ايران ته د اسراييلو ګواښونه، امکانات او پايلې

تېره اونۍ امريکايي چارواکو خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په سر کې د اسرائيلو د پوځي تمريناتو هدف د ايران پر اتومي تاسيساتو د حملې له پاره چمتووالى وو، خو پوښتنه دا ده چې دا بريدونه تر څومره بريده ممکن دي؟ ايا اسرائيلو په تېر وخت کې هم دېته ورته کارونه تر سره کړي، او پايلې يې څنګه وې؟ پخواني عمليات له اوسنيو سره څه ډول پرتله کېداى شي؟ واقعيت خو دا دى چې له څه وخت څخه اسرائيل را مينځته شوي نو د منځني ختيز هيوادونو خپل امنيت له لاسه ورکړى. له ګاونډيانو سره د جګړو تر څنګ يې د سيمې نورو هيوادونو ته هم خپل کرغېړن لاس ورغځولى، او په دې لار کې يې نړيوالو قوتونو هر راز مرستې کړي. غواړم ايران ته د اسرائيلو د اوسنيو ګواښونو اړوند لومړى د اسرائيلو ورته پخوانيو اعمالو، او بيا اوسنۍ وضعې ته لنډه کتنه وکړم. د عراق پر اتومي جوړښتونو يرغل: د ١٩٨١م کال د جون د مياشتې په ٧مه نېټه د يکشنبې په ورځ د بغداد په ژيړي مازيګري کې اته F-16 بم غورځوونکې او پينځه F-15 الوتکې وېشتونکې اسرائيلي جنګېرکې د مصر د سينا په دښته (چې هغه مهال د اسرائيلو له لوري اشغال شوې وه) کې پرتې Etzion هوايي اډې څخه پورته شوې. پيلوټانو ته يې، چې د اسرائيلو د هوايي ځواک له جنګي قول اردو څخه غوره شوي وو، له روانېدو وړاندې د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو لوى درستيز، Lt. Gen. Rafael (Raful) Eitan، له خوا په لنډو ټکو کې وويل شول: (بديل يې زمونږ تباهي ده). جنګېرکې د اُردن او سعودي له هوا څخه د ١٢٠مترو په اوچتوالي سرې سترګې تېرې شوې، د تېلو اضافي ذخيرې يې د سعودي په بيابان کې وغورځولې، او د عراق خاورې ته ننوتې، په عراقي خاوره کې له رادار څخه د ځان پټونې په موخه دومره راټيټې شوې چې د دوى او ځمکې تر مينځ يوازې ٣٠متره واټن پاتې شو. د حملې له پاره د ارتفاع نيولو په موخه په ناڅاپي ډول اوچتې او اتو واړو F-16 بم غورځوونکو په يو وار دوه، دوه، يو ټنه بمونه د بغداد د جنوب په ١٨ميلۍ کې پرتې اوسيراک اتومي بټۍ باندې ور خوشې کړل، او تر څو چې عراقي بړيڅي پرې خبرېدل، اسرائيلي الوتکې د کور په لور ١٢١٩٠متره ارتفاع ته ختلې وې، او د تيارې له رارسېدو وړاندې روغې رمټې ورسېدې. په دې توګه د اتيا ثانيو په موده کې بټۍ د خاورو په کنډواله بدله شوه. عراقي اتومي پروګرام، لکه د اسرائيلو د اتومي پروګرام په څېر، د فرانسويانو په مرسته پيل شوى وو، او په هماغه نږدې ورځو کې توليد ته چمتو کېدونکى وو. خو پوښتنه دا ده چې اسرائيل څرنګه په دې وتوانېدل چې د عراق د اتومي بټيو په اړه دومره کره معلومات تر لاسه کړي؟ د بريد له پاره د يکشنبې د ورځې غوره کول، چې فرانسوي کارکوونکي پکې رُخصت وو، د څه شي ښکارندوى دي؟ په داسې حال کې چې امريکا هغه مهال د ايران پر ضد د صدام حسين د حکومت ملاتړ کاوو، او د اسرائيلو د حملې په وړاندې يې هيڅ غبرګون و نه ښود، د امريکا دوستي څه ډول ارزوي؟ د سوريې پر حريم تېرى: اسرائيلو د ٢٠٠٧م کال د سپتمبر په شپږمه نېټه د سوريې د خاورې د ننه ځينې تاسيساتو باندې حمله وکړه. څه يوه مياشت وروسته په اکتوبر کې څرګنده شوه چې اسرائيلو، د امريکا په اشاره او مشوره، په دې ګومان چې په دغه ځاى کې په پټه جوړېدونکي اتومي تاسيسات دي، د سوريې پر خاوره تېرى کړى وو. د امنيت؟ شورا نه يوازې دا چې د اسرائيلو دغه يرغل و نه غانده، بلکه د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې ته يې امر وکړ چې د ځاى د څېړنې په موخه يو هيئت وټاکي تر څو که د هغوى دعوه ريښتيا ثابته شي سوريې ته نوره سزا هم ورکړي. که چېرې ويشتل شوي ځايونه ريښتيا هم د جوړېدو په حال کې اتومي بټۍ وې، نو اسرائيل ، په داسې حال کې چې پخپله د ګڼ شمېر اتومي وسلو درلودونکى دى، په کوم دليل ځان ته د دې حق ورکوي چې له مينځه يې يوسي؟ د يو لوړپوړي اسرائيلي چارواکي په وينا دا کار يې د دې له پاره تر سره کړى وو چې د اسرائيلو د نه ماتېدونکي قوت اعتبار اعاده کړي. ايران ته ګواښونه: د روان کال د جون د مياشتې په شلمه نېټه امريکايي لوړپوړو چارواکو وويل چې د مديترانې بحېرې او يونان له پاسه د اسرائيلو د هغه پوځي تمريناتو موخه چې پکې له سلو زياتو F-16 او F-15 جنګېرکو ونډه اخيستې وه، د ايران پر اتومي جوړښتونو د حملې له پاره چمتووالى، او د ايران د اتومي پروګرام په وړاندې د اسرائيلو د جديت په ډاګه کول وو. د پنټاګان د يو لوړ پوړي چارواکي په وينا چې نه يې غوښتل د ځينې سياسي ملحوظاتو له مخې يې نوم وښودل شي، د اسرائيلو دې تمريناتو څو مو خې درلودې او د هغه په وينا: “They wanted us to know, they wanted the Europeans to know, and they wanted the Iranians to know,” هغوى زمونږ پوهول غوښتل، هغوى د اروپايانو پوهول غوښتل، او هغوى د ايرانيانو پوهول غوښتل. د اسرائيلو د دفاع يو پخواني وزير، Shaul Mofaz، له اسرائيلي ورځپاڼې يديعوت احرنوت سره په مرکه کې، چې د نااعلان شويو تمريناتو له ختمېدو وروسته يې د جون په شپږمه کړې وه، ويلي وو: . “Attacking Iran, in order to stop its nuclear plans, will be unavoidable.” د اتومي پلانونو د درولو په موخه پر ايران حمله حتمي ده. دا لومړى وار نه دى چې د اسرائيلو له خولې دا ډول څرګندونې ووځي، بلکه له دې وړاندې يې هم څو څو وارې ورته څرګندونې کړي. د روان کال د اپريل په شپږمه نېټه اسرائيلو د خپل تاريخ تر ټولو ستر او هر اړخيز پوځي تمرينات پيل کړل. کله چې د اسرائيلو د تلويزون له وياند، يال، څخه الجزېرې وپوښتل چې ايا دا تمرينات پر لبنان د ٢٠٠٦م کال د جولاى د جنګ په جريان کې په ډاګه شويو نيمګړتياوو د پوره کولو په موخه دي، وويل، نه، بلکه دا تمرينات د هغو جنګونو له پاره د چمتووالي په موخه دي چې اسرائيلو ته په مخکې پراته دي. د بوش د ولسمشرۍ د دوهمې دورې په پيل کې مرستيال ولسمشر، ډيک چيني، ويلي وو چې ايران د امريکا د بدمعاشو دُښمنانو د فهرست په سر کې دى، او دا چې اسرائيل به د امريکا له پاره، پرته له دې چې امريکايي پوځ پکې ښکېل شي، پر ايران بمونه غورځوي. خو دا بريدونه تر کومه بريده ممکن دي؟ ايا اسرائيل کولاى شي د امريکا له مرستې پرته دا عمليات تر سره کړي؟ که امريکا ور سره مرسته وکړي، عواقب به يې څه وي؟ او ايا د اسرائيلو د بريدونو په وسيله د ايران تاسيسات د عراق د تاسيساتو، يا د سوريې د هغه مشکوکو تاسيساتو په څېر په يوه حمله دړې وړې کولاى شي؟ تر کومه ځايه چې د بريدونو خبره ده، نو نن دي که سبا دي، او تر څو چې امريکا د يو قطبي نړۍ يوازينى قُطب وي، او په اسلامي نړۍ کې واکمن پوړ همدا يا ورته بړيڅي وي، نو هره شيبه د دې امکان شتون که سل په سلو کې نه وي، نو ترې کم هم نه دى. تر دې دمه انتظار هم يوازې ښايي د څه مصروفيتونو له امله وي، که نه هغوى پخوا هم ورته يا تر دې ګواښوونکي عمليات تر سره کړي، په مصر يې حمله کړې او ځمکې يې ترې غصب کړي، په اُردن، سوريې، او لبنان يې يرغلونه کړي او ځمکې يې ترې لاندې کړي، او په پاى کې د مسلمانانو لومړۍ قبله او درېيم مقدس ځاى او په مجموع کې ټول فلسطين غصب کړى. ايا اسرائيل کولاى شي په يوازې ځان دا ډول عمليات تر سره کړي؟ نو که تېر تاريخ وګورو نواسرائيل سره له دې چې د منځني ختيز يو ستر ځواک دى، هيڅکله هم نه شي کولاى په يوازې ځان دا کار تر سره کړي. پخپله د اسرائيلو رامينځته کېدل، د ١٩٥٦م کال د اکتوبر جنګ، د ١٩٦٧م کال جنګ، د ١٩٧٣م کال جنګ ...او ان د لبنان د ٢٠٠٦م کال د جولاى جنګ ته که وکتل شي، نو ټول يې د يو بهرني هيواد په مرسته، څه اقتصادي او څه نظامي، تر سره کړي. په دې حالت کې خو د اسرائيلو له پاره هيڅ ممکنه نه ده چې د امريکا له مرستې پرته دې دومره پراخ عمليات تر سره کړي، د ايران د اتصالاتي، او رادار د نظام د فلجولو، د جنګي موقعيتونو د تعين له پاره د معلوماتو برابرونې(reconnaissance)، او د جنګي الوتکو د تېرېدلو له پاره ور ته لږ تر لږه د امريکا تر اغېز لاندې يو هيواد، په ځانګړي ډول د عراق، له هوايي حريم څخه تېرېدل، او يا له منځني ختيز څخه چاپېرې د امريکا د نظامي کړۍ له هډو څخه ګټه پورته کول لازمي وي. د امريکا او عراق تر مينځ د ،نږدې حتمي، کيدونکي نظامي تړون له امله د راپنځېدلو اندېښنو د لېرې کولو په موخه، د عراق لومړي وزير، نوري المالکي، د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد ته ويلي وو چې د عراق خاوره د ايران پر ضد ګواښونو له پاره نه شي کارېداى. که دا خبره ريښتيا فرض کړو، نو ښايي امريکا ته په عراق کې د په خپل لاس کښېنولي حکومت له خوا ستونزې جوړې شي، او که چېرې هسې د ژبې د سر خبره وي، بيا هم ممکنه ده، چې ايران په عراق کې د تر دې دمه لوبوونکي نقش د سمت د تغير له امله په عراق کې پر امريکا لږ تر لږه ځمکه سره کړي. پاتې شوه د اتومي تاسيساتو په بشپړ ډول له مينځه وړل، نو دا تر يوه بريده، که څه هم ناممکن نه، خو ستونزمن ځکه دي چې د نورو پر خلاف د ايران اتومي تاسيسات په تيتو پرکو موقعيتونو کې، چې يو له بله اوږده واټنونه لري، او له ځمکې لاندې پراته دي. په دې توګه لږ تر لږه د زرو په شمېر کې موقعيتونو ويجاړول په کار دي چې دا يوه اوږده جنګ ته اړتيا لري.او ښايي دا جنګ نه يوازې د سيمې د هيوادونو بلکه د يرغلګرو په تاوان هم تمام شي.