
ټوله کوټه يې له رنګونو ډکه وه خوپه ده خړ ګرد پروت او سر يې په زنګنو ايښی و. زما په راتګ يې سر را پورته کړ ، يو سوړ اسويلی يې وباسلو، خپلو انځورونو ته يې وکتل داسې لکه ،چې نوره د خپل هنر د ستاينې د اوريدو زغم ونه لري . په سترګو کې راته ځير شواو ويې ويل :
ما غوښتل داسې څه انځور کړم ، چې تلپاتې وي . خو نن پوه شوم چې هيڅ شی ابديت نه لري !!!
ما په ډير هنر سره د هغې په سترګو کې ځان انځور کړ اود هغې په سترګو کې مې خپل تصوير وليد او له ځان سره موسکی شوم چې : خو زما انځور تلپاتې دی .
د وخت ناخوالو زه له رنګونو او انځورونو نه بيل کړم . کله چې بيرته د ځان جهان ته راغلم د اوښکو څپو د هغې په سترګو کې زما انځور ړنګ کړی و .
مودې تيرې شوې ، ما د رنګونو په دنيا کې سپيرې دښتې زرغونې کړې . د غرونو، سمندرونو ،اسمانونو او د ستورو مزلونه مې وکړل او د يوه ستومانه ﻻروي په څير مې د يو چا د زړه په کيږدۍ کې ځان ديره کړ په دې تمه ، چې دلته به يو داسې انځور وکاږم ، چې تلپاتې اوسي او ابديت ولري .
د هغې د زړه په ديوالونو مې د ژوند انځور په رنګونو کې ونڅولو او دمينې په نوم مې په پښو کې ورته ګونګروګان وشرنګول .
زما د ژوند سندره د ګونروګانو په شرنګا او د رنګونو په نڅا کې غږيدله ، چې وخت خپل پړاو واړولو او ما ته يې زما د انځورونو رنګونه را ياد کړل .
هو ! ما داهير کړي و چې زما انځور پر پاڼو نه پر زړه انځور شوی دی او زړه د وجود يوه برخه ده . کله چې د هغې وجود خاورې کيږې نو په هغه زړه به زما د مينې انځور څنګه تلپاتې واوسي ؟
هو نن پوه شوم ، چې هيڅ شی ابديت نه لري نه زما انځورونه او نه زما مينه!!!
2008/12/22