
نوریه وهاب
پا ڼه یم د ونی را تو ییږمه
پرخه د چمن یمه و یلیږمه
ګل یم د ګلاپ یوځل می وخندل
تیرچی می موسم شی مړاوی کیږمه
ګل یمه منګول چی رانیژدی نه کړی
نه غواړم ا زغی پری زخمی کیږمه
یوړمه د خیال سیلی تر لوړ چیناره وختم
پریوتم شبنم شوم ا وبه کیږمه
څمره چی پراته ګلان په خاورکښی
ټول خزان وهلی پری ژړیږمه
ما ته هم شمال د خزان مخه کړه
وړی به می ډیرژر زه پری پوهیږمه
سترګی د نرګس چی ولاه مړاوی شوی
زه نوریه هم مرمه فناه کیږمه