 
        	    
                    
                                    
                    
 
 زموږ روسۍ جوړه چورلکه د انجمن پرکنډو د ۱۴۵۰۰ فوټه پرلوړه باندې د ختلو له امله په لړزه شوه،دانجمن كنډؤاودهندوكش له غرونوتر تېرېدو وروسته دپنجشېردره پرته ده.
سره له دې چې زموږ چورلکه د باتجربه پيلوټانو لخوا ښه رغول شوې وه، خو پر دغه کنډو باندې الوتنه د چورلکې له مجازحدڅخه تيری ؤ. زموږ بار دروند ؤ، څو زره پاونډه توکي مو د کارګو د برخې هر کونج او غار ته ور تخته کړي وو،پر پيلوټانو او بک سربېره، د مشر میخانيک په ګډون نهه مسافر وو، چې ټولو يې د شخصي سامان درانه بکسونه له ځان سره لېږدول، د بار ترټولو دروند شی، د لرګي هغه ستر صندوق ؤ چې زموږ ټوله وسله پکې ځای پر ځای وه. اوترټولو مهم شی هغه ستره توره پلاستکي بوجۍ وه چۍ پيسې پکې وې او اوسپنيزه پټوره مې ترې راتاو کړې وه او تر نظر لاندې  مې ساتله.
 اکمالاتي بار، دولس کسان او د هغوی شخصي سامان،اوهمداراز اضافي تېل په دغه لوړه کې پر چورلکه باندې زياتی  ؤ. زه د چورلکې په اوسپنيزه غولي باندې ناست او په خپل بکس باندې مې تکيه کړې وه اود چورلکې د وړاندېني دېوال او د ترپال چوکيو تر منځ بند ؤم.
 له کوم سوري څخه راننوتونکي سخت ساړه باد په شا وهلم، جاکټ مې راټينګ کړ څو ځان د کنګل له تند باد څخه وژغورم. د ګروپ نور شپږ غړي خو به يا د ترپال په چوکيو سره تنګ ناست وو او يا خو به د توکيو پر بنډل ناست وو، کريس د تيارو جوړو شويو خوړو پرټيټ بنډل  ماته مخامخ تکيه کړې وه، هغه له کړکيو څخه بهر پر واورې پټ د غرو سرونه کتل، مخ يې راواړوه، د ښي لاس غټه ګوته يې چې  دستکش يې پرې اغوستی و، پورته کړه او په مخ يې موسکا خوره شوه، هغه نږدې دېرش کلن ؤ او سره لويه ږيره، زموږ په ډول درنې جامې، د پيک خولۍ او دستکش يې په لاسونو و، څو د ارتفاع له لوړېدو پر مهال له ساړه سره مبارزه وکړي.
 الوتکه بيا په لړزه شوه او د څرخونو غږ د څو شېبو لپاره لوړ  شو،بک  چې دکرس تر څنګ ناست ؤ، وروکتل، هغه سپينې غوږۍ پر غوږونو وې او د پيلوټ ترڅنګ ځای کې ناست او په پام  سره يې  غوږ نيولی ؤ، څو شيبې وروسته هغه ټول ګروپ ته وروکتل او په هوا کې يې د U په  ډول کرښه وايسته، ښی لاس يې پورته کړ، سيده يې يووړ، بيا يې ناڅاپي ښکته کړ، غټه ګوته يې د ښه زيري په موخه پورته کړله.  موږ د انجمن په کنډو اوښتي وو، دا يوازينی ځای ؤ چې ټول موسکي شول، موټي مو داسې لکه هو چې وايي پورته کړل، زه په ځان پوه شوم چې له ويرې مې ساه بند نيولې وه،ترمخې له خطره ډکه الوتنه پرته وه خو ناوړه برخه مو ترشا پرېښودل، د فلمي صحنو برعکس ، په پوځي چورلکو کې د  ډير شور ماشور له امله خبرې اترې مشکلې دي، موږ ربړين غوږ خولپوټی چې ګوشکيو ته ورته ؤ، د غږ د کمولو لپاره په غوږونو کې ايښې وې، تکيه مې وکړه څو لږ ارام وکړم او د حالاتو  بيا کتنه مې پيل کړله،موخې ته تر رسېدو پورې ( د سوېل په لوري )تر هغه ډګره چې زموږ د کوربه،افغان شمالي ټلوالې لخوا کارول کيده څلويښت دقيقې الوتنه پاتې وه. له دې هاخوا موږ په هغه څه چې  ورسره مخامخ کېدو، لږ خبر ؤ.
