سوالګر نه دی خو ...

شيرګل کاکا د يولري پرتې سيمې اوسيدونکی اويا کاله عمر لري او اوس مهال  خپلو بچيانو ته د نفاقې د پيدا کولو لپاره ټوله ورځ په ښار کې د نوي جوړ شوي پارک په څنډه کې کوم چې هره ورځ ورباندې سلګونه کسان تګ راتګ کوي ناست وي د سوال لاس يې غځولی وي او وايي چې د خداي په خاطر يو څه راکړی ؟ واړه بچيان راته يتمان پاتي دي ،د خدای لپاره غريب يمه په کور کې څه نلرم .
شيرګل کاکا له اوله خيرات خور نه وو، خو د هر څه د خپل قسمت  له لاسه  ورته رسيږي او پدې حال يې کړيدی .
شيرګل کاکا هغه مهال  چې ځوان وو د خپل کلي ترټولو د ښه شتو او جايداد څښتن و ،خلکو يې قدر کولو،په  کلي او قوم کې د پينځو سړی و اوخلکو يې  خبرو ته غوږ نيوه .
دا چې ولی دا خوارکی پدې حال شوی؟ دخپل ژوند کيسه داسي کوي :
زه چې کله ځوان وم په هيواد کې سوله او امنيت شتون درلود د کلي ترټولو پيسی دار کس وم ښې زياتې پيسې مې درلودې په هغه وخت کې چا د موټر نوم هم نه واوريدلی زه د يوې لارۍ موټر خاوند وم ،مزې چړچې وې ،خلکو راته په درنه سترګه کتل ،د سيمې لويو واړو به د شيرګل کاکا په نوم يادولم ،هر شپه به مې چې په حجره   کې تر لسو کم کسان ميلمانه  نه وو خپه به وم، دا مې په خيال کې هم نه راتلل چې يو داسې څوک چې ښه ډير شته لري د ځمکو او شتو خاوند وي  هم غريب کيدای شي ، او د زياتو زامنوخاوند  پلار به هم بې بچو وي  او  سوال کولو ته به  اړ کيږي.
ده ويل کله چې په هيواد کې اخ ډب شروع شو د وخت په جمهور رئيس داود خان خدای خو دې  شهادت قبول کړي  د پرديو په لمسون د ثور په اومه  کودتا وشوه  او دهغې وخت مشروع رژيم يې را وپرزاوه او په ډير بې رحمۍ سره يې د د کور ټول غړي ورته شهيدان کړل  په زرګونه افغانان ددغه اور په لمبو کې لولپه شول او په هيواد کې نوی کمونيستي رژيم رامنځته شو ،هيواد باندې دوحشي روسانو سور پوځ يرغل وکړ ، په افغانانو سپينه ورځ توره شپه شوه ، زياتې ميندې يې بورې کړې ،د هيواد پتمنې ناوکۍ يې کونډې کړې ،ماشومان يې يتيمان کړل او تنکي ځوانان يې معيوب او شهيدان کړل نو موږ هم له دغه بل شوي اور څخه په امن کې پاتې نشو.
 ،يوه شپه مو په کور د راکټ ګولی راپريوته زما د دوو بچيانو په ګډون يې راته د کورنۍ اته کسه  غړي چي ښځې ماشومان او نارينه ول  په ډيرې بې رحمۍ سره شهيدان کړل ، يوازې زه او زما يو زوی  چې هغه مهال  دولس کلن وه  په مېله پاتې شو .
 شير ګل کاکا چې مجبورۍ اخيستی و، په کور کې  څه نه لري  د خپلي غريبی له امله د نوي پارک په څنډه کې تمامه ورځ د بل چا څخه د څه غوښتلو په تمه وي زما سره د خبرو په جريان کې  يې په روانو خلکو چې زموږ ترڅنګ تير شول غږ وکړ د خدای لپاره يو څه راکړی ،غريب يم ، واړه بچي راته يتيم پاتې دي ، خو نه پوهيږم چې پدې خلکو څه شويدي پر ځای ددې چې شيرګل کاکا ته څه ورکړي زاتي يې ورته ستغې سپوري هم وويلي ،روانو خلکو په غبرګو اوزانو وويل خدای د مړ کړه ټول ژوند د دغه پارک په څنډه کې تير کړ تمامه ورځ ته يې او ددغه پارک په څنډه کې د خلکو څخه د پيسو غوښتل .
خدای د مړ کړه لاړشه  د ډير عمر سړی يې په کور کې کرار کينه  خپل لمونځونو اودسونه کوه ته په پيسو څه کوې .
شيرګل کاکا چې د ژوند ډير سپرلي يې تيرکړي دي  ماته  يې په حقيرو سترګو  وکتل خو دا چې څه به يې  ويل او په  زړه کې به يې څه وي  پرې پوه نشوم .
خوارکی د ژوند کيسه بيا پيل کړه او زياته يې کړه ځوانه کله چې خلک د روسانو د ظلمونو نه  په تنګ راغلل نو و يې نه زغمل شول چې نور پدې هيواد کې ژوند تير کړي ګانډويو هيوادونو ته په کډه کولو مجبور شول زه هم دهغو کسانو له جملې  څخه وم چې ګاونډي هيواد  پاکستان ته مهاجر شوم   .
بچيه !هر څه مې چې په کور کې لرل همدلته پاتې شول دومره څه مو له ځان سره واخيستل چې د څو ورځو لپاره مو بس کيدل او خپل سرونه مو پکې د باد او باران  نه پټولی شول .
د پردي وطن به څه خوند وي پاکستان ته لاړو په يو داسې ځای کې مو کډه واړوله چې هلته د ژوند هيڅ اسانتياوې نه وې موجودې ژوند مو ډير تريخ و خو بيا هم دخپل ناموس د خوندي ساتلو په موخه هر ډول  قربانی ته تيار وو .
د ژوندې شپې ورځې تيريدې خو دا چې په موږ به څه تير شوي وي بچيه بلا ورپسې  او پاک الله د مسلمانان او خصوصاً افغان د بيا ځل لپاره ترې  وساتي .
ده وويل زوی کله چې افغانانو په جهاد پيل وکړ او د روسانو په مقابل کې په ميړانه ودريدل روسي يرغل ته يې شرمونکي ماتې ورکړه او يوازی افغانان نه بلکی د نړۍ ټول هيوادونه يې د روسانو د شر څخه خلاص کړل او اسلامي انقلاب په بريالي توګه  سر ته ورسيدو نوموږ هم د نورو افغانانو په څير چې د خپل هيواد څخه د ډيرو کالونو راپدې خوا ليرې اوسيدو ديدن ته يې  ډير تږي وو، هيواد ته راستنه شو.
 بچيه هغه مهال موږ هم  په وس کې ښه وو زوی مې عربي اماراتو ته  تللی وو يو څو پيسې يې ګتلې دژوند ګوزره مو پرې روانه وه .
شيرګل کاکا ساړه ديوال ته ډډه ووهله  په پرې او وچو شونډو يې ژبه را تيره کړه  خپلې خبرو ته يې داسې ادامه ورکړه ، زوی  ته مې واده وکړ ورا مې ورته وکړه زامن يې پيدا شول لوی شول يو څه هيله مې ورته پيدا شوه .
يو ځل بيا هغه د تير مهال  په څير  چې په کور کې به مو د ماشومانو خوږی خبرې اوريدل کيدې خوشاله وخت راغلی و ،که څه هم د اتو کسانو د وژل کيدو غم مو له زړه نه و وتلی  خو بيا هم د چا په خبره چې يو څه کم شو .
شيرګل کاکا چې  په سترګو کې يې اوښکې راغلې وې او څاڅکي يې په سپينه ږيره  لکه مرغلرې ښکته  را توی شوې، يو سوړ اسويلی يې له خولې ووتو، په ژړغوني اواز يې وويل، هغه زوی چې ما به ورپسې  د ژوند وروستۍ شپې او ورځی سبا کولې  د اماراتو څخه پس له څلورو کلونو اوږده سفره کور ته را روان و خو په لاره کې د يو ښخ شوي ماين د چاوديدو له امله چې دده د سپرلی موټر پرې وربرابر شو په شهادت ورسيدو .
شيرګل کاکا چې دسترګو يې اوښکی بهيدې او څو شيبې سر ټيټ نيولی و په بوږنونکي  اواز سره وويل خپل ناځوانه بخت راسره ياري ونکړه او پدې تير عمر او سپينه ږيره يې سوال کولو ته اړ کړم او دخپلو وږو بچو لپاره چې عمرونه يې شپږ او اوه کاله دي خيرات غواړم ...
رښتيا هم شيرګل کاکا سوالګر ندی اود ښار ژوند يې هم  نه خوښيږي خو خوارکی څه وکړي خپل زړښت او غريبۍ مجبور کړی دی چې  دا هر څه په ځان ومني او خپل پاتې ټول ژوند ديو سيلوري کسی سره يو ځای د ښار د نوي پارک په کونج کې  تير کړي او د خپلو يتيمولمسيانو دخوراک او پوښاک   لپاره څه پيدا کړي .
 
 ليکونکی مالي خان يعقوبي ١٣٨٧-مرغومي -١٤