو ته تعلیم ورکاوه چې دریم تونل ته لاړې شي هغوی تلې کله مو چې هغوی ته د څلورم تونل تعلیم ورکړ بیایې هم اطاعت وکړ خو په څرګنده توګه دوی تر څلورم تونله پورې اطاعت کاوه او وړاندې لاړې نه ځه چې مچۍ تر څلورو پورې حساب کولای شي ډیر نه .