افغانان


لارې مولا نه دي وهلي بې مزله روان يو
يووار به سرونه  بايلو خو بې ازله روان يو
لږ څه موچې ديار د سرو شونډو شربتونه وڅښل
بيا نو خمارخمارګرځو خدای خبر کله روان يو
خپل کور او خپل محل کې ناست يو بيا هم نه مو پريږدي
خپله خاوره کې ګوزار خورو له خپل محله روان يو
لکه خواره مرغئ چې اسيره وي تر باران لاندې
موږ هم  اسارت کې يو د پردو له قوله روان يو
همدغه افغانان يو او همدغه افغانان به وو
ګيله ځکه مکړه (ولـــي) موږ تل په بله روان يو