غزل

دنارنج دګـــــــــل وږمې دي ننـــــــګرهارباندې خورې دي
پسرلى دي شنې درې دي ننـــــــــګرهاربانـدې خورې دي
 
څه دعــــطرو خوشبــــــــي ده ګلـــــــورينه ده مســـــــــتي ده
دبورا بلبل نغـــــــمې دي ننــــــــــــګرهاربانـدې خورې دي
 
څه تازه غـــــوندې هـــــــــوا ده هره خــــــــــــوا په هره خوا ده
په هر لور جوړې مېلې دي ننـــــــــګرهارباندې خورې دي
 
نن ضرور به ځو چــــــکرته جلالکوټ ښـکلي سهـــــــــارته
ښکلا ګانې نندارې دي ننــــګرهاربانــــدې خـــــــورې دي
 
راځـــۍ ورشو احـــــــترام ته دحبــــــيب زي اشنــــا سلام ته
څومره ښکلې ورځې شپې دي ننـګرهارباندې خورې دي
 
عبدالله حبيب زى  جلالکوټ