غزل

زما نوی غزل ملګرو ته ډالۍ
لکه خوږه لکه شکر را باندي ښه لګيږي اوس خو د کلي مازيګر را باندي ښه لګيږي
پيغلي رواني دي منګو سره ګودر ته دروميدادنګ چينار په شان د غر را باندي ښه لګيږي
دا چې د ګل سره ياري کړي پرخه پرخه شبنمدا ګلورين غوندې سهار را باندي ښه لګيږي
چرته چې څوک د ښکلو ذکر يادونه کوي دا بعضي.بعضي خواکثر را باندي ښه لګيږي
څوک چې د خيرپه نامه کار کړي د پښتو لپارههغه که لر وي اوکه بر را باندي ښه لګيږي
څومره دى خوندڅومره مزه پکې کنه حبيب زىمازيګري د پيښور را باندي ښه لګيږي
عبدالله حبيب زي