د شاعر تحفه

زه چې ورغلم هغه په کوټنۍ کې ناست و،سر يې په ګريوانه کې ښکته کړی و،فکري عبادت يې کاوه.
کله چې هغه سر را پورته کړ او په ما يې نظر ولويده ما خپله تحفه يو د پړانګ پوستکی او يو غزنيچی پوستين د هغه په مخ کې کيښوده.
هغه وويل: دا يو د ظالم پوټکی دی ځکه له پښو ﻻندې لويږي او دا بل د ضعيفانو له پوستکو جوړ دی او په غاړې پورې تعلق نيسي.
د شاعر تحفه بايد همدغسې وي او همدغه مانا ولري.
دی بايد دا دوه منظرې همدغه راز وښيي او خلک په دغه رمز پوه کړي.
په دغو خبرو زه له خوبه راويښ شوم او په خوب کې د خپل خوب په تعبير پوهيدلی وم