د۲۰۰۱ كال دسپېټمبرپه په نهمه نېټه مسعودپه پنجشېركې دځانمرګي بريدله امله دشمالي ټلوالې دبادشاهۍ له كړۍ څخه ليرې شو،دمسعودمړينې دشمالي ټلوالې پر رهبري باندې ډېرمنفي اغېزاچولى ؤ،موږ خبر و چې د مسعود د مړينې سمدستي وروسته دټلوالې واکمن سره راټول شوي ،اوپه شمال كې يې له ټولوقوماندانانوسره اړيكې ټينګې كړې وې څو هغوی ته دټلوالې د ثابت پاتې کيدو او د طالبانو پر وړاندې د جګړې د دوام اطمېنان ورکړي،خوموږدپاچاهی د زور د وېشل کيدلو پرڅرنګوالي او يا دا چې د ټلوالې په ننۍ دايره کې د واک د کنترول لپاره کومې مبارزې روانې وې، نه پوهيدلو.
زه پوهېدم چې زموږګروپ لپاره به ښه راغلاست دوستانه وي ،خوهغه فکر چې څوك به عمومي مسؤل وي اودنوي رهبرغبرګون به څنګه وي، اندېښمن کړم.  زمااوږې وښورېدې اوريك  ته مې مخ ورواړاوۀ ،هغه ممتازته ، چې له  شمالي ټلوالې سره زموږ اصلي اړيکه وه او دهغو دوو افغانانو له ډلې څخه  ؤچې له دوشنبې څخه مود تيلو د بيا اچولو پر مهال له ځان سره را اخيستی ول،ېرمه ناست و.
ممتازهغه څوك ؤچې په ۱۹۹۶ كې يې له ما اوخليلي سره دلومړي ځل لپاره دبګرام په هوايي ډګركې ليدلي و. ممتاز په څرګند ډول  له همغه وخته تراوسه په همدې نړۍ کې رالوی شوی ؤ. هغه په خپل غټ جاكټ  کې ننوتلى ؤ،اوپخپل پنجشيري ډوله سپين اوتوردسمال يې مخ پټ كړی و، او سترګې يې پټې وې.ريك زماغوږته رانږدې شو،له يوه غوږه  يې غوږۍ ليرې کړله او ويې وېل : زموږ انډيوال خويو څه ډار شوی دی!
ما ريك ته وويل : هو! خو ملامتولی  يې نه شې، هغه ددومره وخت لپاره له موږ سره ؤاوخداى خبرچې په پنجشېركې تركوزيدو،وروسته به څه ورباندې تيريږي . ريک وويل چې هو! زه هم دومره نه يم خوښ،مااو ريك دواړوتكيه وكړه اوپه فكرونوكې ډوب شو.
ممتازپه دوشنبه كې دشمالي ټلوالې مهم نماينده ؤ،چې دمسعودترټولوباوري ځوان افسرامرالله صالح سره يې كاركاوۀ . سي،ای،اې له امرالله صالح  او د هغه شمالي ټلوالې له کسانو سره په تېرو دووكالونوكې ثابتې اړيكې درلودې اوممتازچې ۲۸ كلن بااستعداده ځوان ؤپه انګليسي ژبه ښۀ پوهېدۀاو يو څه روسي ژبه يې هم زده وه.
ممتازپه پنجشېركې  پيدا شوى اولوى شوى ؤ،هغه د مسعود تر ټولو ډير خوښ ؤ، د دوشنبې دنده ډيره مهمه وه او يوازې د مسعود باوري کسانو  د دغه دندې مشري کولی شوه.
ممتاز وويل : دامرالله صالح په امربه دى زموږله ګروپ سره ترهغوچې په افغانستان كې وي، يوځاى وي .
دويم افغان چې زموږله ګروپ سره ؤ، نصيرنوميده . نصيردروسانوله خوادپيلوټۍ لپاره روزل شوى ؤ،هغه دكمونيستي رژيم له ماتيدو وروسته په ۱۹۹۲ كې له شمالي ټلوالې سره يوځاى شوى ؤ،نصيرپه ۱۹۸۹ كې دروسانوپه ګټه پيلوتي كوله ،اوله هغه وروسته يې دنجيب الله كمونيستي رژيم په ګټه دمسعودځواكونوپروړاندې  اصلاً جګړه ايزې الوتنې كړې وې ،كله چې دنجيب رژيم مات شواوهغه يې دسړك پرغاړه له ولاړې مټې څخه راځوړندکړو، نصيرله بريالۍ شمالي ټلوالې سره يوځاى شو .
