
سلاكار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد د پكتيا ولايت له اړوندو ولسواليو د ليدني لړۍ پيل كړه
نن ( سه شنبه ) د مرغومي لسمه د اريوب ځاځيو له ولسوالۍ څخه چي يوه سرحدي ولسوالۍ ده ليدنه وكړه ، او د ليدني په ترڅ كې يي له ولسوال قومي مشرانو ، سيمه ايزو شوراګانو او انكشافي شورا ګانو له غړو سره وكتل .
پكتيا والي ښاغلي همدرد همدا رنګه د خلكو ستونزي واوريدي او د بيارغوني د پروژو له بهير څخه يي ليدنه وكړه ،
د دي تر څنګ پكتيا والي له خلكو په ډاګه و پوښتل چي د دولتي چارواكو له چال چلند څخه خوښ دي او كه نه
يوه اوونۍ وړاندي پكتيا والي ښاغلي همدرد د پكتيا ولايت څمكنيو ولسوالۍ ته سفر كړي وو او هلته يي هم دي ته ورته كړني تر سره كړي وي
د يادوني وړ ده چي پكتيا والي تر دي مهاله د پكتيا ولايت يو شمير زياتو ولسواليو څخه ليدنه كړي او د خلكو ستونزي يي له نږدي اوريدلي دي ،
پكتيا والي ښّاغلي همدرد تر اوسه ، له زرمت ، شواګ، وزي ځدراڼ ، ګرده څيړۍ ، احمد ابا ، سيد كرم ، ميرزكه ، احمد خيل ، څمكني او اريوب ځاځيو ولسواليو څخه ليدنه كړي ، او د امنيت په برخه كي يي له خلكو څخه ډاډ تر لاسه كړي دي.
سمون