 
        	    
                    
                                    
                    د خدايي خدمتګارانو مشر خان عبدالغفار خان په خپل مهم اثر ( زما ژوند او جدو جهد ) کې ډېر  زړه پورې معلومات او خاطرې ليکلي دي .
 يو له دغو زړه پورې مطالبو څخه  فلسطين ته دهغه د سفر خاطره ده .
 غفار خان  ( باچا خان ) ليکى چې هلته به اسرايئلو شپه ورځ کارکو خو فلسطينيان به په سماوارونو کې ناست او چايونه به يې څښل .
 غفار خان دا هم ليکلي چې کله به يې ترې وپوښتل چې ولې کار نه کوئ ؟  هغوى به ويل چې مهدي ( ع ) راځي او هرڅه دوى ته پاتې کېږي .
 د فلسطين او اسرايئلو ترمنځ شخړه که څه هم په رسمي بڼه له  ١٩٤٨ کال راهيسې پيل شوې ده ، خو اوسنى فلسطين او بيت المقدس او پخوانى  اورشليم  پخوا هم هميشه د صليبي جګړو ډګر پاتې شوى و .
 هغه مهال به د پاپانو او کشيشانو په لار ښونه  په وسلو بار ټوله اروپا را وخوځېده خو چې کله به يې د مسلمانانو له خوا مرګوني ګوزارونه وخوړل بيرته به نيمايي لښکر په منډو وتښتېد  .
 اروپا هغه وخت هم ډېر امکانات لرل خو مسلمانان هم ترې کم نه و ، په هغه  وخت کې  چې د امريکا له بطنه  د ( * little Boy )  د زېږولو تصور هم نشو کېداى   ، اسلامي لښکرو د خپلو  مشرانو په لارښونه کيمياوي مواد جوړول او  کارول يې .
 هغه وخت مسلمانو مشران دغه ايت شريف :  ( و اعدو لهم مستطعتم ... الايه ) عملي کړى و او په هرډګر کې يې  له نورو سره سيالي کولى شوه  .
 هغه مهال د مجاهدينو د مشرانو په قومانده د علم او تخنيک مرکزونه ،  نه سوځېدل ، معلمان او شاګردان نه وژل کېدل او ...
 هغه مهال د مسلمانانو په منځ کې د عمادالدين زنګي ، سلطان صلاح الدين ايوبي او ... په څېر غښتلي ، مخلصه او په خپلو مسلمانانو مين مشران موجود وو .
اوس د ساينس او ټکنالوژى دور دى ، دنيا هرکال په هره برخه کې خپل پرمختګونه نندارې ته وړاندې کوي .
 د هند او پاکستان ترمنځ د لرې واټن ميزايلو د جوړولو سيالۍ توده ده ، ايران د بې چلونکي اوبتلونو خبرونه ورکوي ، امريکا په فضا کې دفاعي ډال دروي   او ...
 خو زموږ په هېواد کې يواځې په څو کلونو کې له ٦٠٠ ډېر ښونځي سوزول کېږي او تړل کېږي ، ښونکي وژل کېږي ، پر زدکونکو نجونو تېزاب شيندل کېږي  او ماشومان مو په ويره او ترس ښونځيو ته ځي .
 زموږ مشران هرې پېښې ته په شعارونو او مظاهرو غبرګون ښيي او له هغې هم سياسي ګټه پورته کوي .
 خو پوښتنه داده چې ايا د کوم مظاهره کونکي لاس به د قاتل اسرائيل تر مرى ورسېږي ؟ ايا کوم شعار به ددغو قاتلانو ډبرين زړونه نرم کړي او ايا ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نه ، هيڅکله هم نه .
 که دغو شيانو باندې څه کېدى اوس به د فلسطينيانو وژنه بنده وه ، په اسلامي ملکونو به ښکاره يرغلونه ، نه کېدل  او ....
د خان عبدالغفار خان خاطره مې ځکه رانقل کړه چې زموږ په ګډون دټولو اسلامي ملکونو برخليک له تيارو سره مخ دى او دا ځکه چې موږ د يرغلګرو ملکونو پر وړاندې  خالي لاس يوو او څه چې په مو په لاس کې دي هغه هم د هغه چا پيدا وار دي چې موږ يې پر ضد شعارونه ورکوو .
 ادريس ع  دتورې او زغرې جوړولو د فن لوى ماهر و  ، دغه راز د حضرت رسول اکرم ص په زمانه کې صحابه وو ، له کفارو تورې ، زغرې ، غشي ، ډال او نور جنګي الات  نه پېردول بلکې په خپلو لاسونو يې جوړول .
 خو اوس زموږ دعبادت شيان هم ډېرى په غير اسلامي ملکونو کې جوړېږي او دا ځکه چې زموږ عمر په شعارونو کې تېرېږي علم او پرمختګ سره دښمني لرو او ...
نن چې يو موټي اسراييلو نه عربي شتمن او پراخ  ملکونه په ويره کې دي او پر فلسطين  رڼا ورځ   ناتار جوړ دى ، علت يې  دادى چې قوي اقتصاد او نظامي ځواک لري او د يو شمېر نورو  پرمختللو کفري ملکونو ملاتړ ورسره دى .
 خو اسلامي نړۍ بيا داسې نه ده ، فلسطين کې اور بل دى ، غريب اسلامي ملکونو کې ماشومان له ولږې مړه کېږي خو عرب شيخ په دوه ميليونه ډالره په يوه ننداره کې د موبايل يو ځانګړى  نمبر پېري .
 په لکونو روپۍ بازان اخلي او په دښتو کې ښکار کوي او د خپلو جنسي قوو د پياوړي کولو په موخه درانه لګښتونه کوي .
 په هرصورت ، له نورو سره مو کار نه شته خو خپلو ته همدا وايو چې نور د شعار وخت تېر شوى ، چې زور او زر نه وي يواځې جذبه کفايت نه کوي .
 په کار ده چې په خپل نسل ورحمېږو ، وه يې روزو ګوندې داسې نوښتګر  مغزونه په کې رامنځ ته شي چې په ابتکار يې راتلونکى نسل د مجبوريت له ژونده وژغورل شي .
                                                                                            محمد نعمان دوست ، کابل
                                                                                                    د مرغومي ١٣ مه
*
Little Boy
دا هغه لومړنى اټومي بم و چې د امريکا له خوا د ١٩٤٥ کال د اګست  په ٦ ام سهار د جاپان په هيروشيما وکارول شو.
                  
 
             
            