زموږ) لويديځوالو) لپاره بهخ ښايي دغه كار نا اشنا ښكاره شي ،خوپه افغانستان كې له يورژيم څخه بل رژيم ته خپل اړخ بدلول هېڅ نااشنا نه ده.
نصير اوس مهال د شمالي ټلوالې يوباوري تن ؤاوڅوځله يې مسعودپه سورلۍ هم الوتنې كړې دي ،نصير په درېيمه چوکۍ کې زموږدپيلوټانوترمنځ ناست و اوهغوى ته يې افغانستان ته د راننوتلو پر مهال په اسانوموړونو باندې د الوتنې مشوره او پنجشير ته له خطره ډک موړونه او څنډې له هغوی سره څېړلې.
له دوشنبې څخه دالوتنې له مهاله يوساعت وروسته ،نصيرڅوكسانوته چې دغونډۍ پرسريې دفاعي پوسته  جوړوله اشاره وكړه او ويې ويل چې هغوی د طالبانو ځواکونه دي.
كله چې  چورلكه له هغوى څخه بلې خواته وګرځېده ،نصيرورپورې وخندل او ويې ويل چې موږډېرتېزروان يواوپدې سربېره دوى هدف  هسې هم نشي ويشتلاى ،اندېښنه مه كوه . که چيرې پر مځکه کسانو زموږ د چورلکې د کتلو لپاره وخت لرلی ښايي چې پر موږ يې شک پيدا وای ځکه چې د چورلکې رنګ خړ ؤ او پنجشير ته له رسيدلو سره سم مو د بدلولو پلان درلود. 
بک زموږدپاملرنې لپاره اشاره وكړه او ويې وېل چې د کوزيدولپاره يوازې لس دقيقې پاتې دي .
ميوري د کريس ترڅنګ  او  کارګو ترڅنګ ارام ولاړ ؤ، هغه په دغه ډول کارونوکې  پوخ ؤ، يو اغيزمن سړی، چې د شپږو فوټو څخه لوړه ونه، پلنې اوږې ، نرۍ ملا او لنډۍ  ږيره يې درلوده او توره بېسبال خولۍ يې په سر وه، جګړې ته د تګ پر مهال دده په څير کس ته اړيتا وي. د چورلکې تر بارولو وروسته، ډاکټرد بار د انبار څخه پنا و. هغه يوډنګراو ځواکمن سړی و،چې سپين وېښتان يې درلودل او له ارزښته کم ګڼل يې اسان ؤ( خاکساره خوی يې درلود.ژ).  د پوځي تجربې  اوله   سي، ای،اې سره د ډيرو کلونو د ځانګړو عملياتو د تجربې تر څنګ  هغه په روحياتي عملياتو ډير ښه پوهيده. 
 له هغه سره د تيرو څو ورځو د يو ځای کارکولو پر مهال را ته څرګنده شوه، چې برسېره پر ځيرکتيتا( د هارورډ له پوهنتون څخه يې ماسټري کړې وه:ليکوال) هغه په ډير ښه فزيکي حالت کې هم ؤ، او د تبرپه څېر تيره( ځواکمن) ؤ.
