كوچيانوته په سپك نظرمه گورئ!


قدرمنولوستونكو!
شخصاٌزه پخپله زموږكوچيان وروڼه زموږدملي گټوساتندويان گڼم دوزيرانودشوراداعجولانه پرېكړې په كلكه محكوموم چې په وجهه به يې زموږمظلوم كوچيان په دې سخته گرمي كې ډېروكړېږي نه پوهېږم چي دوى خواران بيا دكوم ناوړه مصلحت ښكارشول؟
څوورځې دمخه مې د....جبهې دوياند كاظمي له خولې واورېدل چه ولسمشربايد ژرترژره دكوچيانوستونځه حل كړي ماناداچې له سيمې څخه يې وباسې ځكه خوښاغلي كرزي دانتقالي عدالت؟په رڼا كې ددې خاورې اصلي بچيان له تنكيو گلانو،سپين سروميندو،پلارونواويو زيات شمېرناروغانوسره كوچ ته اړايستل هغوى هم ځكه له ناچاري داظالمانه پرېكړه ومنله چي څوك دطالبانو په نوم ورباندې گلونه ونه اوروي .
تاسوباوروكړئ چي دې پرېكړې خوسخت ټكان ځكه راكړچه داستونځه په دې ډول هيڅ حل كيداى نه شي دكوچيانوستونځه بايد دملي ارمانونوپه ليكه كې ځاى په ځاى كړه شي ځكه چي كوچيان خويوله هزاره گانوسره داستونځه نه لري بلكې دهيوادپه گوټ گوټ كې له پښتنوسره هم داستونځه لري له دې كبله يوواساسي حل ته اړه شته زما په اند ښه به وي چه دملي ستراتيژي له مخې نړيواله ټولنه اوپه خاص ډول امريكايانواوانگرېزانوته ولسمشركرزى قناعت وركړي چي افغانستان يوه ډيره خاصه ستراتيژيكه نقطه ده ددوى لپاره اودوى به ترډېره وخته دخپلوگټو لپاره دلته تم شي خوترهغه وخته پورې به له ډيروناندريو سره مخامخ شې چې ترټولو به ورته سخته اودردوونكې دهيواددشمال له پلوه دروسانومداخلې وي داسي وخت به راشي چه ډيري درندې وسلې به په هواكې خنثی كيږي خوميدان به پياده قواوې وړي چه له بده مرغه زموږدهيوادپه شمال اوشمال لوېديځه برخه كې داسې ډول ډول قومي اقليتونه هستوگن دي چي له يوې خودمقاومت وړتيا نه لري اوله بلې خوادروسانوتراغيزلاندي وو،دي اوترډيره پورې به وي ځكه خوبايدغربي نړۍ وپوهوله شي چې زموږ اودوى دملي گټولپاره دهيواد شمالي اوشمال لويدځې پولې ټينكې شي چه داهيله صرف اوصرف په هيوادمين زلميان پوره كولاى شي چې هغوى همداد پېړيو پېړيو كړېدلي كوچيان دي دوى بايد نورله كډوالي څخه خلاص كړل شي اوزموږدگران هيواد په شمال،شمال لوېديځ اويوشميرنورئې داحتياطي قوت په څيرپه مركزي سيمو كې كه په زوروي كه په رضا ځاى په څاى،ښې ځمكې او امتيازات وركړل شي ترڅوهم داستونځه حل اوهم يوډاډمن امنيت دتل لپاره په سيمه حاكم شي .