د ژوند نغمه

 
ټول غلي دي .هيڅوک څه نه وايي. د ژوند نغمه غلې ده.
په دغسې چپه چوپتيا کې ذوقونه مري ،فکرونه محوه کيږي نشاط او خوښي لکه وحشي مرغه له انسانانو تښتي.
زه غواړم ددغه سکوت طلسم مات کړم او خپله سرينده وغږوم.
دا سرينده ما د عشق له هيواده او دبلبلو له کوره راوړې ده.
زما د سريندې اواز ډير خوږ دی.
راشی!کښينی زما نغمې واوری،زه نه غواړم چې ارزوګانې مړې او زړونه ساړه وي .زه د احساساتو او جذباتو د ويښولو لپاره راغلی يم.
دغه ده ما خپله سرينده راواخستله او خپلې نغمې شروع کوم.
اه! دا څه وشو؟ له دې سريندې نه خو هيڅ اواز نه پورته کيږي .
سرينده خو نه ده ماته تارونه يې هم په ځای دي دا ولې نه غږيږي؟
ولې بې سره ده ؟ له دينه لويه ضايعه بله نشته .
پوه شوم او پوهيدم دا سرينده د بلبلو له کوره ده او بې د ګلونو له خوا بل چيرته نه غږيږي.
دا سرينده له عشق سره ارتباط لري او تارونه يې په هماغه مقام پورې تړلي دي.
زه بايد ګلزارو ته ننوزم او د ګلونو په حرم کې د خپلې سريندې اواز واورم.
زه بايد د نرګس سترګې ،د غوټۍ خندا ،د چندړو لښتې ،دسنبلو پريشانه زلفې وګورم او د حسن په ګلزار کې خپله سرينده وغږوم .
بې له دينه دا خاموشي نه ورکيږي او خوشخالي نه پيدا کيږي.
دا تورې وريځې بايد دلمر او سپوږمۍ له مخې لرې شي.
دبلبلو پنجرې اوقفسونه بايد مات شي.
د باغ تړلی ور بايد بيرته شي چې خوشحالي راشي او ذوق او شعور سترګې وغړوي.
د ژوند نغمه دغه تقاضا لري او بې له دينه په ژوندانه کې نشاط او سرور نه پيدا کيږي