د ملي زېربنا د جوړېدو اړتیا

 
ولسمشر اشرف غني په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې د «ملي زېربنا پلان» اعلان کړي. په هېواد کې د ملي زېربنا پلان له څو اړخه د پام وړ دی، لومړی دا چې له شهید محمد داوود خان څخه وروسته دا دوهم ځل دی چې یو افغان واکمن د هېواد لپاره اقتصادي پلان او لرلید لري. د ملي زېربنا د پلان جوړولو دوهم ارزښت په کې دی چې دغه پلان به وکولای شي د افغانستان لپاره د اقتصادي فعالیتونو یو وړ او مناسب بستر رامنځته کړي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې له بده مرغه افغانستان د خپلې اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره داسې یو بستر پیدا نه کړ چې اقتصادي فعالیتونه په کې تنظیم او د خلکو پانګه په اقتصادي سایکل کې داخله شي. تېر حکومت په سیاسي مسایل کې دومره ډوب و چې اقتصادي مسایل یې ټول حاشیې ته کړي وو، دا یو منل شوی حقیقت دی چې ثبات او امنیت له اقتصاد سره تړلی دی، که د یوه هېواد اقتصادي اړتیاوې پوره نه شي او پر خپلو پښو ونه درېږي، ناشونې ده چې په نورو برخو کې پرمختګ وکړي. له نېکه مرغه نوي ولسمشر اشرف غني اقتصاد ته د خپل کار په لومړیتوبونو کې ځای ورکړ دی. په همدې اساس نوموړي څو اونۍ مخکې اعلان وکړ چې ډېر ژر به په راتلونکو څو میاشتو کې د ملي زېربنا پلان اعلان کړي.
د ملي زېربنا په پلان کې لومړی افغانستان نږدې څلوېښت زره کیلو مټره پوخ سړک ته اړتیا لري، د پخو ټرانزیټي او ټرانسپورټي سړکونو نه شتون په تېرو څو کلونو کې هغه لویه ستونزه وه چې ډېره محسوسېده، یعنې که موږ غواړو چې د کانونو او کرنې په سکتورونو کې پانګونه وکړو نو لومړۍ اړتیا دا ده چې پاخه سړکونه ولرو، تر څو خپل محصولات پر وخت داخلي او بهرنیو مارکېټونو ته ولېږدوو.
که څه هم په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې زرګونه کیلو مټره پاخه سړکونه جوړ شول، خو دغه سړکونه په کیفي لحاظ د افغانستان اړتیا نه شي پوره کولای. هغه سړکونه چې په افغانستان کې جوړ شوي، نه یوازې د لګښت له پلوه د سیمې له هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دي، بلکې د کیفیت له پلوه دومره خراب کار په کې شوی چې اکثره یې اوس بېرته ویجاړ شوي او یا د ویجاړېدو په حال کې دي.
ټرانزیټي لارې او پاخه سړکونه له یوې خوا په داخل کې اقتصادي فعالیتونه ګړندي کوي او سیمه ییز اقتصادي ور سره پیاوړی کېږي، له بل پلوه د افغانستان لپاره یوه لویه عایداتي سرچینه ځکه بلل کېږي چې دغه هېواد د اسیا د څلور لارې امتیاز هم لري.
افغانستان د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د وصل یوه ډېره ښه کړۍ ده، نن ورځ که پاکستان او د سویلي اسیا نور هېوادونه وغواړي چې د وچې له لارې ځان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي نو یوازېنۍ ټرانزیټي دهلېز افغانستان دی، همداسې که د منځنۍ اسیا هېوادونه وغواړي چې له سویلي اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي، نو مالونه یې باید د افغانستان له لارې تېر شي.
د ملي زېربنا پلان د دې هیلو او فرصتونو د تحقق لپاره یو ډېر ښه چوکاټ جوړوي. د دې پلان له مخې همدارنګه په پام کې ده چې د اوسپنۍ پټلۍ د جوړولو او انرژۍ د تولید په برخو کې هم پانګه وشي. د اوسپنې پټلۍ چې نن ورځ په سوداګرۍ کې تر سمندر وروسته د ټرانزیټ ارزانه وسیله ګڼل کېږي، له بده مرغه افغانستان ترې برخمن نه دی. هغه بازارونه چې موږ غواړو هغو ته لاسرسی ولرو او هغه هېوادونه چې غواړي افغانستان ته خپل توکي ولېږدوي، د اوسپنې پټلۍ موجودیت ته په کې ډېره اړتیا لیدل کېږي. کارپوهان وايي په افغانستان کې د کانونو تر استخراج مخکې لومړی باید په دغه هېواد کې د اوسپنې پټلۍ جوړې شي، ځکه چې بهر ته د خامو او پخو موادو د لېږد لپاره د اوسپنې پټلۍ اساسي اړتیا ده.
همدارنګه که غواړو چې تولید او صنعت مو وده وکړي، نو اړتیا ده چې لومړی باید د یادو سکتورونو د چلولو لپاره انرژي برابره کړو. افغانستان چې د اوبیزو، لمریزو او بادي برېښنا د تولید لپاره ښه پوتنشیل او طبیعي ظرفیتونه لري، اوس هم د خپلې اړتیا وړ برېښنا له بهر څخه پېري. واردتي برېښنا له یوې خوا د افغانستان ټوله اړتیا نه شي پوره کولای او له بلې خوا د قیمت له پلوه ګرانه تمامېږي.
تمه ده چې د ملي زېربنا په پلان کې د برېښنا د تولید پر ټولو سرچینو پراخه پانګونه وشي. که موږ یوازې د کورنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره د اوبو او برېښنا بندونو پر جوړولو پانګونه وکړو، نو کولای شي چې د انرژۍ په برخه کې موجوده ستونزې مو حل کړي. که پر نورو منابعو لکه بادي او لمریزو سرچینو پانګونه وشي، نو کېدای شي چې بهر ته هم انرژي صادره کړو. د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان ۷۵ سلنه روانې اوبه ضایع کېږي. که دغه اوبه مهار شي نو د برېښنا د تولید او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې