
هسې خو د بشري جنګونو د تاريخ زياته برخه د استعمار له کرغېړنو کيسو ډکه ده، خو هغه څه چې اسرائيلي استعمار له دې ټولو بېلوي دا دي چې نورو استعمارونو به يوازې د محکومو خلکو شتمنيو يا مذهب ته سترګې نيولې وې، خو دې ښکېلاک محکوم خلک ووژل، د هغوی ديني مقدسات يې سپک کړل، د هغوی د تاريخ د مسخ کولو هڅه يې وکړه، د هغوی ټولې طبيعي او بشري شتمنۍ يې لوټ کړې، او په پام کې لري چې د دې سيمې ټول اصلي وګړي د تل له پاره د نړۍ له مخه پوپناه کړي، تر څو يې پر ځای د صليبي هيلو پوره کوونکی يهودي هيواد ټينګ کړي.
مونږ چې کله غواړو پر خپلو نيمګړتياوو او ناځوانيو سترګې پټې کړو، نو له دسيسو څخه يادونه کوو. خو د فلسطين په قضيه کې زمونږ د نيمګړتياوو سره سره يوه واقعي دسيسه هم موجوده ده، داسې دسيسه چې له سلګونو کلونو راهيسې ور ته کار کيږي، او مسئله تر دې بریده کړکېچنه شوې چې د پرديو د توطيؤ او د خپلو د خيانتونو له امله د دې ځمکې هغه اوسيدونکي چې له زرګونو کلونو راهيسې پر دغه خاوره مېشت دي، د ژوند له حق څخه بې برخې کيږي.
تاريخ پر دې شاهدي ورکوي چې د فلسطين ځمکني موقعيت او له خوا او شا سيمو سره د هغه نه شليدونکو اړيکو د هغه په سرنوشت کې تل د کتنې وړ ونډه اخيستې. له ميلاد څخه د وړاندې څلورمې زريزې په پای او د درېيمې زريزې په پيل کې سامي عربانو(له عربي ټاپووزمې) دغې سيمې ته چې تر هغه دمه تشه وه، په ستره کچه هجرت وکړ. د دغه هجرت په ترڅ کې، چې په تاريخ کې ترې د اموري- کنعاني هجرت په نوم يادونه کيږي، اموريان شام او د هغه جنوب ختيزو سيمو کې، او کنعانيان په ساحلي سیمو او د شام په جنوب لويديزو سیمو(اوسني فلسطين) کې مېشت شول. د کنعانيانو د مېشېدنې له امله دغې سيمې د کنعان د ځمکې نوم خپل کړ، او دا د دغې سيمې په تاريخ کې تر ټولو لومړنی نوم دی. په ۱۸۰۵ ق م کې له عراق څخه حضرت ابراهيم دغې سيمې ته لاړ، او په ۱۷۹۴ق م کې د بي بي هاجرې د زوی حضرت اسماعيل، چې بيا يې وروسته په ګډه کعبه شريفه هم اباده کړه، پلار شو(مسجد اقصی يې د کعبې له ودانولو وروسته ابادکړ). د حضرت اسماعيل له زيږيدلو ۱۴کاله وروسته يې له لومړۍ مېرمنې(بي بي سارا) څخه حضرت اسحق په نصيب شو. د حضرت اسحق د زوی حضرت یعقوب کورنۍ چې شمېر يې له لسو تنو څخه اوښت په ۱۶۵۶ق م کې د قحطۍ له امله مصر ته (په داسې حال کې)ولېږدېده(چې د يوې لويشتې ځمکې څښتنان هم نه وو). د حضرت يعقوب د لقب اسرائيل له امله د هغه ټول ذوذات د بني اسرائیل په نوم مشهور شو. د مصري فرعونيانو د زور او ظلم له امله ۴۰۰ کاله وروسته بېرته د کنعان ځمکې ته را ستانه شول او د يوشع تر مشرۍ لاندې يې د دغې سيمې څه برخې په زور لاندې کړې.
په ۱۲مه ق م پېړۍ کې د اسرائیليانو له راتګ سره هم مهال، د کرت له ټاپوګانو(اروپا) او اژه بحيرې څخه فلسطيان(philistine) نومي وګړو د بحر له لارې د کنعان ځمکې ته لاره وکړه. په دې توګه د کنعان ځمکه د اسرائيليانو، فلسطيانو، او د ځمکې د اصلی څښتنانو تر مينځ ووېشل شوه. فلسطيان وتوانېدل د خپلو اوسپنيزو وسلو په زور د اسرائيليانو د پرمختګ مخه ډب کړي. د وخت په تېرېدو فلسطيان په کنعانيانو کې ذوب شول مګر نوم يې د کنعان په نوم زورور شو او د کنعان ځمکې د فلسطين نوم غوره کړ. په ۱۲۵۰ ق م کې اسرائيليانو د کنعان څه سيمې لاندې کړې، او په ۹۶۵-۹۲۸ق م کې د حضرت داوود(چې په ۹۸۵ق م کې يې واکمني تر لاسه کړه) د زوی حضرت سليمان تر واکمنۍ وروسته، اسرائيلي دولت د اسرائيل(چې پايتخت يې شکيم وو) او يهودا(Judah) په دوو برخو ووېشل شو. په ۷۲۱ق م کې اشوريانو(Assyrian) د اسرائيل هيواد فتح کړ، او په ۵۸۶ق م کې دوهم دولت يهودا(چې پايتخت يې اورشليم وو) د بخت نصر بابلي(Nebuchadnezzar) په وسيله نسکور شو، د حضرت سليمان په وسيله (د صهيون پر غونډۍ) جوړ شوی معبد يې ويران کړ، او يهوديان يې بابل ته بنديان ولېږل.
تر دې وروسته فارسيانو بابليانو ته ماتې ورکړه(۵۸۹ق م) او يهوديانو ته يې له بابله د بېرته راتګ او وران شوي معبد د جوړونې اجازه ورکړه، مقدونی سکندر (Alexander) فارسيان پر شا کړل (۳۳۳ق م) او فلسطين د يونانيانو تر ولکې لاندې راغی. په ۳۲۳ق م کې سکندر مړ شو، او فلسطين د مصری بطالمه وو (Ptolemies) او شامي سيليوسيديانو(Seleucids) يوه له بل پسې واکمنۍ وليدلې.
په ۱۶۵ق م کې مکابيانو(Maccabees) د سيليوسيد واکمن انطيخوس(Antiochus Epiphanes) پر ضد انقلاب وکړ او يو جلا هيواد يې جوړ کړ.
په ۶۳ق م کې فلسطين د رومي امپراتورۍ تر ښکېلاک لاندې شو.
په ۷۰ميلادي کال کې رومي امپراتور ټايټس (Titus) هغه دوهم معبد هم له مينځه لرې کړ.
۱۳۲-۱۳۵م کال کې د بارکوهبه انقلاب د ځپلو په ترڅ کې هدريان(Hadrian) امپراتور ټول يهوديان له اورشلم څخه وشړل. په ۳۳۰-۶۳۸م کې فلسطين د بزانطيني امپراتورۍ واکمني وليده، او عيسويت پکې خپور شو.
په ۶۳۸م کال کې د درېيم راشده خليفه حضرت عمر بن الخطاب د خلافت په دوران کې اسلامي لښکر د سولې له لارې القدس ته[د يو تړون پر اساس چې د عمري تړون په نوم ياديږي او تر دې دمه هغه په ليکلې بڼه د القدس د قيامت په کليسا(the Church of Holy Sepulchre) کې خوندي دی] ننوځي، په دې توګه د کنعان له ځمکې د بزانطيني امپراتورۍ لمن ټوليږي او فلسطين يو وار بيا د خپلو اصلي اوسيدونکو لاس ته ورځي.
۶۶۱-۷۵۰م کې د فلسطين د واک واګې د امويانو په لاس له دمشقه اداره کېدې، په دغه پړاو کې خليفه عبدالملک (۶۸۵-۷۰۵م) قبة الصخره جوړه کړه او وليد(۷۰۵-۷۱۵م) مسجد اقصی پر اوسنۍ بڼه ورغاوو.
له ۷۵۰م څخه تر ۹۶۹م کال پورې فلسطين له بغداد څخه د عباسيانو په وسيله اداره کيده. په ۹۶۹م کال کې له مصر څخه د فاطميانو په لاس، او له ۱۰۷۱م وروسته د سلجوقيانو په لاس چليده.
په ۱۰۹۹م کال کې فلسطين له اروپا څخه د راغلو صليبيانو په لاس کې لويږي. په ۱۱۸۷م کال کې صلاح الدين ايوبي(چې د کُردستان وو) صليبيانو ته د حطين په جګړه کې ماتې ورکوي او بيت المقدس ازاديږي.
په ۱۲۶۰م کال کې مملوک يا مماليک، پر ايوبيانو برلاسي کيږي، او د عين جالوت په پرېکنده جګړه کې د صليبي-وثني تړون ګډ پوځونه په شا تمبوي. په ۱۲۹۱م کال کې په بشپړه توګه له فلسطين څخه د صليبيانو ټغر ټولوي.
له ۱۵۱۶-۱۹۱۷م کال پورې فلسطين د عثماني خلافت برخه ګرځي(يوازې په ۱۸۳۲-۱۸۴۰م کلونو کې د مصر د محمدعلي پاشا تر يرغل لاندې راځي) او له استانبوله اداره کيږي.
فلسطين د بل اشغال په لور:
اسلامي او عربي فلسطين له هماغه پيل راهيسې د دښمنانو له دسيسو سره لاس او ګريوان وو، له دوه سوه کاله اوږده صليبي جنګونه د همدې له پاره وشول، د اسلامي نړۍ په لور د تاتاريانو جګړې د کليسا له خوا توجيه شوې، [د ناپليون بوناپارټ صليبي جګړې د يهوديانو د ازادۍ لامل وګرځيدې]
ناپليون د ۱۷۹۹م کال د اپريل په ۲۰مه نېټه له د فرانسې په رسمي جريده کې يهوديانو ته اعلان وکړ چې د ده په پوځ کې وجنګيږي، تر څو د ده په ملتيا قدس ته ننوځي.
د ۱۹مې پېړۍ په پای کې عثماني خلافت د زوړتيا هغې ژورې نقطې ته ورسېد. د خلافت داخلي ضُعف، د بهرنيو د ګوډاګيانو پرله پسې خيانتونو، او بهرنيو دسيسو لاسونه سره ورکړل، او په لومړۍ نړيوالې جګړې کې [چې اصلاً د اسلامي ځمکو د لاندې کولو او د عثماني خلافت، د اروپا د ناروغ انسان، د ميراث د وېش پر سر را مينځته شوې وه ] د سايکس پيکو د معاهدې پر اساس(چې د ۱۹۱۶م کال د مۍ په مياشت کې د برتانيې او فرانسې تر مينځ وشوه) فلسطين د يهوديانو له پاره د يو قومي دولت په توګه ومنل شو. تر دې وروسته د برتانيې د وخت د بهرنيو چارو وزير،Arthur Balfaur، د ۱۹۱۷م کال د نومبر په ۲مه نېټه هغه مشهوره اعلاميه واوروله چې پکې يهوديانو ته په فلسطين کې د يهودي دولت جوړېدنه تصويب شوه، په دې ډول فلسطين د يو داسې چا له خوا چې وارث يې نه وو، يو داسې چا ته چې مستحق يې نه وو ورکړل شو.
پر فلسطين د برتانوي ښکېلاک د واکمنې په دوران کې بې شمېره يهوديان د نړۍ له بېلابېلو هيوداونو څخه راوستل شول او په فلسطين کې مېشت کړای شول. د دې تر څنګ يې د يهودي پوځ پر جوړېدو هم کار وکړ تر دې چې د ۱۹۴۸م کال د مۍ پر ۱۵مه نېټه اسرائيلو په رسمي ډول خپل هيواد اعلان کړ چې ور سره جوخت د امريکا د متحده ايالاتو او روسيې له خوا په رسميت وپېژندل شو.
يو بې سابقې استعمار:
هسې خو د بشري جنګونو د تاريخ زياته برخه د استعمار له کرغېړنو کيسو ډکه ده، خو هغه څه چې اسرائيلي استعمار له دې ټولو بېلوي دا دي چې نورو استعمارونو به يوازې د محکومو خلکو شتمنيو يا مذهب ته سترګې نيولې وې، خو دې ښکېلاک محکوم خلک ووژل، د هغوی ديني مقدسات يې سپک کړل، د هغوی د تاريخ د مسخ کولو هڅه يې وکړه، د هغوی ټولې طبيعي او بشري شتمنۍ يې لوټ کړې، او په پام کې لري چې د دې سيمې ټول اصلي وګړي د تل له پاره د نړۍ له مخه پوپناه کړي، تر څو يې پر ځای د صليبي هيلو پوره کوونکی يهودي هيواد ټينګ کړي.
مونږ او يهوديان:
هغه مهال چې يهوديان د صليبي جنګونو او د مينځنيو پېړيو د تفتيش د محکمو په دوران کې له تيري او ظلم لاندې ونيول شول، هم دا مونږ وو چې په خپله غېږه کې مو خوندي وساتل، دومره خوندي چې ان د اسرائيلي دولت په سيوري کې هم هومره خوندي نه دي. او لکه Uri Avnery[ څوک چې درې دورې د اسرائيلي ولسي جرګې، کنيسيت، غړی هم پاتې شوی او د Information Clearing House او Gush Shalom د ادارو چلوونکی هم دی] چې وايي:
…under Muslim rule the Jews of Spain enjoyed a bloom the like of which the Jews did not enjoy anywhere else until almost our times
((د مسلمانانو تر واک لاندې د هسپانيې يهوديانو دومره ښېرازه شپې تيري کړي چې سيال يې ان نږدې زمونږ تر وختونو هم نه شي موندل کېدای))
په همدې ډول کله چې هغوی مسيحيانو له خپلو هيوادونو وشړل، نو هغه په سل ګونو زره يهوديان چېرته وتښتېدل؟
Almost all of them were received with open arms in the Muslim countries. The Sephardi (Spanish) Jews settled all over the Muslim world, from Morocco in the west to Iraq in the east, from Bulgaria (then part of the Ottoman Empire) in the north to Sudan in the south.
نږدې ټول يې په اسلامي هيوادونو کې په خلاصه غېږه ومنل شول، هسپانوي يهوديان په لويديز کې له مراکشه نيولې په ختيز کې تر عراق پورې، او په شمال کې له بلغاريا(چې بيا وروسته د عثماني امپراتورۍ برخه وګرځېده) نيولې په جنوب کې تر سوډان پورې مېشت شول.
مونږ او مسيحيان:
مونږ چې کله د حضرت عمر د خلافت په دوران کې القدس فتحه کاوو، نو د سولې له لارې په داسې حال کې ورننوتو، چې د هیڅ انسان د وينې څاڅکی هم پکې توی نه شو، خو کله چې هغوی له اروپا څخه د صليبي جګړو په ترڅ کې د پاپ په نغاره فلسطين اشغال کړ، نو يوازې په مسجداقصی کې يې د نيواک پر وخت د ۱۰۹۹م کال د جولای ۱۵مه له اويازره څخه د زياتو بې ګناه مسلمانانو، ښځو او نرو، کوچنيانو او سپين ږيرو وينې وبهولې؟؟!! خو کله چې مونږ بېرته فتح کړ، نو بيا مو هم د پخوا په څېر ټولو ته بخښنه وکړه!!
مونږ او اسرائيل:
سره له هغو ټولو ښېګڼو او لورونو چې مونږ له يهوديانو سره کړي، او سره له هغو ټولو بدو او جنايتونو چې مسيحيانو په لرې او نږدې تاريخ کې له هغوی سره کړي، هغوی لا د خپل حماقت او د نورو د دسيسو له امله خپل دښمن نه دی پېژندلی، او د فلسطين بې ګناه کوچنيان وژني، مسجدونه مو ويرانوي، او ... ، تاريخ مو مسخ کوي، او... ، او.. او زمونږ د هغې قبلې، چې ۵۲مياشتې مو د هغې په لور لمونځ کړی ، د ويرانولو او پر ځای يې د سليماني هيکل د جوړېدو په لور ګامونه اخلي.
څو صهيونيستي جنګونه:
• د ۱۹۴۸م کال جنګ:۱۵مۍ څخه د ۱۹۴۹کال د فرورۍ تر ۲۴مې پورې، ۲۸۵ورځنۍ جګړه
• د ۱۹۵۶م کال جنګ، يا دسويز د کانال جنګ: له ۲۹اکتوبر څخه د نومبر تر ۴پورې، ۷ورځنۍ جګړه
• د ۱۹۶۷م کال شپږ ورځنی جنګ: ۵ جون څخه تر ۱۰م جون پورې، چې له امله يې ختيز بيت المقدس، د اردن د سيند لويديزه غاړه، د ګولان څوکې او سينا دښته د دښمن لاسته ورغله
• د ۱۹۷۳م کال جنګ: ۶ اکتوبر څخه تر ۲۴م اکتوبر پورې، ۱۹ ورځنی جنګ[چې د ۶۷م کال د جنګ څو فيصده غچ وو]
• پر لبنان د ۱۹۸۲د جون له ۶مې د اګست تر ۲۴مې، ۷۸ورځنی جنګ
• پر لبنان د ۱۹۹۳ د جولای له ۲۵مې تر ۳۱مې، ۷ ورځنی جنګ
• پر لبنان د ۱۹۹۶کال د اپريل له ۱۱مې تر ۲۷مې ۱۶ ورځنۍ جګړه
• پر لبنان د ۲۰۰۶م کال د جولای جنګ
د هغوی د جنايتونو څو بېلګې
هغوى نه يوازې د دې سيمې شتمنيو ته سترګې نيولي، بلکه د دې سيمې د اصلي اوسيدونکو ژوند هم د هغوى ټاکلى هدف دى. راځئ چې د دوى په دې شپيته کلن تاريخ کې وګورو چې هغوى څومره جنايتونه تر سره کړي، او څومره بې ګناه انسانان، يې له تېغه تېر کړي:
• د ١٩٤٧م کال د جنورۍ ٣٠-٣١ نېټې د بلدة الشيخ قتل عام چې د شپې په تياره کې يې له ٦٠ څخه زيات انسانان په خپلو کورونو کې ووژل
• د ١٩٤٨م کال د اپريل په ٩مه يې د ٧٠٠هستوګنو يو کوچني کلي ديرياسين کې ٢٥٤ ووژل او له ٣٠٠ زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٥٣م کال د اکتوبر ١٤-١٥مه نېټه يې په قيبيه کلي کې مسجد او له ٥٦ زيات کورونه ويجاړ، او له ٦٧تنو زيات يې په بې رحمانه توګه ووژل
• د ١٩٥٦م کال د اکتوبر په ٢٩مه يې د کفر قاسم د کلي له ٤٩ تنو زيات اوسيدونکي ووژل
• د ١٩٨٢ م کال د سپتمبر په ١٦مه يې د لبنان د سابرا او شاتيلا په کيمپونو حمله وکړه او د همدې مياشتې تر ١٨مې نېټې يې د ٣٠٠٠ او ٣٥٠٠ په مينځ کې فلسطينيان د مرګ کومي ته وسپارل
• د ١٩٩٠م کال د اکتوبر په ٨مه يې په مسجد اقصى کې ٢٣ تنه شهيدان کړل او له ٨٥٠څخه زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٩٤م کال د فرورۍ په ٢٤مه يې په ابراهيمي مسجد کې باروخ ګولډسټاين نومي اسرائيلي ٤٨تنه لمونځ کوونکي شهيدان، او له ٣٠٠ زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٩٦م کال د اپريل په ١٨مه يې د قانا د لومړۍ ټولوژنې په ترڅ کې يې د لبنان ١٠٩ولسي وګړي شهيدان کړل او له ١١٦څخه زيات يې ټپيان کړل.
• د ٢٠٠٢م کال د اپريل په ١٢مه يې په جنين کې له ٥٢٢٢ څخه زيات فلسطينيان شهيدان شول.
• د ٢٠٠٦م کال د جولاى د مياشتې د ٢٩مې د قانا دوهمه ټولوژنه چې له امله يې په لسګونو تنه ماشومان او سپين ږيري شهيدان شول.
• د ٢٠٠٨م کال فرورۍ له ٢٧مې د مارچ تر ٤مې پر غزې د صهيونستانو په حمله کې له ١٢٠ تنو څخه زيات کوچنيان او ولسي وګړي شهيدان شول.
• په همدې ډول د الاقصى د لومړۍ انتفاضې(١٩٨٧ديسمبر-١٩٩٠) په تعقيب تر ١٩٩٣ پورې له ١١٦٢ څخه زيات فلسطينيان شهيدان کړاى شول.
• د دې تر څنګ د الاقصى په دوهم انتفاضه(٢٠٠٠-٢٠٠٥م) کې له ٣٦٥١څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان کړاى شول.
• او دا وژنې لا ادامه لري....؟؟؟!!!
د فلسطيني وګړو پر ضد اسرائيلي فتواګانې:
د تل ابيب ښاروال Heilburn وايي: مونږ بايد ټول فلسطينيان تر هغه ووژنو تر څو چې دوى د غلامانو په څېر ژوند تېرولو ته غاړه کيږدي.
د اسرائيلو د دفاع مرستيال وزير Ephraim Sneh وايي: هر څوک چې د اسرائيلو پر ضد د ترهګرو عملياتو مرتکب شوى وي، او يا يې په پام کې لري، بايد ووژل شي..دا کار اغېزمن دى، دقيق دى، او انصاف دى!!
د اسرائيلو پخوانى صدراعظم او د دفاع اوسنى وزير ايهود باراک وايي: هر څومره فلسطينيان که ووژل شي، زما پرې هيڅ پروا نشته، ما ته يوازې د خپلو خلکو امنيت اهميت لري.
د اسرائيلي پوځ د Eitan په نوم يو جنرال څرګندونې لا بوګنوونکې دي: مونږ چې څه هم کړي، پرې پښېمانه نه يو، مونږ د خپلو خلکو او سرتېرو د خونديتوب له پاره د هر څه کولو ته تيار يو. زمونږ سرتېرو ته امر شوى چې فلسطيني لاريون کوونکي ووژني، مونږ بايد په سينو او سرونو د هغوى د ويشتلو په وسيله د هغوى په زړونو کې وېره واکمنه کړو.
په هم دې ډول د هغوى مذهبي مشران وايي:
د ٢٠٠١م کال په جون کې هاآرتس عبراني ورځپاڼې د يو حاخام "أوري ميتسجر" له خولې وليکل: اسرائيلي چارواکو ته تر وسه وسه په کار دي چې په فلسطين کې د عربو مسلمانانو زېاتېدنې وړتيا بيخي له مينځه يوسي، تر څو اسلامي نسل په ټپه ودريږي او فلسطين سوچه يهودي شي، او بيا له هغې وروسته د هيکل د جوړېدو او د اسرائيلو د خوب لاسته راوړنې باندې فکر وشي!!
د ٢٠٠٢م کال د مارچ په مياشت کې يو اسرائيلي خبريال، آموتيه آلون، د حاخامانو د شوراى د کلنۍ غونډې له رازه چې په هرتزليا کې يې کړې وه پرده پورته کړه چې پکې ويل شوي وو: د هر عرب وينه حلاله ده، په ځانګړې توګه د فلسطيني عرب، او هر اسرائيلي سرتيري ته د عربانو وينه، ډوډۍ، ښځه او کور حلال دي که څه هم چې د اسرائيلي پوځ قانون يې مخالفت وکړي!!
او هم داسې په سلګونو نورې فتواګانې.......
د امنيت شورا ولې کڼه او ړنده ده!
د امنيت شورا ولې د دغو مظلومو او معصومو انسانانو چيغې نه اوري؟ ايا هغوى دا ټول جنايتونه د سر په سترګو نه ګوري؟ هو، ښې يې اوري، او ښه په ځير ځير ور ته ګوري، خو هيڅ ګام نه اخلي، او دا ځکه چې د هغوى له پينځو غړو هيوادونو څخه څلورو(برتانيې، فرانس، روسيې، او امريکا) يې د اسرائيلو په را مينځته کولو کې نېغ په نېغ لاس درلود او تر دې دمه د هغوى د وسله وال، مالي، او بشري ملاتړ په وسيله په پښو ولاړ دى. او پينځم هيواد(چين) يې هغه د درد د احساس ځاى نه لري. لومړي څلور يې له يوې مخې مسيحيان، او څلورم يې بوداى الاصله کمونست دى چې په خپله هم د ميليونونو مسلمانانو قاتل دى!!
نو ايا دا انصاف دی؟
هو، پر هغوی ظلمونه شوي، هغوی تبعيد شوي، هغوی په مينځنيو پېړيو کې زمونږ د اندلس د مسلمانانو په څېر د تفتيش په محکمو کې په مرګ محکوم شوي، هغوی نازيانو وژلي، د صهيون په غره سليماني هيکل يې روميانو ويران کړی... او ...، خو ايا دا مونږ کړي؟ ايا دا انصاف دی چې يهوديان دې کاتوليکو صليبيانو، او پروټيسټانټو نازيانو وژلي وي، او غچ يې له فلسطينيانو واخيستل شي؟ او ايا دا انصاف دی چې ټوله مسيحي نړۍ دې د هغوی تر شا ولاړه وي، هغوی ته دې وسلې ورکوي، پوځونه دې ور ته روزي، او اتومي بمونه دې ور ته جوړوي، تر څو پرې فلسطيني کوچنيان ووژني او مسلمانان دې هم داسې ناست وي؟ ايا دا انصاف دی چې اسرائيلي قاتل ته وسلې ورکول کيږي، هغه دې د سولې اتل وي، خو چې فلسطيني کوچنی د خپل دين، ولس، او خاورې د دفاع له پاره ډبره پورته کوي، هغه دې ترهګر وبلل شي؟
ايا دا انصاف دی چې د غزې کوچنيان دې په تياره کې له لوږې مړه کيږي، او نور مسلمان دې نه يوازې د مرستې لاس نه ور اوږدوي بلکه په دعا کې يې هم هېروي؟ او ايا دا انصاف دی چې له دې دومره ناځوانيو او خيانتونو سره سره چې دښمنان يې د فلسطيني ولس په وړاندې کوي، او مسلمانان يې پر ضد تش د خولې اواز هم پورته نه کړي؟ ايا دا انصاف دی؟؟؟؟
له اصلاح انلاین څخه په مننه