( پاپي ) د بک تر څنګ ناست و او له هغه مخابرې سره چې د ترپال چوکۍ لاندې تړل شوې وه، بوخت ؤ. هغه پنځه فوټه او لس اينچه لوړ واو تور ګوړګوتي وېښتان،  چې سپين پکې لګيدلي ؤ، درلودل. زه له پاپي څخه اغيزمن شوم،هغه په ساحه کې تجربه درلوده او د کار ظرفيت يې ډير لوړ ؤ. د هغه ښه وجدان ډير اغيزمن ؤ. ده او ريک لا له وړاندې د مارک برادرز( د فلم نوم.ژ) په اړوند خبرې اترې پيل کړې وې. بک زموږ د پاملرنې لپاره په ناڅاپي ډول اشارې وکړلې. هغه دواړه لاسونو پورته او ټولې ګوتې يې ودرولې، کوزيدلو ته لس دقيقې پاتې وې، زموږ نږدې پنځه ساعته سفر تقريبا په ختميدو ؤ.کښته درې ته په ورکوزيدلو سره په فشار کې ثابت بدلون راته اوورو ورو مې مازغه  پر ځای شول،د چورلکې دننه حرارت ورو پورته کيده او موږ هم ګرميدلو. د کرېس تر شا غرونه نور په واورو نه و پټ بلکې نسوراي رنګه او ډبرين ول، د سترګو تر شا په سر مې تيزه سر دردي هم شروع شوله،ډاكټرهم ويلي ؤ چې د انجمن غرونو پرسريوساعت سفرښايي داكسېجن دكموالي له امله سردردي ،داوبوكميدنه اوستړيارامنځته كړي . ما ګډوډ باور درلود چې ښايي دری واړه علايم په ما کې پاتې شي، بدبختانه چې ما رښيتنی اټکل کړی ؤ.( ليکوال دلته په پنجشير کې د ورپېښې ناروغۍ يادونه کوي.ژ)
د بک له دغې اشارې سره موږټولوځانونه وښورول ،بكسونه موټينګ كړل اودسمالونه موله ځانونوتاؤكړل. ددغه ماموريت د پلان کولو اوږدې ورځې اوس پای ته رسيدلې وې او کوزيدلو ته يوازې څو دقيقې پاتې وې،.ماله ځانه سره فكروكړچې ( په افغانستان کې دمسعودشمالي ټلواله يوازينۍ ساتندويه ځواك دى ،چې ددغه لس کسيزه  امريكايي ګروپ ساتنه به كوي ،كه چېرې كوم څه پېښ هم شي نوزموږيوازينۍ هيله دغه چورلكه ده او ترټولو نږدې امريکايي مرکز په ازبکستان کې ؤ چې د ستونزې په وخت د مرستې کولو لپاره ډير ليرې واوكه  هغه امرکايي ځواکونه رارسېدلای هم شوای، هغوی د غبرګون ښودلو لپاره اجازه  نه درلودله). چورلکه په هوا کې ودريدله او له مځکې څخه يوازې يو اينچ ليري وه، ساعت ته می وروکتل،د ماسپين ۰۲:۴۰ بجې وې.
 بک د چورلکې په  دروازه کې د خوځښت د څارلو لپاره ولاړ و، هغه په داسې حال کې چې چورلکه وښوريدله ، راوګرځيد. چورلکې لږه جټکه وخوړله خو بيا ثابته شو، بک موسکۍ شو، بيا يې  لاس پورته اوغټه  ګوته يې سيخه کړله، موږ ښکته شوي وؤ!
بک دروازه خلاصه کړله او اوسپنزې زينې يې برابرې کړلې،د چورلکې څرخونو نسواري رنګه دوړې پارولې، بک کوز شو په خولۍ يې لاس نيولی و او د چورلکې د مخ په لوري ورغی څو د خونديتوب لپاره يې معاينه کړي. بيا پيلوټانو د هغه په اشاره د چورلکې ماشين بند کړ، موږ ټول ولاړ و اوله وړو کړکيو څخه مو بهر ته کتل څو روان حالت وګورو. چورلکې څرخونه  هم په کراره شول. ميوري له ټولو لومړی وتلو ته ځان ټيله کاوه او غوښتل يې چې د ګروپ په منځ کې هغه لومړنۍ امريکايي وي چې پر مځکه يې پښه لګيدلي وي. ما او ريک يو او بل ته وکتل او په مسلسل ډول مو وخندل. زه د ميوري په تعقيب په احتياط سره ولاړوم، د الوتنې له کبله  مې لنګي لړزيدل.
تېزلمرمې سترګې وبرېښوولې ،اسمان ډېرشين اوهوانرمه وه . نسواري رنګه مځکې ته مې ورټوپ کړ او څو ګامه ليرې ولاړم څو د ګروپ نور غړو ته لار خلاصه کړم.
ممتازهم له ما وروسته راكوزشو،ممتازهغه افغاني ګروپ ته چې دچورلكې له څرخونوڅخه يوڅوګامه ليرې ولاړؤ دستړي مشي لپاره ورغى ،كله چې موږځانونه وڅنډل يوه ډله افغانان چې ټول اندېښمن ول له موږ څخه د ستړي مشي په خاطر راتاو شول، اوس ۰۲:۴۵ بجې، کال ۲۰۰۱ او د سپتمبر ۲۶ مه نيټه وه او موږ ښکته په شمال ختيځ افغانستان د پنجشېر په دره کې وو.
                  
 
             
            